لیکنه: پوهاند مجاور احمد زیار
د نوي زيلاند د اوکلايند پوهنتون نوې زباد دهندواروپايي ژبکورنۍ لرغونوالی له (۶۰۰۰) او (۷۰۰۰)، او دپښتو په گډون داوسنيو هندي او آرياني يا آريک ژبو دا له (۵۰۰۰) (۶۰۰۰)کلونو څخه ورواړاوه:
په نړۍکې ۱۰۰ژبکورنۍ نومېرل شوې دي. په دوی کې هندواروپايي کورنۍ (Indo-European language family) ترټولو ژبکورنيو ستره ده ، چې د نړۍ په ۶۰ هېوادونو کې تر ۴۰۰ زياتې (غړې) ژبې را خلي. نو که له آرو غږېدونکيو سره يې څېرمه، لکه د زاړه ښکېلاک هغه هم وشمېرل شي، نيم نړيوال را نغښتای شي. ( Col.Dec.)
پر نړيوال کچ د دغې سترترينې ژبکورنۍ په تړاو دوې تار يخي- جغرا فيايي ليدتوگې رامنځته شوې چې پرلپسې يې څه ناڅه سره وبله ننگولې دي .
لومړۍ ننگونه:
د لومړنيوليدتوگو له مخې ددې سترې ژبکورنۍ مورينه (نيا)۵۰۰۰کاله پخوا د خزر (کسپين) سمندرگي شمال ته، د روسيې په ستپ (گور چالي) سيمه کې ښوول شوې وه. خود ۱۹۸۰يمې لسيزې په روستيوکې د تيبليس (گورجستان) انستېتيوت پروفېسور کالين رېنفرو لومړی ځل د هندواروپايي ژبکو رنۍ زانگو اسيا او بيا اناتوليا وښووله . په بله وينا، د هندو ار وپايي ژبو آره (ريښه) د تورکيې په اناتوليا ( اسيا يي برخه) کې ټيکاو لرلی دی. (د ز يار اړونده ژباړه)
هسې خو تر څېړنو له مخه هم د لرغونې اناتولي ژبډلې په نامه ښايسته ډېر پا تشوني را خوندي شوي او څېړل شوي ول چې په دې لړ کې د هندو اروپايي کور نۍ اړوندې زړو (هيتي، پاليي، ليدي، لووي او لايکي) ژبو له نومېرنې را هيسې ژبپوهانو دا اټکل کړی وو چې د دغې گردې کورنۍ آر ټا ټوبی اناتوليا ده. خو دغو برسېرونو له تاريخي- جغرا فيايي اد لون بدلون سره هغه اټکل پوره باوري کړ.(← ژب-ونه).
مانا يې داچې د ټولو مړو او ژونديو غړيو ژبو او ويونکو همدا لرغونی ټاټوبی او زانگو ده. هرگوره، په زاړه ژبپېر کې د اروپاييانو له لېږد سره دغه سيمه يوازې د آريايي څا نگې او بيا (شمال- لويديزې) آر ياني څانگوړې په ميراث کې پا تې شوې، خو له څوارلسمې پېړۍ راهيسې د تورکا نو تر نيواک لاندې را غلې چې اوس پکې د څو ميليوني شما ل- لويديزې آرياني ډلگۍ له راپاتې بوميانو څخه ښا يي، تش همدا اوسني څلور ميليونه ((کوردان)) اوسي!
يو خوا يې مخينی ټولمنلی ۶ زرکلن لرغونوالی تر۷ زر کلنۍ زباد کړ او بل خوا يې(شمال- سوېلي) آره او تگلوری په (سو ېل- شمالي) .هغه وننگول.
د تېبليس د برسېرونو او(Col.Dic.) له مخې، په همدې ((هندواروپايي )) نامه،د دې کورنۍ گډه مورينه په اروپا کې نه، چې په اسياکې د قفقاز، په نورو ټکو،د تور سمندر گي په شما لي جلگو کې له ننه څه پاسه ۷زرۍ پخوا ويل کېده چې په څلورمه- پېنځمه مز. زرۍ کې پرگړدود ونو وېشل شوې او دغه گړدودونه بيا څلورو خواوو ( ارو پا، آريانا، هند، ختيز تورکستان) ته په څلو رو ډلو کې لېږد ېدلي دي:
١- آريايي ارمني – يوناني ډله، ٢- بالتو-سلاو- ژرماني ډله، ٣- کېلتو-ايتالو- توخاري ډله او ٤- اناتولي ډله(← انځور)
لومړۍ ډله ړومبى پر (زړه يوناني) او (اريايي – ارمني) ډلگيو وېشل شوې او بيا آريايي (هندو آر ياني) ډلگۍ پر آرياني او هندي (هندو آرين ډلگۍ) او همداسې پسې نورو ډلو پر خپل خپل وار پر ډلگيواو ډلگکيو وېشنه موندلې ده. د آرياني ډلگۍ يا څانگې له پنځو زړو ژبو څخه دوې (اوېستا يي او ساکي) په ختيزو آريا ني (باختري) ژبو کې را ځي او درې نورې (زړه پارسي، مادي او زړه پارتي) په لوېديزو آرياني (پارسي) ژبو کې. (← ژب-ونه او لښتيليکونه)
همداراز: (برتانيکا ٦ ټوک، ٢٩٥-٢٩٦ ؛ (د هندوارو پايي ژبو لرغو نى تاريخ، کابل مجله درېيمه گڼه ١-٢٨؛
دويمه اولا کره ننگونه:
د دې ننگونې پر بنسټ چې د نوي زيلاند(اوکلند) له څېړنې او برسېرونې سره را منځته شوه، له دغه روسته سرليک سره پښتو ته را ړوو چې د بي بي سي رادېو د فار سي خپر ونې خبر يال ښا غلي:علی امينی پر( ۲۶اگست ۲۰۱۲/۵ زمری ۱۳۹۱ ) له انگرېزي متنه راژباړلې ده:
د نړۍ تر ۴۰۰ زياتو ژبو له اناتوليا(تورکيې) څخه آره اخېستې
دغه سيمه د نړۍ تر ۴۰۰ زياتو ژبو آر ټاټوبی دی
(تورکيه د اوسنۍ تورکي جمهوريت داسيايي برخې ، په نورو ټکو، لرغو نې اناتوليا په جاج کارول شوې ده)
د نوي زيلاند څېړونکو گړ سره له داسې لارو رَودو گټه اخېستې چې د ساري ويروسي نارو غيو د څېړنې لپاره پرکاراچول کېږي. دوی له دې لارې رَودې سره د پخوانيواو اوسنيو ژبو داسې پښتونې (شجرة النسب) په دې موخه کښلې چې دا ونومېري (تشخيص کړي)، يوه ژبکور نۍ وار له مخه چېرې او کله راهستېدلې ده. د دغه گوزارش پايلې په ((کليک)) نومې مهالنۍ کې خپرې شوې دي، يوه ژبکو رنۍ د هغو ژبو ټولگه بلل کېږي چې له يوې نومېرلې (مشخصې) گډې ژبې (مورينې ژبې) منځته را غلې دي.
.ژبپوهان هر يوه ژبکورنۍ د نننيو ژبو د ورته وييونو چې زياتره په ورته جاج و ما نا کارول کېږي، رامخته کوي. لکه (اوبه) چې انگرېزي يې (واټر) بولي او الماني يې (واسر). نو دغه سره ورته او همريښه وييونه، زموږ د ژبنۍ پاتوړې (ور اثت) ښکارندويه دي.
ددې لېلې (روش) له مخې جېنېتيکي شننه د سا کښو په (دې اېن اې) کې يوراز ترسره کېږي او پر بنسټ يې د هغو د بېلابېلو ډلو بشپړتيايي تړاو په پا کې نيول کېږي.د بېلگې په توگه، د شېمپانزي او انسان ترمنځ نژدې تر ۹۸ سلنې پو رې د(DNA) زېرمه شوې خبرتياوې شريکې دي او په همدې لاسوندسره دواړه ساکښ يو شريک ورنيکه لري.
دوکتور کويين اتکېنسون د نورو څېړونکيو په ملتيا د او کلند په پوهنتون کې دغه دواړې بېلا بېلې ليدتوگې سره ځيرلې دي
هغوی دغه څېړنه، لکه چې وويل شول د ژبونجو نو(ژبنيو بدلنونو) د ځيرنې بهير لپاره له فيلوژنيک (ټبرزېږ) شنندوده په گټه اخېستنه ترسره کړه.
همدارنگه يې د ۲۰۷ همر يښه وييونو د ورکړو (داتاوو) اډه، (پايگاه داده ها) يا data base را منځته کړچې ۱۰۳ هندوارو پايي ژبې او بيا لاتين او زړه يوناني هم رانغاړي.
دوی د فيلوژنيک شنندود په کارونگ وکړای شول، د څېړنې لاندې ژبو د بشپړتيا يي (تکاملي) پړاو بيارغاونه وکړي او د هغو بېلگو له مخې چې تر لاسه يې کړې، د دغه ژبو پښت-ونه(شجره نامه) راورغوي.
دغې ژبونې (شجره نامۀ زبانی) دا وړاندوينه را شونې کړله چې اړونده (مورينه ژبه) څه مهال او چېرې وه.
(لکه پاس چې نغوته وشوه) فيلوژنيک لېله (روش) د دود له مخې د سراسري ويروسي ناروغيو د څېړ نې لپاره پرکار اچول کېږي او دهغې ژبې گډ وييونه (لغات) چې وگړي پرې غږېږي، د دېاېناې (DNA) غوندې له يوه پښته بل ته رسېدلي دي..
يوه ډله د ژبپوهان دا سکالو رامخته کوي، سره له دې چې ژبې د مهال په اوږدو کې بدلون مومي، خو هغه همريښه وييونه چې په ژوند کې د بنسټيزو لا ملونو څرگندويه دي، لکه کورني تړاوونه (مور، پلار، خور، ورور…)، دپژنيو غړيو، لکه (سترگې، لاس…) او طبيعي توکي، لکه (اور، اوبه …) ،چې خورا لږ ادلون بدلون مومي، نو دغه نه ونجېدونکي همريښه وييونه له مورينې ژبې سره ټينگ تړاو لري.
د رېډينگ پوهنتون يوه پوهاند مارک پجل ويلي دي :
„د فرهنگي بشپړتيا د موضوعي درک لپاره د ژوند پوهنې( بيالوجۍ) د بشپړ تيايي لارې لېلې کارونه يوه سرباندې (فوق العاده) „څېړنه ده.
دی زياتوي: ((داڅېړنه راښيي چې هندواروپايي ژبې لږ تر لږه له ۸ زرو تر ۹زرو پېنځه سوه کلونو مخينه لري؛ او هماغسې چې له ډېرې راهيسې تر ښکالو (.بحث) لاندې وه، (دغه ژبکورنۍ) په اناتوليه، نننۍ تورکيه کې ټيکاو لرلی او له دغه ځايه خپره شوې ده.))
له دې لرغونوالي سره زموږ آريايي ژبښاخ او بيا آرياني څانگه هم پر خپل وار تر پخوا نۍ اټکلي نېټې(۶۰۰۰) او(۵۰۰۰)، تر (۷۰۰۰) او(۶۰۰۰) هم ور وااوښتې؛ په دې لړکې زموږ د پښتو او نورو خويندو (دردي، نورستاني،پاميري، پارسي، بلوڅي، کوردي، لوري…) ژبو مورينه تر (۶۰۰۰) هم زياته لرغونې زباده شوه!