لیکنه: عبدالجمیل ممتاز
د هندوانو دودیزې ورځې
هندوان زښته ډېرې مهمې او سپېڅلې ورځې لري او د دې لپاره چې خپل معبود ته نزدې شي او د ستایلو او خوښۍ له لارې د دوی ګناهونه پاک شي، نو د هرې ورځې اړوند ځانګړي جشنونه او میلې جوړوي.
د دوی څو مهمې ورځې یا مېلې دا دي:
دیوالي
دیوالي یا د رڼا مېله
د نړۍ هندوان د «دیوالي» مېله هر کال نمانځي او دې مېلې ته چې پنځه ورځې دوام کوي، په خورا درنه سترګه ګوري. دیوالي د هندوانو د کالیز (تقویم) له مخې د مني په منځ کې د میاشتې په نوې کیدو سره ځکه نمانځل کیږي چې د دوی په باور دا مېله پر شر د خیر د بریا او پر تیارې د رڼا د غلبې یوه نښانه ده او دوی یې په نمانځلو سره نوی کال هم پیلوي.
دا مېله له میلاد وړاندې تر دوو زرو کلونو زیاته مخینه لري، چې هندوان یې په نمانځلو سره خپل «رام» ته په دې مفهوم درنښت وړاندې کوي، چې ګواکې هغه پر «راوانا» شیطان باندې بریالی شوی و او چې کله بېرته خپلې سیمې اجودهیا (په اوسني اوتراپردیش کې یو ښار دی) ته راستون شو، نو د تېلي څراغونو (شیطانڅراغونو) د زښته ډیرو رڼاګانو په وسیله یې هرکلی وشو. رام د هندوانو همغه دویم خدای (ویشنو) دی.
هندوان په دې میله کې یو بل ته ډالۍ ورکوي او دا ډالۍ ورکول حتمي بولي.
د دیوالي د اوج ورځ سې شنبه ده، چې پکې د «شتمنۍ او خوښۍ الهې لکشمي) ستاینه کیږي. هندوان په دې میله کې شمعې او تېلي څراغونه (شیطانڅراغونه) بلوي او پر دیوالونو او پنجرو باندې یې ږدي، وروسته بیا د خپل خدای عبادت کوي.
دغه راز هندوان د دې میلې په مناسبت خپل کورونه په بیلابیلو رنګونو رنګوي او ان نقاشۍ هم پکې کوي.
د یادونې ده، چې د دیوالي په مراسمو کې د نجومیانو کار هم زیات وي، دا ځکه چې د هندوستان په شمال کې تل د نوي کال سره سم دا مېله نمانځل کیږي او په دې وخت کې دوی د خلکو د فال کتنې جدول د راتلونکي کال د ستورو له مخې تنظیموي. همدارنګه سوداګر هم د خپل کاروبار کلنی حساب پاکوي او خپل نوی سوداګریز کال پیلوي.
هولي مېله
هولي میله د هند په تاریخ کې ډیره زړه مخینه لري، خو اوس د دې میلې محیط یوازې تر هندوانو محدود نه دی، بلکې غیر هندوان هم پکې برخه اخلي.د هولي مېله کې هندوان له سهاره سرکونو ته راوځي او دا مېله په مستۍ او خوښیو نمانځي. په دې مېله کې د رنګ پوډر، اوبه شیندونکي تمانچې او داسې نورې وسیلې دي چې په مرسته یې دوی یو پر بل باندې رنګونه شیندي.
د هولې مېلې په اړه بېلابېل نظرونه شته، ځينې وايي، چې هولي کلمه له هولیکا څخه اخیستل شوې، چې هولیکا په هندو روایتونو کې د هیرنیاکاشیپو په نوم د یو شیطان صفته دیو خور ده. ویل کیږي، چې دغه شیطان نا مشروع جادو ته مخه کړه او داسې څه یې وکړل چې نور نه فنا کیدونکی شو. دغه راز هغه له ټولو غوښتي ول، چې یوازې دده عبادت وکړي. خو دده زوی پرالادا د ده خبره ونه منله او د ویشنو عبادت ته یې دوام ورکړ.
هیرنیا شیطان که څه هم ډیره هڅه وکړه چې خپل زوی ځانته ور واړوي، خو پاتې راغی. نور یې نو غوښتل چې هغه ته زیان ورسوي او بلاخره یې خپلو خلکو ته امر وکړ، چې خس او بوټي راټول کړي او هلته اور بل کړي. د شیطان خور هولیکا چې هغه هم نه مړه کیدله پرالادا یې د هغې په غیږ کې ورکړ او وروسته یې اور ته د ورګډیو امر وکړ. خو پرالادا له ویشنو مرسته غواړي او پرالادا ژغورل کیږي، خو د هیرنیا شیطان خور هولیکا په اور کې سوځي.
نو له همغې مودې راهیسې د هولي مېله د شپې مهال د اورونو په لګولو سره پیلیږي او د هولي ورځ د هولیکا د سوځېدو په خوښۍ کې نمانځي.
خو ځیني نور هندوان بیا په دې باور دي چې د دوی یو بل خدای کرېشنا له رنګه تور و، نو مور یې ترې پوښتي چې رادها (د دوی بله الهه) ولې دومره سپین او روڼ پوستکی لري. بالاخره هغه خپل زوی ته یوه حیله ورښيي او بیا ورته وايي چې د رادها پر مخ رنګ ور وشیندي او وګوري چې څنګه کیږي. کریشنا همغسې کوي او له همغه ځایه دواړه خاوند او مېرمن کیږي. چې د هولي رنګ شیندل هم له همغې ورځې پیل شوي او له همدې امله ورته درناوی کیږي.
دورګا پوجا (Duga puja):
دورګا پوجا د دورګا د عبادت په معنا دی، چې د هندوانو په ځانګړې توګه د په شمال کې ډیره مهمه مېله بلل ده. چې د سپټمبر په میاشت کې په ډیلې کې په دې موخه ترسره کیږي چې ویل کیږي الهه پر دیو باندې بریا ترلاسه کړې ده.
دورګا په سنسکریټ کې (نه ترلاسه کیدونکي) ته ویل کیږي او د هندوانو ښځینه الهه ده. هندوان یې په دوو دلیلونو (د ویرې او ښکلا) له کبله عبادت کوي. ویل کیږي چې هغه تر ۱۰۸ زیات نومونه لري چې پکې د (کالي) او (پاروتي) نومونه هم شامل دي.
جانمشتامي (Janamshtami): د کريشنا د زېږېدنې مېله.
ګانش چاتورتهي (Ganesh chaturthi): د ګانشیا د ستاینې میله.
ماها شیوراتري (Mahashivratri): د شیوا د ستاینې مېله.
او نورې…