لیکنه: عبدالجمیل ممتاز
ګنیشاGnesha
د شیوا او پاروتي لمړی زوی، چې سر یې د فیل دی او د هندوانو د پوهې خدای بلل کیږي، چې په هندوییزم کې زیات پېژندل شوی او د احترام وړ دی. شاوخوا ۳۰۰۰ کاله پخوا چې کله ګانیشا دنیا ته راغی، نو پلار یې په کور کې نه و او دا نوم یې مور ورباندې کېښود. ګانیشا ځکه د مور له پاملرنې او مینې نه لېرې پاتې نه شو، چې له کوچنیوالي نه هوښیار او پوه و.
سر یې ولې د فیل دی؟
هندوان یې ځواب داسې وايي: یوه ورځ چې مور یې غوښتل حمام وکړي، نو خپل زوی (ګانیشا) ته یې وویل، چې هیڅوک باید کور ته دننه پرې نږدي، تر څو هغه په ارامه حمام وکړی شي. لږ ځنډ وروسته رښتیا هم د شیوا نوکران او عسکر راغلل او غوښتل یې کور ته وردننه شي، خو ګانیشا هغوی ته اجازه ورنکړه او په همدې کې شخړه رامنځته شوه، چې بالاخره هغوی ټول له کور څخه شړي.
دا خبره تر شیوا رسیږي او شیوا چې د مرګ او نابودۍ خدای و، نو په غوصه کور ته راځي. ګانیشا هغه ته هم اجازه نه ورکوي چې کور ته ورننوځي. د شیوا غوصه نوره هم زیاتیږي او په یو ګوزار کې سر ترې پرې کوي. کله چې پاروتي راوځي او دا حالت ویني، نو سخته خفه کیږي او په ژړا خپل خاوند شیوا ته وايي، چې هغه یې زوی و، ولې یې وواژه. وروسته بیا هغه اړ کوي چې زوی یې باید ورته ژوندی کړي، خو باید چې مخکنۍ ځانګړتیاوې هم ولري، په دې معنا چې مهربان، پوه او خپلې مور سره مینه ولري.
شیوا وویل، چې یو سر ته اړتیا ده، تر څو د هغه بل جلا شوي سر پر ځای یې ورکښېږدي، هغه و چې خپل مامورین یې وګمارل، تر څو ټوله دنیا ولټوي او پر همدغو شرایطو برابر سر ومومي. مامورینو ټوله دنیا ولټوله، خو یوازې یو سر یې پیدا کړ چې همدا مشخصات یې درلودل او هغه هم د فیل سر و.
شیوا همدا د فیل سر د ګانیشا پر تنه باندې ونښلاوه او بېرته راژوندی شو، چې په همدې توګه د شیوا او پاروتي لمړنی زوی په داسې ډول لویېږي چې سر یې د فیل او تنه یې د انسان ده.
ګانیشا ته د دعا او عبادت لپاره زیاتره محصلان او شاګردان ورځي، تر څو له هغه نه د پوهې، بریالیتوب او کار موندلو لپاره مرسته وغواړي.
سرسوتي Saraswati
د برهما مېرمن، د شیوا او لکشمي لور او د پوهې او علم الهه ده.
په ویداګانو کې سرسوتي د اوبو او سیندونو الهه ده. همدارنګه په هندوییزم کې د علم او پوهې الهه هم بلل کیږي. سرسوتي د هنر، شعر او موسیقۍ خلاقه ګڼي او وايي چې تر هغې سپینه، ښایسته او نازکه چې پر طاووس سپره ده، بله نه وه.
کالي Kali
هندوان یې د مرګ او وراني الهه او د شیوا مېرمن بولي او همدارنګه د نړۍ هغه اسطوره یې ګڼي چې سرچینه یې د نوسنګي دورې ته ورګرځي. یو بل تعبیر ته یې هم زیاته عقیده لري چې وايي نوموړې د نړۍ یو مورنی ځواک دی او په دغې بڼه راڅرګندیږي.
د کالي مور مجسمې د سند درې په تمدن کې هم پیدا شوي دي، چې په ځینو مجسمو کې یې یو ډول ترهېدلې برېښي.
دکشایاني (ساتي) Daksha yani
دکشایاني له پاروتي نه مخکې د شېوا لمړۍمېرمن او د دکشا لور وه. چې هندوان یې د اوږد ژوند او کورواله لپاره د نیکمرغۍ الهه بولي. هندوې ښځې ورته زیات عبادت کوي او د خپلو مېړونو لپاره اوږد عمر ترې غواړي
کله چې هغې ونشوای کولی چې مور سره یې د پلار بدچلندي وزغمي، نو ځان یې اور ته وغورځاوه او وروسته بیا ساتي (رښتینې او وفاداره) ونومول شوه. له هغې پېښې راوروسته د ساتي کلمه هرې کونډې ښځې او یا پاکې ښځې او همدارنګه ځان سیځونکې ښځې ته کارول کیږي. په لرغوني هند کې به یې ښځې هم د مېړه له مړینې وروسته سوځولې، چې ساتي دود به یې باله، یعنې کومه ښځه چې خپل مېړه ته وفاداره وي، هندوان یې ساتي بولي.
د ساتي دغه رسم هم په عادي ښځو کې او هم په اشرافي ښځو کې دود دی او یوه دیني فریضه ګڼل کیږي. خو بیا په وروسته کلونه کې کله چې مسلمانان په هند کې واکمن شول، د دغه دود طرز او ډول بدل شول؛ د دې پر ځای چې ښځه د خپل مېړه د جسد په څنګ کې سوځېدو ته اړ شي، کونډه ښځه د مېړه جسد څنګ ته په ګونډو کېناسته او د وفادارۍ الفاظ به یې تر خولې راوېستل.
دورګا durga
د شجاعت او زړورتیا الهه ده.
څوک چې د کوم کار په ترسره کولو کې شک لري او یا د یو کار کولو لپاره جرأت نشي کولی، نو د دورګا زیارت ته ورځي او هلته دعا کوي، البته کله کله د ښادۍ الهه هم بلل کیږي.
دورګا معمولاً پر یو وحشي ژوي لکه زمري، پړانګ او لېوه باندې سپره وي، چې د دوی په عقیده دا د شجاعت نښانه ده او همدارنګه په لاسونو کې یې د جنګ وسلې وي.
زرګونه کاله وړاندې یو شیطان پیدا شو، چې خلک او مشران یې په پرلپسې ډول وژل، خلکو ته وېره پیدا شوه چې که دغسې حالت دوام وکړي، نو زمکه به له انسانانو تشه کړي. خدایانو یې هم نوموړي شیطان سره مبارزې ور ووتل، خو ټولو ماتې وخوړه. خلکو له ویشنو نه وغوښتل چې ورسره مرسته وکړي، خو هغه په دغه کار کې عاجز پاتې شو. بیا شیوا ته ورغلل، هغه هم ورته وویل، چې دا کار یې له وسې نه دی پوره، ځکه د هغه شیطان وجود ډېر پیچلی او پیاوړی دی، نو د له منځه وړلو لپاره یې یو پیاوړی او پیچلی موجود په کار دی.
خلک وګرځېدل، بالاخره یوه ښځه الهه یې ومونده چې په یو وخت کې ټولې ځانګړتیاوې او ان د هغو متضادې هم ولري. نورو ټولو خدایانو یې خپلې وسلې هم ورکړې او د هیمالیا خدای خپل زمری ورکړ، چې ورباندې سپره شي. نو همدا دورګا وه چې ټول خدایان یې سره متحد کړل او د پخپله د ټول د اعتماد وړ وګرځېده. هغه وه چې دورګا زمکې ته راکښته شوه او پخپله زړورتیا او پیاوړتیا یې هغه شیطان له منځه یووړ.
اېندرا Indra
اېندرا د برښنا، تالندې او جګړې خدای بلل کیږي. چې د ریګ ویدا یو فصل هم د همده په نوم دی. د هغه ښځه اېندراني نومېده او په زرتشتي متونو کې د دینکرد په نوم یاد شوی دی، نو ځکه یې یې هندو ـ اریايي خدای هم بولي.
لمرSurya او سپوږمۍSoma
په هندوستان کې د لمر خدای د سوریا په نوم یادیږي. له یو پلوه دا خدای د اګني الهه د عظمت رڼا بولي او له بل پلوه د رڼا، ګرمۍ، ژوند او معرفت سرچینه. سوریا ته د خلقت د علم مرکز وايي او هر هغه څه چې له پیله تر اوسه پورې دي، دا ټول له لمر څخه راټوکېدلي دي.
سوما یا سپوږمۍ، د هندوانو هغه خدای باله شي، چې د قربانۍ په دودونو کې یې یادونه کیږي. د دې الهې زمکنی سمبول همغه نشه کوونکي څښاک دي، چې له یو ډول ژیړو بوټو څخه جوړیږي. یعنې هغه سولوي او ټکوي یې او د هغه شیره کاږي او له یوې جنډې نه یې بیا وباسي، بیا یې په لوښو کې اچوي. البته د دغه مایع یا څښاک ژیړ د لمر وړانګو سره او بهیدل یا څڅېدل یې باران سره تشبېه شوي دي. له همدې کبله سوما هغه الهه بولي، چې ځواک لري، درملنه کوي او شتمني زیاتوي.
رام چندر Ram chandar: سپوږمۍ ته ورته رام.
ګرودا Garuda: د الوتونکو واکمن چې نیمه تنه یې د انسان او نیمه یې د الوتونکي ده او د ویشنو مرکب دی.
رودرا Rudra: وحشتناک.
یاما (یما)Yama: ارابه چلوونکی (په زردښتي دین کې د جم معادل)، د مړو پر ارواګانو باندې حاکم.
اشوین Ashvin: پر اس سپور.
او د دې بحث په پای کې داسې یو څوک یادوو، چې که د هندوانو او سیکانو په خدایانو کې نه حسابیږي، خو دا چې دوی ورته په ډیر غټه سترګه ګوري او لوړ مقام ورته قایل دي، نو همدلته یې درپېژندل مهم دي.
گرو نانک دیو (بابا نانک)
هندوان یې (ګرو) یعنې لارښود بولي، نوموړی د سیک مذهب بنسټ ایښودونکی دی، چې د ۱۴۶۹م کال د اپریل په ۱۵ په یوه هندو کورنۍ کې د اوسني پاکستان په پنجاب (لاهور) کې دنیا ته راغی.
روایتونه وايي چې د هندوانو او مسلمانانو له عارفانو څخه یې ډیر څه زده کړل او بیا د اسلامي هیوادونو په ګډون مکې معظمې ته د زیارت لپاره لاړ. د نانک پلار او مور دواړه هندو مذهبه او د کشاتریا له شهزاده ګانو څخه ول. روایتونه داسې هم وايي چې د نانک پلار مهتا کالو د تالوندي کلي بزګر او حسابوال و، مور یې ترپتا دیوي د تالوندي کلي مشره او له هندي اشرافو څخه وه، که څه هم په اصل کې هندو وه، خو ویل کیږي، چې په ځوانۍ کې یې اسلام منلی و. دغه راز د نانک لومړنی ښوونکی هم مسلمان ښودل شوی دی.
نانک په باتالا سیمه کې یوې هندو نجلۍ سولاکنه سره واده وکړ او له هغې څخه یې دوه زامن (سریچند او لکشمي چند) پیدا شول.
نوموړي په بتانو او بتخونو باندې باور نه درلود او له حلول (د یو تن روح په بل کې ننوتل) څخه هم منکر و. نانک وغوښتل چې خپله لارښوونه د تبلیغ له لارې پراخه کړي، لومړی یې د هندوستان لویو ښارونه تګ پیل کړ. ورو ورو یې شهرت زیات شو او تر دې چې افغانستان، ایران، عراق، عربستان او د جنوبي اسیا نورو هیوادونو ته لاړ.
هغه د افغانستان د ننګرهار ولایت په سلطان پور سیمه کې زیات وخت تېر کړی او زوی یې سریچند چې د ده په ژوند کې متصوب و، د اوسیدو لپاره کابل کې استوګن شو او په خرابات کوڅه کې یې یو درمسال جوړ کړ.