لیکنه: عبدالجمیل ممتاز
څلورمه برخه
شپږم څرک
دا ځل پر خلکو او برهمنانو باندې جګړه ماران مسلط ول، نو د دې په خاطر چې ویشنو یې وژغوري، راما (د برهمني زاهد او لینده وال ځوان) په بڼه راڅرګند شو.
کیسه داسې ده، چې یوه ورځ د برهمن مېرمن یو ځوان په ډنډ کې د لمبېدو په حال کې ولید، نو په زړه کې یې شیطاني ور وګرځېده.
کله چې بېرته کور ته ستنه شوه، نو برهمن چې له دې پېښې خبر شوی و، پرېکړه یې وکړه چې باید هغه ووژني. کله چې د برهما زامن کور ته راغلل نو پلار یې امر ورته وکړ، چې باید د خپلې مور سر ترې غوڅ کړي. خو هغوی ټولو د پلار دغه امر ونه مانه او نفرت یې ترې وکړ. بالاخره راما (د ویشنو شپږم څرک) چې د هغه کشر زوی و، له ځنګله څخه راغی، د پلار امر یې ومانه او په هغه تبر باندې یې د خپلې مور سر غوڅ کړ، چې شیوا ورکړی و.
برهمن چې د خپل دغه زوی له اطاعت څخه خوښ شو، نو زوی ته یې وویل چې څه غواړي؟ راما وویل: غواړم مور مې په پاکۍ سره همدا اوس بېرته را ژوندۍ شي او زه په مخامخ او تن په تن جګړه کې هېڅ ماتې ونخورم، بله دا چې اوږد عمر ولرم. همغه وه چې پلار یې د هغه غوښتنې ور په ځای کړې او مور یې هم بېرته ژوندۍ شوه.
اووم او اتم څرکونه
د ویشنو اووم او اتم څرکونه (بالاراماــــــ اووم، کرېشناـــــ اتم) د دوو اتلانو په بڼه ول او په همدو بڼو باندې اوس هم په ټول هندوستان کې ورته عبادت کیږي. دا دوه بڼې یې د حماسي کیسو د اتلانو په توګه وې.
کرېشنا د خیر او شر تر منځ د تعادل ساتلو لپاره زمکې ته راغی او کله چې یې وغوښتل بېرته اسمان ته ستون شي، نو ویې ویل: ای خلکو! جګړه ګټه او بریا نلري، یوازې یو توهم دی.
کرېشنا د هندوانو له معروفو او محبوبو خدایانو څخه دی، چې د درد او رنځ له منځه وړلو او همدارنګه د مینې رامنځته کولو خدای بلل کیږي.
۵۰۰۰ کاله وړاندې د هند په شمال کې د اوګراسنه په نوم یوې ملکې واکمني کوله، چې پایتخت یې هم د ماتوره په لوی ښار کې و. د دې سیمې خلک بزګران ول او یو ارام ژوند یې درلود.
یوه ورځ دا ملکه په ځنګله کې روانه وه، چې د هغې د خاوند په بڼه یو شیطان هلته پیدا شو او ملکې سره یې هملته نزدېکت (ناجایز عمل) وکړ. وروسته بیا شیطان هغه له خپلې اصلي څهرې څخه خبره کړه او دا یې هم ورته وویل، چې د کانسا په نوم یو زوی به وزیږوي، د شیطان له نسل نه به وي او هغه به زیاتې سیمې تسخیر کړي، خو تر ټولو لوی دښمن به یې کرېشنا وي.
ملکې دا خبره پټه وساتله او بالاخره لس میاشتې وروسته کانسا دنیا ته راغی او هغه یې د خپل زوی په توګه ومانه.
کانسا ورو ورو لوی شو او په تدریج سره د هغه شیطاني نښانې هم بربنډېدلې. اخر داسې یو څوک شو، چې د پلار احترام یې نه کاوه، ماشومان یې وژل او ان تر دې چې په ځوانۍ کې یې دوه پاچاهان دې ته اړ کړل، څو دواړه پاچاهان یوه ـ یوه لور هغه ته ورکړي.
کانسا خپل پلار له پاچاهۍ نه لېرې کړ او د خپل واک قلمرو یې زیات وغځاوه. خلکو کې وېره او اندېښنه زیاته شوه، تر دې چې خدایان په مشوره سره غونډ شول او مصلحت یې دا شو چې باید د هغه له منځه وړلو لپاره له ویشنو څخه مرسته وغواړي.
ویشنو د خپل بدن یو تور وېښته او د انانته ښامار له تن نه یو سپین وېښته شوکوي او بیا یې سره غبرګوي. سپین وېښته د هغه د یو زوی د پیدایښت (بالاراماـــــ اووم څرک) او تور وېښته د هغه د بل زوی د پیدایښت (کرېشناـــــ اتم څرک) سرچینه ګرځي.
د ویشنو د لور (دواکي) د واده پر مهال کانسا شیطان ته یو غیبي غږ کیږي، چې دا واده به د ده د زوال لامل ګرځي او کانسا هم بیا تر هغو پورې دغه واده ته اجازه ورنکړه، تر څو هغوی د دغې خبرې منلو ته اړ شول چې د «دواکي» زامن به له زېږېدو وروسته ورته وژني. ویل کیږي چې بیا یې شپږ زامن په پرلپسې ډول ورته ووژل.
په اووم ځل چې کله «دواکي» بیا حامله شوه، نو کانسا ته بیا غیبي غږ وشو چې کرېشنا به یو پاده وان وي. وروسته له هغې نه کانسا امر کوي چې ټول پاده وانان ووژني او همغسې وشول. خو ویشنو هغسې نه غوښتل، کوم ماشوم چې د «دواکي» په خېټه کې و، هغه یې د روهیني خیټې ته ولېږداوه او بالاخره اووم اولاد یې له روهیني څخه دنیا ته راغی او کانسا ته دا خبر ورسېد چې «دواکي» خپل ماشوم وغورځاوه، همغه وه چې د کانسا اندېښنه هم له منځه لاړه.
بل وخت بیا دواکي میندواره شوه او کانسا دا ځل دواکي او خاوند یې زنداني کړل او د زندان پهرې ته یې انسانان، فیلان، زمریان او سپیان مقرر کړل، خو بیا هم کرېشنا همدلته په زندان کې وزېږېد.
کرېشنا په کوچنیوالي کې د خبرو کولو توان درلود، له پلار نه یې وغوښتل چې هغه باید د ناندا په نوم د یو سړي کور ته یوسي، البته په همغه وخت کې د ناندا ښځې هم یو اولاد زیږولی و او کرېشنا له خپل پلار نه وغوښتل چې باید له هغه سره یې بدل کړي. بالاخره پلار یې کرېشنا په یوه ټوکرۍ کې کېښود او د لوی خدای په امر سره ټولې دروازې ورته خلاصې شوې، ساتونکي ویده پاتې شول او پلار او مور د خپل زوی کرېشنا سره له زندان څخه ووتل.
پر لاره باندې د جمنا سیند طغیان کړی و، خو دا چې واسودوه (د کرېشنا پلار) وارخطا و، پرې ورګډ شو. سیند ډېر په شتاب روان و، نزدې یې ډوب کړي ول، خو کرېشنا ژر خپله پښه له ټوکرۍ رابهر کړه او په اوبو کې یې غوټه کړه. اوبه کښته لاړې او لاره پکې وشوه، دوی سلامت پورې وتل او د ناندا کور ته ورسېدل. ناندا په کور کې نه و، د هغه نوی زېږېدلی ماشوم (یاشودا) نجلۍ وه او په بیړه یې کرېشنا ورسره بدل کړ ، بېرته په منډه زندان ته راستانه شول.
ساتونکي لا تر اوسه ویده ول، خو چې راویښ شول، خبر شول چې دواکي لور زیږولې ده او کانسا ته یې هم دا خبر ورساوه. کانسا بیا دا تصمیم ونیو، چې د دواکي دا لور له منځه یوسي او همغه وه چې هغه وړه ماشومه یې غره ته یووړه او یوې غټې تېږې سره یې په زوره ووهله. سمدلاسه هغه نجلۍ الهه وګرځېده، چې بیا وروسته یې نوم (دیوي) شو. دیوي په لوړ غږ کانسا ته وویل چې راتلونکی دښمن یې ترې تښتېدلی او اسمان ته ختلی دی.
د کرېشنا ژوند له څلورو پړاونو نه جوړ دی:
کوچنیوالی یا د پهلوانۍ او ځواک ښودلو دوره.
ځواني یا د پاده وانانو لورګانو سره د مینې او عشق دوره.
نارینتوب یا د هغې دندې د تر سره کولو دوره چې ورته ورکړ شوې وه.
د پاخه عمر دوره او همدارنګه د «داورکا» واکمني تر لاسه کوي او د بهاراتا په جنګ کې ګډون کوي.
کرېشنا غټ شو او د کانسا مقابلې ته ووت، کانسا چې د کرېشنا وژلو ته زیات شیطانان ګمارلي ول، له هغې ډلې نه پر یو شیطان (غوا) باندې برلاسی شو، خو بل شیطان (مار) چې اګراسورا نومېد، کرېشنا یې تر ستوني تېر کړ. خو کرېشنا هم د هغه په نس کې ځان دومره غټ کړ، تر دې چې مار په منځ دوه ټوټې شو. دغسې د زیاتو شیطانانو تر برید لاندې راغی خو بیا یې هم ځان ته د ژغورنې لاره ومونده.
په هندي اسطورو کې راغلي چې د کرېشنا ښایست تل د دې لامل ګرځېد، چې د برهمنانو او عامو ښځو پام ځانته ور واړوي، همدارنګه د ښځو او په خاصه توګه د پاده وانانو لورګانو سره د ده عاشقانه پیښې زیاتې په کیسو کې راغلي دي.
یوه ورځ یوه ډله نجونو په جمنا سیند کې لامبل او کرېشنا- کرېشنا نعرې یې وهلې، چې دا وخت کرېشنا راپیدا شو، د هغوی جامې یې ترې پټې کړې او پاس ونې ته وخوت. نجونو چې له شرمه یې ځانونه نشوای ورښودلی، نو هملته په اوبو کې یې ځانونه پټ کړل. کرېشنا غږ پرې وکړ ، چې وارونا (د اوبو خدای) په اوبو کې وي، نو په اوبو کې که پټې شئ یا بهر راووځئ، هېڅ توپیر نلري. وروسته یې له نجونو وغوښتل چې یوه – یوه هغې ونې ته ورشي او خپلې جامې واخلي، په پای کې کرېشنا ټولو سره ژمنه وکړه چې راتلونکي مني موسم کې به ټولو سره ګډ ناڅي.
اخر دا چې د مني موسم راورسېد، کرېشنا په سپږمینه شپه کې ځنګله ته لاړ او د نی (شپېلۍ) په پو کولو سره یې هغه ټولې نجونې خبرې کړلې. پر کرېشنا میئنې نجونې له خپلو بسترونو ورپورته شوې او په منډه تر کرېشنا ورغلې. نڅا پیل شوه او ټولې نجونې داسې ورسره نڅېدلې، ته به وایې چې یوازې همدا یو کرېشنا د دوی محبوب دی. خو په دوی ټولو کې د رادها په نوم نجلۍ ډېره ورباندې ګرمه وه او ان د کرېشنا هم خوښېدله. داسې ویل کیږي چې دغې نڅا او مستۍ شپږ میاشتې دوام وکړ او په پای کې بیا ټول د جمنا سیند ته لاړل او هلته یې ولامبل.
د کرېشنا او رادها کیسه په زیاتو هندي داستانونو کې شته او همدارنګه هندي کلاسیک شعرونه، د رادها د هغې مینې او مهجورې بڼې له امله چې د کرېشنا پر وړاندې یې درلوده، سرشار او شتمن دي.
په همدې ورځو کې کانسا هم د خپل راتلونکي دښمن او قاتل له هویت څخه خبر شو. سمدلاسه یې د کرېشنا پلار او مور زنداني کړل او بیا یې د کرېشنا د نیولو ملا وتړله. ډېره هڅه یې وکړه چې هغه ونیسي، یا یې وغولوي او په دام کې یې ښکېل کړي، خو ورباندې ونه توانېد.
بالاخره کرېشنا د خپل ورور بالاراما په ملګرتیا سره د کانسا واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود، هغه یې وواژه، خپل پلار او مور یې له زندان نه رابهر کړل او بېرته غرونو او ځنګله ته ستانه شول.
نهم څرک
داسې یو وخت شو، چې د هندوستان په شمال کې خلکو د حیواناتو په له منځه وړلو باندې پیل وکړ او دغه نسل یې بیخي د انقراض حالت ته بوت. دلته ویشنو دا ځل د (بودا) په نوم راڅرګند شو او داسې ښوونې یې انسانانو ته وکړې چې بالاخره یوه بېله لاره وګڼل شوه او د دوام په پایله کې یې د بودیزم نوم خپل کړ.
د هندوانو باور دا دی، چې بودا د ویشنو نهم څرک دی، نو ځکه خو بودا ته په هندوانو کې یو ځانګړی درناوی شتون لري. حال دا چې بودایان نه هندوانو ته درناوی لري او نه هم د هندوانو دا عقیده مني.
بودا تر پایه پورې د پیغمبرۍ دعوه ونکړه او د هغه ټولې خبرې د هغه شاګردانو په لیکلې بڼه راټولې کړې او خلکو ته یې وړاندې کړلې، نو د همدغه دلیل پر اساس هندوان خپله عقیده کې وزن ویني.
یادښت:د بودا کیسه اوږده او بیخي بېله ده، چې د بودیزم په نوم په یوه بله برخه کې ورباندې ځانګړی بحث شوی دی، خو دا چې د دغې موضوع تسلسل سره بېل نه شي، همدا بحث غځوو.
لسم څرک
د ویشنو لسم څرک ته لا وخت شته، ځکه چې په راتلونکي کې راڅرګندیږي او چې کله راڅرګند شو، نو نوم به یې کالکین وي. دا به هغه وخت وي، چې نړۍ به ظلم او ستم نیولې وي او کالکین به د همدغه ظلم، قتلونو او جهالت له منځه وړلو لپاره له اسمان څخه زمکې ته راکښته کیږي، هغه به پر یو سپین اس سپور وي او د خپلې تورې په زور به په نړۍ کې امن او عدالت تأمین کړي.