ليکواله: حميده مرداني مهراباد(رها)
ژباړن: محب الرحمن محب
د مذهب بيانول هم هنر دی:
هغه مذهب، چې خپله د انسان پېژندنې او هستۍ پېژندنې تر ټولو لوړه طريقه ده. په حقيقت کې هنري اثر په يوه زمان او مکان کې پيلېږي. زمان او مکان يوازې د هنري اثر تاريخي خواوې څېړي؛ خو هنري اثار په تاريخ پورې نه محدودېږي. هغه هنري اثر تلپاتې دی، چې د انسان او هستۍ د راز او رمز نه خبرې وکړي. له دې پرته به هنري اثر سطحي بڼه ولري. د لوړ او سطحي هنر توپير يوازې د راز و نياز په بيانولو کې نغښتی دی. د هنري اثر واقعيت او د بيانولو ځواک نشي کولای، چې په تاريخي پوړيو پورې منحصر پاتې شي او د تاريخي دورو په جېل کې خاورې په خوله کړي. هغه تاريخي دورې، چې هلته ليدونکی عملاً د پنځوونکي سره هم دوره دی. هنري اثر د «هنر د ژبې» په نوم ژبه لري، داسې يوه ژبه، چې تل ګويا ده نه يوازې په تاريخ کې.
د هنر د فلسفې له ليدلوري هنري اثر بايد وکولای شي د خپل اوسني ځانګړي زمان مفسر وي. که په هنري اثر کې ژوندی روح او ګويا ژبه ځای پرځای شوي وي، هغه وخت بيا هنر د زمان، مکان او تاريخ په چوکاټونو کې نه ځايېږي. هنري اثر په ټولو مکانونو او زمانونو کې د انسانانو له ځانګړو معيارونو څخه دی. هرمنوتيکي هنري اثر په هر زمان و مکان کې او د هغو له هر ډول تاريخي پيوند څخه پرته بايد وکولای شي په اوسمهال هم شاهد او همداراز د نوي اثر د پنځېدا لپاره الهام بښونکی واوسي.
د هنر همدا کړۍ د هغه هرمنوتيک دی، چې د هر اثر پای بايد د يوه نوي اثر پيل وګرځي. هنر فلسفي رنګه اړوندي او تړاو لري. نه د زمان او مکان په قالب کې ځايېږي او نه د يوه محدود جسم په چوکاټ کې. فلسفه چې له علمه وړاندې ده او هدف يې د انسان او هستۍ پېژندنه ده، هنر هم د ځان لپاره علم وړوکی بولي او له فلسفې سره تر لرې فاصلې پښې غځولې او غواړي د انسان او هستۍ لپاره هېنداره واوسي.
هنري اثر يې خپله تاريخي سرچينه يوازې د يوې محدودې طريقې له مخې په خپل درون کې ساتي. هنري اثر د يوه داسې حقيقت وړانګې دي، چې نه شي کولای هغه څه ته راټيټ شي، چې پنځوونکي يې عملاً په اثر کې د هغو په اړه فکر کړی دی. هغه که د يوه نابغه يو ځان ناخبری تخليق وبولو او يا يې د يوه ناظر له ليدلوري د هر ډول هنري بيان د ناپايه مفهوم په توګه په نظر کې ونيسو. په هر صورت ښکلاپېژندونکی پوهاوی کولای شي په دې حقيقت منګلې ولګوي، چې هنري اثر خپل ځان لېږدوي او تر نورو يې رسوي.
د زړه ښکلاپېژندنه هم هنري اثر دی:
که هنري اثر د ژوندي روح درلودونکی وي، له بشر سره ژوند کوي او دا ژوند له تاريخه ورهاخوا والی دی. خو د دې ژوندي روح او ګويا ژبې نوم څه دی؟ تر ټولو مناسب او ښايېدونکی نوم هماغه ښکلاپېژندنه ده. د هنر تعريف ښکلاپېژندنه نه ده؛ خو زړه يې ښکلاپېژندنه ده. نشو کولای ووايو، چې هر ښکلی اثر هنر دی؛ خو دا ويلای شو، چې انسانانو ته له زمان و مکان ورهاخوا د يوه ځانګړي او ښکلي فکر و حس لېږدوونکی اثر هنر دی.
دا حس او مفکوره، چې له زمان و مکانه ورهاخوا دي، ښکلاپېژندنه ده. حتی پېژندنه هم هنر دی. په دې دليل چې کله انسان شناخت وموند، ښکلی او ځانګړی فکر و حس مومي. کېدای شي په هر زمان کې د هنري اثارو دا حس يا پېژندنه ترلاسه شي. نو هغه هنري اثار، چې مخکې پنځېدلي دي، که چېرې نن هم هماغه حس و مفکوره لري، په جوړښت کې يې ښکلاپېژندنه نغښتې ده.
نو په ډاډ سره دا ادعا کولای شو، چې د هنر ژوندی روح او ګويا ژبه هماغه ښکلاپېژندنه ده؛ خو ښکلاپېژندنه په هغه تعريف غلطه ده، چې هرڅه ښکلي وي، د ښکلاپېژندنې صفت به له هغو سره اړوندېږي. ډېر داسې هنري اثار شته، چې د تخليق پرمهال يې په هېڅ ډول د ښکلاپېژندنې حس و مفکوره نه لېږدوله؛ خو نن ورځ د هغې مفکورې او حس درلودونکي دي.
ښکلا له هنر سره اړيکه لري، نه هنر له ښکلا سره:
د دې دواړو توپير دادی، چې: که کوم هنري اثر ښکلی هم نه وي، هنر دی؛ خو هره ښکلا هنر نه شي بلل کېدای. هنر د انسان په لاس جوړ دی. طبيعت له ټولې ښکلا سره بيا هنر نه دی. خو د پيکاسو «د غوايه سر» چې له يوه زين او پخواني دوه څرخه لاستي جوړ دی ښکلی نه دی؛ خو هنر دی. که ښکلا په هنر تعريف کړو، د هنري اثارو ډله به مو نه يوازې دا چې محدوده کړې وي، بلکې يوازې سطحي هنري اثارو ته به مو پام کړی وي. ښکلاپېژندنه حس و مفکوره ده، نه صفت. انسانان هم ښکلي دي؛ خو د هنري اثر په توګه يې څوک نه پېژني، بلکې يوازې د ښکلا د صفت درلودونکي دي. انسانانو او حتی نباتاتو ته په اسانۍ د ښکلا صفت ورکولای شو؛ خو د معمارۍ يو اثر تر هرڅه مخکې داسې هنري ليد غواړي، چې لومړی هغه تفسير کړي او بيايې ښکلا؛ خو که ښکلا ونه لري، بيا يې هم له هنري ارزښته څه نه کمېږي.
د ښکلاپېژندنې حس او مفکوره هماغه هنري هرمنوتيک دی، چې موږ ته د نړۍ د تفسير او توضېح حس په لاس راکوي. آن تر دې چې ښکلاپېژندنه موږ ته هغه هستي، انسان او طبيعت تفسيروي، چې بې ګټې او د هرچا په لاس نه دي پيدا شوي. فکر، تدبير او روح پکې نغښتی دی.
داسې ښکاري، چې له حس و تجربې پرته ښکلاپېژندنه نشي کولای د انسان او هستۍ په هرمنوتيک باندې بحث وشي. د هنر پنځوونکي د ښکلاپېژندنې د تجربې او د حس په درک سره او له ځانه خپل اثر ته په لېږدولو سره خپل اثر ټول بشر ته ډالۍ کړی دی.
د هنري اثر پنځوونکی ممکن د خپلې زمانې خلک په پام کې ونيسي؛ خو د هغه د اثر رښتينې هستي هغه څه ده، چې کولای شي هغه وړاندې کړي او دا هستي هر ډول تاريخي پولې ماتوي او پښې ترې اړوي. هنري اثر په دې معنا چې يو بې زمانه اوسمهال په خپل واک کې لري؛ خو هر ځيرک کس له موږ دا پوښتنه کولای شي، چې که يو هنري اثر په هره زمانه کې د هرمنوتيک قابليت درلودونکی وي، څنګه کولای شي په خپله خاصه زمانه کې يې هم هرمنوتيک واوسي؟ يا دا چې د هنري اثر تاريخي ميراث څه کېږي؟ دا منو چې هنر تفسيروونکی دی؛ خو د زمانې روح يې په درون کې نغښتی دی. کله د نن ورځې د فلم داسې صحنې زموږ سترګو ته ږدي، چې سل کاله وړاندې جوړې شوې وي؛ خو نن پکې ښکاري. همداسې د نقاشۍ يوه تابلو درواخله. څنګه کېدای شي، چې پنځوونکی دې نن ورځ وويني او سبا ورځ دې تفسير کړي؟
کېدای شي په شکمن انداز د هنري اثر هغه مفهوم وپوښتو، چې اثر د دې فهم په سپړلو لا تازه کېږي. آيا د يوه هنري اثر سرچينو ته په کتلو سره اثر په يوه فرهنګي او ټولنيز موقف کې دننه د يو ډول معنا لرونکې حياتي کړنې لېږدوونکی نه دی؟ او يوازې په دې لټه نه دی، چې د خپلې کاملې معنا په ټاکنه دې لاس پورې کړي؟
دلته کېدای شي دا پوښتنه برعکس هم مطرح شي: آيا په رښتيا همداسې ده، چې هنري اثر د يوه اوږده ژوند له زړه را تېر شوی، پردی راوتلی دی او نړۍ ته زموږ زده کړی تاريخ لېږدوي، آيا يوازې د ښکلاپېژندنې-تاريخي خوند په مفهوم بدلېږي او له هغه زيات څه نه وايي، چې په اصل کې يې د ويلو لپاره لري؟
«څه ويل»،« د ويلو لپاره څه درلودل»:
آیا دا د يوه نا معين ښکلاپېژندونکي ارزښت پر بنسټ ولاړې استعارې دي، چې د اثر رښتينی حقيقت راښيي؟ او که قضيه د دې برعکس ده؟ آيا د يوه اثر د جوړښت ښکلاپېژندونکی کيفيت يوازې د دې واقعيت لپاره شرط دی، چې هنري اثر يې خپله معنا په خپل وجود کې لېږدوي او داسې څه لري، چې موږ ته يې ووايي؟ دا پوښتنه موږ ته د دې اجازه راکوي، چې د «ښکلاپېژندنې او هرمنوتيک» ساحې ته د موضوع د سپړنې لپاره وردننه شو.
د تاريخي هرمنوتيک ادعا په دقيق ډول د دې واقعيت په وسيله ثابتېږي، چې که کوم هنري اثر ونه غواړي په تاريخي لحاظ څوک ورباندې پوه شي او پرځای يې ځان په يو مطلق حضور کې وړاندې کړي، په هېڅ ډول به چاته د پوهېدا او فهم اجازه هم ورنه کړي.
د ښکلاپېژندنې حس و مفکوره هماغه د هنري اثر کلي اعتبار دی:
کله چې موږ ته کوم اثر راوړاندې کېږي او کله چې سترګې هغه ته د کتلو په لور خيره کېږي، دا په دې معنا، چې د هغو د ښکلاپېژندنې حس قوي دی. ممکنه ده د هنري اثر د کلي اعتبار لپاره د ټولو د توجه راجلبول مناسب دليل ونه بلل شي. ډېری اثارو په لومړيو کې د خلکو پام را جلب کړی دی؛ خو وروسته يې په اړه توجه کمه شوې ده. ځکه هغه هنري اثر نور کلي اعتبار نه لري. خو ځينې داسې اثار هم وو، چې د وخت په تېرېدو سره يې خپل کلي اعتبار موندلی دی. دا کلي اعتبار د هنري اثارو په هر ډول تفسير صدق کوي. د ښکلاپېژندنې حس و مفکوره تر هرڅه زيات د هنري اثر عمق او ژورې را ښيي. خپله د ښکلاپېژندنې حس و مفکوره د يوه داسې تفسير درلودونکې ده، چې ولې اثر د ښکلاپېژندنې قوي حس لري. د هنري اثر د ښکلاپېژندنې تفسير يعنې د هنري اثارو درک او بالاخره دا درک د انسان او هستۍ په تفسيرولو تمامېږي.
په هنري اثر کې ښکلاپېژندنه يعنې په هغه اثر کې د عقل او حس هم زمانه شتون:
دا ټکی ډېر مهم دی او په دې لنډکۍ ليکنه کې نه ځايېږي. خو هغه موضوع چې دلته په پام کې نيول کېږي، د يوه هنري اثر پالنه او سمبالونه ده. که د يوه هنر مند د اثر پالنه او ادبي پوهه عميقه وي، د هغه اثر تفسيرونه به يې له زمانه ورهاخوا وي. په هنري اثر کې د ښکلاپېژندنې ايجادول مخکې له مخکې نه پلان شوې چاره نه ده، بلکې پنځوونکی يې په اثر کې د هغو اړتيا ته په کتلو سره پکې ايجادوي. د پنځوونکي ذوق دی، چې د اثر د ښکلاپېژندنې حس، مفکوره او تجربه پکې زياته کړي. بل مهم ټکی دادی، چې ښکلاپېژندنه د فلسفې او هنر د اتصال کړۍ ده. د پيوند دا حلقه په خپل زړه کې هرمنوتيک لري. هماغسې چې مخکې وويل شول، ښکلاپېژندنه د هنري اثر زړه تشکيلوي. د ښکلاپېژندنې زړه هم هرمنوتيک دی.
ښکلاپېژندونکې تجربه او حس تکرار نه مني؛ خو لېږدول کېدای شي:
ممکن ځينې يې د دې برعکس ومني؛ لکه څنګه چې په انسانانو کې هرمنوتيک نشو تکرارولای، اما انتقالولای يې شو. دا له پېچلو بحثونو څخه يو دی. دا چې ښکلاپېژندونکی حس او تجربه يوبل ته نږدې او يا سره ورته وي، د تکرار منلو بحث نه ابطالوي؛ خو کولای شي د هغو په لېږد و انتقال کې ګټور واقع شي.
د ښکلاپېژندنې حس او تجربه په هغه شمېره موجوده ده، چې کوم شمېر کسان د هنري اثر په اړه درک له ځان سره لري او هېڅ تجربه او حس پر بل غالب نه دي. په ډاډ سره کولای شو دا ادعا وکړو، چې يو هنري اثر هغسې ښکلاپېژندونکی رضايت نه رامنځ ته کوي، څنګه يې چې ممکن خټه او يا زېور له ځان سره لري.
فلاسفه( فيلسوفان)، په ځانګړي ډول کانت او هګل هنري اثر هغه بولي، چې د انسان په لاس د انسان لپاره جوړ شوی وي. دا بحث د هرمنوتيک او ښکلاپېژندنې له بحث سره کاملاً( په بشپړه توګه) سر خوري. لکه د آلپ کتنه چې د ژوند، هستۍ او انسان هېڅ ډول تفسير له ځان سره نه لري. د ښکلاپېژندنې او هرمنوتيک په بحث کې د طبيعي ښکلا پرځای د هنري اثر په کښتۍ کې سفر کوو.
کله چې وايو چې هنري اثر موږ ته څه وايي؛ نو دا په دې معنا چې د چارو او کړنو له يوې شبکې سره تعلق لري، بايد پوه شو، چې زموږ ادعا يوه استعاره نه ده، بلکې يوه معتبره او ثابتېدونکې معنا لري او هنري اثر په دې توګه له هرمنوتيک سره اړوندېږي.
د هرمنوتيک په تعريف کې د هنر او هرمنوتيک اړيکه واضح کېږي. هنرمنوتيک د يوه بل شخص د پوهې په وسيله له يوې بهرنۍ ژبې نه د ويل کېدونکي هنر د انتقال په څېر دی. کله مو چې د هرمنوتيک د نوم سرچينه ومونده، دا به روښانه شي، چې موږ له يوې ژبنۍ پېښې سره مخ يو.
له يوې ژبې نه بلې ژبې ته په ژباړې او له همدې کبله د دوو ژبو رابطه. خو تر کومه ځايه چې زموږ دنده يوازې له يوې ژبې نه بلې ته ژباړه وي، يعنې په دې پوهېدل، چې څه ويل شوي او بالاخره په دويمې ژبې سره د هغې وړاندې کول دي، چې دا ډول ژبنۍ پېښې بايد فهم او پر انتقال شوي څيز پوهېدا خپله لومړنۍ وجيبه وبولي.
هنر خپله فهم لېږدوي. زمان، مکان او تاريخ ته له کتلو پرته د هنري اثر مخاطب ته د هنري اثر د پنځوونکي د فهم لېږد. ځکه هنر او هرمنوتيک دواړه له زمان او مکان سره نه دي تړلي.
له «هنر او ژبه» کتاب نه د ګادامر ليدلوری را اخلو:
د هنري تجربې په اړه د هنر د ژبې او د هرمنوتيکي ليدلوري حقانيت. هر پوهوونکی تفسير او توضېح، چې له نورو سره په پوهېدا کې مرسته وکړي، د ژبې لخوا د منلو وړ دی او منشأ به يې هم ژبنۍ وي. تر کومه ځايه، چې ژبه د ټولې نړۍ د تجربو ترمنځ منځګړتوب کوي او د سنت او رواج تر ټولو پراخه مفهوم تعريفوي، د هغه رواج او دود، چې په خپله ژبنی څيز نه دی؛ خو کېدای شي په ژبنيز ډول تفسير او وشنل شي. حرفه د صنعت پر مټ د وسايلو، فنونو او دا ډول نورو څيزونو په «کارونې» سره د ښکلو څيزونو او وسايلو جوړښت دی. آيا هنري اثر هم په دې ډله پورې تړاو لري، او که ځانګړی ځای خپلوي؟ دا چې صنعت او رواج مستقيماً ژبني هنري اثار نه دي، داسې ښکاري، چې په حقيقت کې هنري اثر له داسې غير ژبنيو کړنو سره تعلق لري. له دې ټولو سره سره د يوه هنري اثر مفهوم او تجربه له هغو وسايلو او کړنو سره توپير لري، چې له پخوا موږ ته راپاتې دي.
که د هنري اثر تجربه يوې ګوښې ته پرېږدو، د هنري اثر د پنځوونکي نيت ته په پام سره هنري اثر تاريخي سند نه دی. په دې توګه د هنري اثر توليد مستند نيت لري. دا هنري استناد د هر هنري اثر تلپاتې والی او دوام بيانوي. هنري اثر په ميراث پاتې کېږي، په دې معنا، چې زموږ ادبي سرچينې نورو ته لېږدېږي. تاريخي اسناد د ښکارندو د اثبات هڅې کوي؛ خو هنري اسناد له شديدې څېړنې نه خبرې کوي.
هغه څه موږ د هنري اثر ژبه بولو، چې پر مټ يې هغه اثر خوندي کېږي او تر موږ رارسېږي. ژبه خپله هماغه هنري اثر دی. د هرمنوتيک هڅه د داسې څه د معنا روښانه کول دي، چې اثر يې موږ او نورو ته وايي. نو له دې کبله غير ژبنی هنري اثر هم د هرمنوتيک د ځانګړي رسالت په قلمرو کې پاتې کېږي، چې بايد د هرچا په پوهه کې ورزيات شي.
د هنري هرمنوتيک او تاريخي-ادبي هرمنوتيک توپير:
د دې دواړو ترمنځ توپير په دې کې دی، چې ادبي هرمنوتيک د تاريخي بيا جوړونې په معنا دی؛ خو هنري هرمنوتيک بيا داسې نه دی. دا جوته ده، چې د هر اثر اصلي معنا او دنده د نړۍ د تاريخ بيا جوړونه ده؛ خو هنر په دې سربېره يو بل ګام هم اوچتوي. هنري تجربه يوازې په تشخيصېدونکې معنا نه پوهېږې، لکه په کوم ډول چې ادبي-تاريخي هرمنوتيک متونو ته په بيا کتنه کې پوهېږي.
هنري اثر چې څه وايي، خپله ځان له موږ سر مخ کوي. يعنې يو څيز په داسې طريقه بيانوي، چې تر ډېره د هغه څيز په کشف تمامېږي. د داسې څيز ښکاره کول او برسېره کول دي، چې تر دې مهاله پټ وو. د هيجان عنصر پر همدې طريقه ولاړ دی. دا داسې يوه حقيقي، له هستۍ نه ډکه کړنه ده او داسې څه نه دي، چې څوک دې په هره بله طريقه ورباندې پوه شي.
انسان بايد د درک او حتی د هنري کشف لپاره له خپل ځان سره مخ شي نه له تاريخ سره. مهم ټکی په دې کې دی، چې هنري ژبه بايد د هغه واقعيت په وسيله جوړه شي، چې هنر له خپل ځان سره د هر شخص لپاره يوه پوهه لري او په اوسمهال کې د هرې زمانې لپاره خبرې کوي. تاريخي-ادبي هرمنوتيک کولای شي د حال ژبه واوسي، هغه که په تېر مهال کې هم وي، د نن خبره به وي. هنر د تاريخي-ادبي هرمنوتيک نفې نه ده، بلکې د هغو زيار او دنده بل څه دي او د هنري هرمنوتيک دنده او مسؤوليت بيا بل څه دی. په دې يادښت کې زموږ بحث د هنر په هرمنوتيک راڅرخېږي. په حقيقت کې همدا د هنري اثر همزماني ده؛ څو هغو ته اجازه ورکوي، چې د ژبې په وسيله بيان شي.
د هنر په هرمنوتيک کې له پنځوونکي سره هېڅ کار نه لرو. هنرمند يو وخت خبرې کړې دي او پای ته رسېدلې دي، اوس هماغه خبرې دي، چې تر ابده به پاتې وي. د هنر پنځوونکی نشي کولای هره شېبه د خپل اثر ترڅنګ واوسي، بلکې یو تلپاتې اثر لري، هغه که سطحي هم وي. د سطحي هنر اثر هم کولای شي يوازې په تکرارېدو سره ابدي عمر ومومي. په هنري هرمنوتيک کې هره شېبه او هر وخت د هنري اثر بيان کولای شي د هغه معنا لوړه کړي. د هنر د ژبې نه تمامېدونکی ځانګړتيا دی، چې هغه د مفاهيمو په وسيله له هرې ژباړې سره توپيروي او د معنا په لا قوت او لوړېدا تکيه کوي.
هنري هرمنوتيک د تاريخي-ادبي هرمنوتيک له چوکاټه پښې باسي:
د تاريخي-ادبي هرمنوتيک د قواعدو پرمټ نشو کولای، چې د مؤلف نيت او د اثر معنا يې ومومو. تاريخي-ادبي هرمنوتيک په متن کې مطرح شوې پوهه محدودوي؛ خو هنري هرمنوتيک د هنري اثارو د همزمانۍ د علت او د هنر د ژبې د رانغاړلو ليد روښانه کوي. د هنري هرمنوتيک مهم عنصر ښکلاپېژندنه ده. هر هغه څه چې له موږ سره په پراخه معنا (د هنري اثارو په څېر) خبرې کوي، د پوهې د رسالت مطرح کول دي. د ننني هرمنوتيک وړانګې نه يوازې دا چې په ټولو خورې دي، بلکې ډېرې ګټورې او کارنده هم دي. په هرمنوتيک کې د ژبې په وسيله پوهې ته رسېدای شو. له مهمو او اساسي ژبو نه يوه د هنر ژبه ده.
ځينې وخت کولای شو هنري ژبه له هنري تجربې سره يوځای کړو او کله هم کېدای شي يو له بله بېل وي. همداراز کولای شو تاريخي پوهه او تاريخي تجربه په هنري تجربه کې ومومو. تاريخي پوهه هم کېدای شي له هنري تجربې بېله وي؛ خو ډېری وخت يو له بله سره ګډ وي. په هرمنوتيک کې په کلي ډول او په هنري هرمنوتيک کې په جزوي ډول هرڅه يوه بل څيز ته اشاره کوي. هر هنري اثر کولای شي د تاريخ يوه څنډه او د نن ورځې لپاره يوه ښودنه وشمېرل شي.
د هنر له مهمو هرمنوتيکو ځانګړنو نه يوه په دې کې ده، چې هر اثر د معنا په چوکاټ کې وړاندې کېږي. هر اثر کولای شي بېلابېلې او متفاوتې معناوې څرګندې کړي. ګادامر په دې باور دی، چې د هرمنوتيک د نظر ټول شمول والی يوازې د هنري تجربې پرمټ سرته رسېږي. ځکه د هنر د ژبې لويه نښه داده، چې منفرد هنري اثر په خپل وجود کې راټولېږي او داسې يو ښودونکی رضايت بيانوي، چې د هرمنوتيک په لحاظ له ټولو موجوداتو سره تړاو لري.
اخځليکونه:
۱)- گادامر، هانس گئورگ – ریکور پل، هنر و زبان، د مهدي فیضي ژباړه، خپروونکی: رخداد نو.
۲)- نیچه او نور، هرمنوتیک مدرن، گزینه جستارها، د بابک احمدي – مهران مهاجر او محمد نبوی ژباړه، خپراوی: مرکز.
۳)- هگل، فریدریش، درس گفتارهایی پیرامون فلسفه زیبایی شناسی، د زیبا جبلي ژباړه، آبنگاه انتشارات.
۴)- شپرد، آن. مبانی فلسفه هنر، د علي رامین ژباړه، شرکت انتشارات علمی و فرهنگی.
۵)- هَنفلینگ، اُسوالد، چیستی هنر، د علي رامین ژباړه، د هرمس انتشارات.
۶)- دووینیو. ژان، جامعه شناسی هنر، د مهدي سحابي ژباړه، خپراوی: مرکز.
۷)- هوی. ډیوېډ کوزنز، حلقه انتقادی، ادبیات، تاریخ و هرمنوتیک، مراد فرهادپور، انتشارات روشنگران و مطالعات زنان.
۸)- پالمر ریچارد، علم هرمنوتیک (نظریه ی تاویل در فلسفه های شلایرماخر، دیلتای، هایدگر، گادامر)، د محمد سعید حنایي کاشاني ژباړه، د هرمس انتشارات.
۹)- بووی اَندرو، زیبایی شناسی و ذهنیت (از کانت تا نیچه)، د فریبرز مجیدي ژباړه، انتشارات فرهنگستان هنر.
۱۰)- بریس گات – دومینیک مک آیور لویس، دانشنامه زیبایی شناسی، ژباړونکي: منوچهر صانعي دره بیدي – امیرعلي نجومیان – شیده احمدزاده – بابک محقق – مسعود قاسمیان – فرهاد ساسانی، انتشارات فرهنگستان هنر.
۱۱)- عبادیان محمود، برگزیده زیباشناسی هگل، انتشارات فرهنگستان هنر.
۱۲)- جنسن ه.و، تاریخ هنر، د پرویز مرزبان ژباړه، سازمان انتشارات و آموزش انقلاب اسلامی.
۱۳)- کانت ایمانوئل، نقد قوه حکم، د عبدالکریم رشیدیان ژباړه، خپروونکی: نی.