ليکوال: دکتور سيد رضا موسوي ګيلاني
ژباړن: محب الرحمن محب
د هنر او ښکلا د تعريفونو په اړه د فيلسوفانو د اندونو پرتليزه څېړنه
پيليزه په علومو کې تر ټولو سخته چاره د مفاهيمو تعريفول دي. هرڅو که د مفاهيمو تعريف يا اصطلاح پېژندنه د ټولو علومو لپاره حتمي ده او هر علم ته ورننوتل دا راباندې لازموي، چې تر هرڅه مخکې اصطلاح پېژندنې(Terminology) او رېښه پېژندنې(Etymology) ته مټې بډوهو؛ خو د دې چارې سختي د دې سبب شوې؛ څو پوهان دې مقولې ته چندان پاملرنه ونه کړي. له دې کاره لاس په سر کېدل د علم لارويان د علم پر ژبه د پوهېدا پرمهال له ستونزو سره لاس وګرېوان کوي؛ نو ځکه پوهانو هڅه کړې، چې تر وس او توانه د کليدي او اصلي مفاهيمو تعريفونې ته هم وخت ورکړي.
د فکر په تاريخ کې ابن سينا لومړنی کس دی، چې د مفاهيمو او اصطلاحاتو په تعريف يې پيل وکړ او په «حدود» کتاب کې يې د خپل شاګرد، جوزجاني غوښتنو ته ځواب ووايه، په دې او نورو ليکنو يې د فلسفي او منطقي مفاهيمو تعريف ته ځای ورکړ. هغه د تعريف پر ستونزمنتوب، محدوديتونو او د بحث له اړتياوو پوره خبر و او ځکه وايي، چې زه يوازې د نوم شننې او د اصطلاحګانو په اړه اجمالي توضېحاتو ته اوږه ورکولای شم.(۱)
که له نورو علومو راتېر شو، د هنر او ښکلاپېژندنې د تعريفونې چاره خو تر هغو لاپسې ستونزمن کار دی، ځکه هنر د هغو علومو په قلمرو کې ځای لري، چې له ډېرو ډولونو نه برخمن دي او پر عيني عناصرو سربېره بېروني او ذهني عناصر هم پکې په لويه پيمانه ونډه لري. په دې مقاله کې هڅه کوو؛ څو د يوې پرتليزې ارزونې په وسيله د هنر هغه تعريف ته لاس ور وغځوو، چې د هنر ټول ډولونه پکې رانغښتي وي.
له صنعت سره د هنر اړيکه
د هنر فيلسوفانو د معمول په ډول په خپلو آثارو کې د هنر (Art) او صنعت (تخنه/Techne) د تعريف هڅې کړې دي او د دوی دواړو اړيکې يې ښودلې دي. د بېلګې په توګه افلاطون د صنعت د کلمې اطلاق پر ټولو هغو مهارتونو کاوه، چې جوړېږي او سرته رسېږي، لکه نجاري، سياستوالي او يا هم هنري آثار.( ۲) هغه په سوفېست رساله کې صنعتونه په توليدي او اکتسابي وېشي او وايي، چې توليدي صنعت يا د واقعي څيزونو توليد دی او يا هم د محسوسو يا خيالي څيزونو.
د هغه په باور ټول ليدونکي، ادبي او له موسيقۍ سره اغږل شوي هنرونه په هغې عامې طبقې پورې اړه لري، چې صنعت باله شي. نو صنعت هغې حرفې او فن ته ويل کېږي، چې د يوې وسيلې توليد بلل کېږي او په ټولو ډولونو کې يې د ښکلاپېژندنې اړخ د پام وړ نه دی. خو د دې برعکس د هنر ډولونه، چې هغو ته د بشري نوښت مجموعه وايي، له وسيلې جوړونې او ګټنې ورهاخوا د ښکلاپېژندنې اړخ ته پکې پوره توجه کېږي. د بېلګې په توګه کور جوړونه او يا مروجه ګچ کاري که د ګټنې له اړخه ارزښت لري، د ښکلاپېژندنې له اړخه يې هم ارزښت د پام وړ دی. نو ځکه هم د صنعت تر تعريف لاندې ځای لري او هم د هنر.
تکړه هنر پېژندونکی؛ بندتو کروچه په دې باوري دی، چې شهود، ليدل، تماشا، تخيل، وهم، د شکلونو تصور، تجسم او داسې نورې کلمې سره نسبتاً مترادفې دي، چې تل د هنر لپاره کارېدلې دي.( ۳) او دغه مفاهيم، چې تر ډېره ذوقي او ښکلايي اړخ لري، په هنري آثارو کې د ذوق، عاطفې او احساس کارونه په هنري آثارو کې په زبات رسوي.
ځينې وخت د هنر اصطلاحات يوازې ليدونکو هنرونو (Visual Arts)ته کارېدل او کله کله هم په انګېزشي مفهوم(Persuasive) استعمالېدل، چې دا وخت بيا په هغو آثارو کې شاملېږي، چې د ښکلو هنرونو په قطار کې درېدلي وي. (۴)
خو په هر ترتيب يو هنري اثر د بشر په لاس يو جوړ شوی اثر دی، چې له يوې طبيعي ښکارندې(پديدې) سره تفاوت لري. د مثال په ډول ګل يا لمر لوېدنه د ښکلاپېژندنې له نظره ښکلي دي؛ خو ځکه هنري اثر ورته نشو ويلای، چې د بشر له لاسوهنې پرته يې جوړښت موندلی دی. خو يوه مجسمه، نقاشي، کور، د ګچ کارۍ دېوال يا چت که هرڅو د طبيعي بېلګو په پرتله ښکلي نه دي، هنري آثار بلل کېږي، ځکه د بشر د لاس زېږنده دي.