ليکوال: محسن بېګدلي
ژباړن: محب الرحمن محب
د هنر په اړه يوه له مشهورو رايو داده، چې هنر ذاتاً د احساس د بيانولو يوه بڼه ده. دا نظر دومره د ژبو پر سر ګرځي، چې څېړونکي، کره کتونکي، خپله هنر پنځوونکي او د علم و ادب د ډګر لويې سټې يې پر کره والي سره يوه خوله دي. تولستوی په ( هنر څه دی؟) کتاب کې هنر داسې انساني فعاليت بولي، چې د هغه په وسيله انسان په اګاهانه ډول د ځينو بهرنيو نښو له لارې هغه احساسات تر نورو لېږدوي او نور ترې اغېزمنوي، چې خپله يې تجربه کړي وي. حتی په پرېکنده ډول ويلای شو، هنرمندان هغه خلک دي، چې له عاطفي پېښو الهام اخلي؛ خپله وړتيا د کلمو، رنګ، موسيقۍ، تيږې او مرمر، حرکت او دا ډول نورو چارو په وسيله کاروي؛ څو خپل عواطف د يوه هنري اثر په چوکاټ کې تر نورو ولېږدوي.
بندتو کروچه په (هنر څه دی؟) مقاله کې خپل ليدلوری په پوره وضاحت سره تر موږ رارسوي. د دې مقالې نوم په همدې نوم د تولستوی کتاب ته يوه ښکاره اشاره ده او ځينې د نظر خاوندان په دې اند دي، چې کروچه په لوى لاس غوښتل ثابته کړي، چې د هنر په اړه د هغه نظريات د تولستوی له هغو سره څومره توپير لري؛ خو په اسانۍ د دې توپير جوتېدا هم ناشونې ده.
راځو، د هنر په اړه د کروچه د مقالې نچوړ مخې ته ږدو:
که له موږ نه وپوښتل شي، چې هنر څه دی؟، کولای شو په شوخۍ ووايو؛ هنر هغه څه دی، چې هر څوک يې په اړه پوهېږي. دا شوخي تر ډېره بې معنا هم نه ده. ځکه که څوک هېڅ پوه نشي، چې هنر څه دی، هېڅکله دا ډول پوښتنه هم نه شي پوښتلای. په دې کې شک نشته، چې د هرڅه په اړه پوښتنه د هماغې موضوع په اړه د يو څه مالوماتو شتون ته اړتيا لري او دا يې تمه وي، چې د پوښتنې په مطرح کولو سره به يې د موضوع په اړه د مالوماتو پانګه لا غني شي. د انسان فکر د بشپړتيايي پرمختګ ترڅنګ اړ دی، چې د تمدن د ننګونو او د پوهې له سړکه د لنډمهاله انحرافاتو پر مهال په پوره زړورتيا مبارزه وکړي او فيلسوف هم د هنر په اړه د څېړنې پرمهال اړ دی له يو شمېر کږلېچونو واوړي او رښتينې لاره ومومي. هغه کسان چې هنر د شهواني غريزې توليد بولي، د خپلې نظريې د ثبوت لپاره ځينې داسې دلايل وړاندې کوي، چې هنر ته له شهواني غريزې سره د اړيکې ورکولو پرځای له نوموړې غريزې نه د هغه پر بېلېدا کره ثبوت ګرځېدای شي.
دا چې د حقيقت او درغلۍ ترمنځ نږدې اړيکې موجودې دي، د حقيقت بیان د هغه کشمکش پايله ده، چې حقيقت د هغو په وسيله په خطا او جعل باندې د ککړوالي او تورنوالي پروخت له هغه جعلي او خطا چاپېرياله پښې سپکوي. دلته دا د ستاينې وړ، خو نه ترلاسه کېدونکې هيله را ټوکېږي، چې کاش حقيقت مستقيماً او له کشمکش او مبارزې پرته را زرغونېدلای….
په اصل کې ممکن ترهغه څوک د يوه حقيقت په بيانولو ونه توانېږي؛ څو يې هغه لارې چارې نه وي سنجولې، چې د هغه حقيقت د تحقق لپاره وړانديز شوې دي او يا فکر ورباندې کېدای شي.
که چېرې يوې کوچنۍ فلسفي علمي رسالې او يا هم د نظري مسايلو اړوند کتابګوټي ته سر ورښکاره کړو، وينو چې له هر ډول استثنا پرته ليکوال د رد او يا کره کتنې په موخه د خپلو هغو عقايدو نچوړ د څپرکي په پيل او يا هم د کتاب په منځ کې راوړی، چې حقيقتاً وجود لري او يا يې د شتون شونتيا موجوده وي. دا چاره ثابتوي، چې هرڅوک د یوې موضوع په اړه څېړنې ته مټې بډ وهي، اړ دی ټولې هغه لارې چارې تر لاس لاندې ونيسي، چې په مختلفو تاريخي دورو کې وړانديز شوې دي او يا ممکن د يوې ښې حل لارې د موندلو په موخه فکري لابراتورا ته وړاندې شوې وای.
اوس بېرته هغې پوښتنې ته راګرځو، چې د پورتنۍ مقدمې ليکلو ته يې اړايستم. د هنر څه دی؟ پوښتنې په ځواب کې په ساده توګه ویلای شم، چې هنر له ليدلو يا شهود نه عبارت دی. شهود، ليدل، تخيل، وهم او تجسم تقريباً سره مترادفې کلمې دي، چې همېشه د هنر په اړه د بحث پرمهال کارول کېږي او زموږ فکر د يوه واحد مفهوم لوري ته کشکاږي او دا خپله د نظرونو په اتفاق دلالت کوي.
خو د دې ځواب معنا، چې هنر له شهود نه عبارت دی له هغو څيزونو سرچينه اخلي، چې دا تعريف په ښکاره توګه هغه نفې کوي او هنر له هغه بېلوي.
لومړنی منفي تعريف دادی، چې هنر طبيعيات نه دي. يعنې نشو ويلای، چې هنر له رنګونو او يا د معينو رنګونو تر منځ له تناسب څخه عبارت دی او يا هم د برېښنا د انرژۍ او نورو طبعي خواصو ښودنه ده. له طبيعياتو سره د هنر د اړوندولو د تېروتنې سرچينه عمومي افکار دي او څنګه چې ماشومان د صابون د ځګ له پوکاڼۍ نه په منګلو کې د شنې زرغونې د نيولو هيله پالي؛ هماغسې د بشر خاطر هم پر ښکلو څيزونو مين دی. ميلان لري، چې د ښکلا سرچينه په بهرني طبيعت کې ومومي او ځان موظف بولي، چې په ځينو څېرو د ښکلو او په ځینو د بدرنګو اطلاق وکړي. خو همدا طريقه حتمي څو ځله په قصدي توګه او په منظمو لارو چارو د تفکر د تحول په تاريخ کې کارول شوې ده. يوه بېلګه يې هغه قواعد دي، چې د رنسانس او لرغوني يونان د تمدن په دوره کې هنرمندانو د بدن د ښکلا د پېژندنې لپاره وضع کړل او بله بېلګه يې هم هغه مفکورې دي، چې د غږونو او بڼو د عددي او هندسي تناسب لپاره ايجاد شوې او بالاخره د نولسمې پېړۍ د ښکلاپېژندنې د متخصصينو څېړنې او څرګندونې دي، چې اوس هم د کمو مالوماتو لرونکي کسان د ارواپوهنې او طبيعي علومو په کړيو کې له هنر سره د هغو پر اړيکو نيوکې کوي.
پردې تعريف چې هنر له شهوده عبارت دی، يوه بله منفي کرښه هم راکاږل کېدای شي؛ هغه ځکه چې که چېرې هنر شهود وبولو او شهود بيا د کلمې په اصلي معنا په ليدلو، او مشاهدې معنا کړو، نشو ويلای، چې د هنر ځانګړنه د هغه ګټورتوب دی، ځکه له يوه ګټور څيز نه اخيستونکې پايله د لذت جلبول او رنځ او درد لرې کول دي او دا په داسې حال کې ده، چې هنر ذاتاً له ګټورتوب، خوښۍ او يا غم سره هېڅ اړيکه نه لري. د بېلګې په توګه تږي ته د اوبو د څښلو خوند، په آزاده هوا کې ګرځېدل او يا د ژوند د لا سمون لپاره د يوې بلې کړنې ترسره کول هېڅ هنري خاصيت نه لري.
په شهود باندې د هنر تعريفول د درېيم ځل لپاره هم رد کېدای شي. ځکه هنر اخلاقي کړنه ده. داسې يوه کړنه، چې ګټورتوب، خوند او درد ورپورې تړلي دي؛ خو په خپله کوم ګټور يا لذت بښونکي څه نه دي. بلکې په يوه لوړه معنوي دايره را څرخي او دا په داسې حال کې، چې شهود يوه عملي کړنه ده او د دې ټکي له مخې د هر کار پروړاندې يو عمل موجود دی. له پخوا زمانو مروجه ده، چې هنر د ارادې زېږنده نه دی او هغه نېکه اراده د هنرمندۍ لپاره شرط نه دی، چې له يوه سالم شخص سره حتمي مل وي. دا چې هنر د ارادې زېږنده نه دی، له هر ډول اخلاقي قضاوته به هم مبرا وي. دا د دې لپاره نه چې د يوه استثنايي امتياز له مخې به يې دا خاصيت موندلی وي، بلکې يوازې د دې لپاره، چې د اصولو له مخې د هنر په اړه هر ډول اخلاقي قضاوت ناشونی دی.
يو هنري انځور ممکن يوه داسې کړنه رانغاړلې وي، چې له اخلاقي نظره د ستاينې او يا هم برعکس د غندنې وړ وي؛ خو خپله هماغه انځور د يوه انځور په توګه اخلاقاً نه د ستاينې وړ دی او نه د غندنې لياقت لري. دا ټکی هم تصديقوم، چې د هنر اخلاقي فلسفه د هماغو خپلو تناقضاتو په وسيله ګټوره ده او وي به. سره د دې چې تر دې مهاله يې کومه لوړتيا نه ده ترلاسه کړې؛ خو همېشه هغه ځواک پاتې شوی، چې هنر له ورسره ګډو لذتبښونکو محسوساتو څخه بېلوي او په لوړو پوړيو کې يې کېنوي.
«د کروچه پر مقالې کره کتنه» په بله لیکنه کې.
- د (هنر په خپله بڼه) له کتاب څخه.