د مینې مجلې په څلور څلوېښتمه ګڼه کې د استاد سعدالدین شپون صیب هغه لیکنه چې (د هنر په باب زما ځينې تجربې او تصور ) په نوم یاديږي د هنر په اړه د هغه یوه ښکلې تجربه ده، دشپون صیب د لیکنې ډول ساده دی او د هیچا له سویې هم پورته څه نه وايې، یانې شپون صیب زمونږ پام دېته ور اړوي چې څنګه کولای شو یوه هنري لیکنه وکړو. استاد شپون په خپله لیکنه کې د هنر په اړه د خپل ژوند اوږده ادبي او هنري تجربه په ډېر ماهرانه انداز سره څرګنده کړې او د هنر د یوې مهمې ځانګړنې په هکله وایې: یوه ګونګ او ناویل شوي احساس ته په ژبه کې داسې يو انډول پيدا کول چې نور، نو ګویا شي، د هنر يو پرېکنده خصوصیت دی. شپون صیب وړاندې ليکي: دغه ګونګی دې که ګویا کړ نو بيا داسې خبرې او عمل ورباندې وکړه چې نوې وي، مانا دا چې د تخيل قوت ور سيخ کړه.
استاد شپون د خپلې خبرې د ثبوت لپاره د سعدي خبره رانقلوي:
سخن ګفت بدانست و دوست + که در مصر نادانتر ازوی هموست
شپون صیب د هنر د ارزښت په خبره ټينګار کوي او پوښتي: دا تصویر په کښلو ارزيده؟ نوی و؟ که بل چا هم کښلی و؟ او که نوی و، نو آیا د ژوند کوم تياره ګوټکی یې رڼا کړ؟
استاد د خپلې وروستۍ خبرې په توګه د هنر په هکله پخپله لیکنه کې پوښتنه کوي او لیکي: د کومې پېښې یا فرد یا ټولنې کومه داسې څېره یا خاطره یې ژوندۍ کړه چې پایښت ولري؟
که د شپون صیب وروستۍ پوښتنې ته سړی لږ تم او ځير شي، نو وبه وايې چې رښتیا وايې، په هنر کې چې د پایښت رنګینه او ژوندۍ جذبه نه وي نو ګویا هغه هنر نه دی! د یو لیکوال په هره ادبي پنځونه کې چې تخیلاتي رنګ زیات وي، هغه د خلکو او ولس په منځ کې تر ډېره ژوندۍ پاتې کیږي. د دوی په زړونو کې د خپل پیر (دورې) د فکرونو، غوښتنو، انګیرنو، ارزښتونو او ایډیالونو سره سم د مینې او محبت ماڼۍ رغوي. په هره کچه چې د شعر، نظم او نثر ژبه عام فهمه وي، تخیلي او هنري قوت یی زیات وي، په هماغه اندازه د خپل ادب د هر رنګین پسرلي په غیږه کې د یوې تازه ورشو په شان ځان تازه او ارزښت یی تل ساتلی وي. هنر دا نه دی چې سړی دی په وچ او شنه زور خپله لیکنه، شعر او یا کوم بل مطلب څوک په چا ولولي، دا نه یوازې د لیکوال په نه لیکوالۍ دلالت کوي، بلکې د لیکوال په ذاتي جوهر کې د هغه د خامۍ يو ښکاره ثبوت هم دی. له دې سره سره د یوې ژبې د ادب ډګر هم تود نه شي ساتلی او پر همدغه لیکوال څوک د لیکوال باور نه شي کولای. که هنر په ورځني ژوند کې د شنو کمرو او کاڼو څخه د هار او امېل پیرل وي، نو بیا خو د هر وګړي په عادي ژبه خبرې چې انسانان خپلې اړتیاوې پرې پوره کوي او د پوهولو او را پوهولو وسیله یې ګرځوي هم هنر وبولو؟ او یا دا چې په خوله څه در ځي، د کاغذ مخ پرې توروه، نو دا هنر دی او د هنریت تاج به ستا په سر وي.!! نه داسې نه ده…
فکر وکړئ که یو څوک تاسو ته له هغو رنګا رنګ کاڼو څخه یو هار جوړ کړي چې غمی ترې نه وي ایستل شوي او تاسو ته یی په غاړه در واچوي، آیا هغه به له هغو غمیو چې تر ډېرې خوارې وروسته له همدغه کاڼي ایستل شوي وي ښه وي؟ نه هیڅکله نه….! دلته همدا غمي د هنرمن هنریت په ډاګه کوي ،له شته ارزښتونو نوی شی جوړوي او نیغه زړونو ته لاره کوي. یا که همدا غمي لرونکي کاڼي د زرګر تر لاس تیر شي، نو داسې د ښکلا په ګاڼه سینګار هار به ترې ساز کړي چې سړی به ورته هک حیران او غاښ په ګوته پاتې شي، ډېر خلک خو به وروسته دا خبره هم کوي چې: هو والله کټ مټ همدا شی زما په زړه کې هم ګرځیده، خو را ایستی می نه شو.
یوه ډله خلک به مو نور هم لیدلي او یا به مو ترې اوریدلي وي، کله چې يو څوک ورته تصادفا یوه داسې خبره وکړي چې د دوی پر زړونو د زړه له کومې ښه ولګي او یا خو عالمانه وي، نو حتما که دغه اوریدونکی په خوله څه ونه وايې، په زړه کې خو وايې چې: هو والله څه ښه وايې! رښتیا وایې… همدا خبره چې د اوریدونکي سره پخوا هم په زړه کې وه، خو له زړه یی د را ایستو چل نه ورته، یا یی په خپل ورځني ژوند کې دغې پېښې او خبرې ته هيڅ پام نه و. همدا هنر دی چې ځينې یی د پنځولو وړتیا لري، خو ځينې نور یې له شتو ارزښتونو سره سره له خولې څخه په را ایستلو هم نه توانیږي.
د هنر یوه ښکلا په دې کې ده چې هغه لکه شاهین له ډېر لوړ اسمان څخه په خپل ښکار پسې له هرې زاویې نظر کوي او د خپل ښکار د لاسته راوړنې په موخه پر دې پرته ځمکه له پاسه پرواز کوي، هر لوری څاري، خپلې موضوع ته د حقیقت په سترګه ګوري او د یو داسې پيغام په لټه کې وي چې هر څه بدل بدل او هر چاته د هر چا د زړه خبره شي! هو هنر هم ورته مثال لري!!!!
که څوک له یو چا وپوښتي چې کومه خبره دې په زړه چک لګوي؟ نو حتما په ځواب کې وايي: هره هغه خبره چې زه پرې پوه شم! یانې پسته، نرمه، روانه، ساده او د خلکو د ژبې سره سمه خبره وي. هو دا سمه ده ځکه چې د ولس ژبه وي، دوی پرې ډېر ښه پوهیږي او بې درېغه یې زړه ته لاره کوي، خو که سړی د بل په تقلید پسې مزي راټينګوي او په کلیشيې ډول یی د بل خبرې تکراري وي، یا هڅه کوي چې نورو یی په لیکلو کې د هنري ارزښت نوم ګټلی وي، نو دوی دې بیا ځانته د هنرمن نوم نه ورکوي او نه یې لیکنه هنري خوند او رنګ درلودای شي.
د یوې هنري لیکنې په را منځته کولو کې زمونږ د ادب د څانګې زیاتره زده کوونکي او زده کړیالان له دې ستونزې سره ډېر لاس او ګریوان وي. دوی تل هڅه کوي چې په شنه زور یی خپل لیکلي مطلب ته د هنریت جامه ور واغوندي، خو په داسې مواردو کې پرته له بې خوندۍ، بل ته د سرخوږۍ جوړولو او د خپلو هغو پټو ذاتي وړتیاوو څخه د بې برخې کیدو څخه له بل هیڅ شي سره نه مخ کيږي. که د نورو تر اغیز لاندې شوو، خپلې وړتیاوې، استعدادونه او فکرونه د نورو په فکر او د هغوی په هنریت کې بایلو، نو د خپلې ادبي قریحې د زیانمنې کیدو څخه پرته بله کومه مثبته پایله په لاس نه راځي، ځکه هر انسان جلا فکر، ذوق، خیال او هنر لري، که په نورو پسې لاړ نه شوو، هغه څه چې مونږ یی پنځوو زمونږ خپل وي او د هغه نورو خپل، یا که په بل ډول ووایو: مونږ، مونږ وا اوسو او هغه نور نور… او یا هم چې څنګه یوو هغسې شوو اوهغوی چې څنګه وي، وي دی! پروا یې څه؟؟؟؟؟ په دې صورت کې ویلی شوو چې د خپلې وړتیا سره سم یو هنر یا نوښت را منځ ته کولای شو، که نه هسې نور خپل سیوری په کاڼو ولو او له لاس به مو هیڅ ټک نه خیژي.
وايي: کارغه د زرکې تګ زده کاوه، خپل ځينې هیر شو
په هغه صورت کې یو لیکوال د خپل ادب په ډګر کې ټولنې ته ځان د یو بریالي لیکوال په توګه ور پيژندلی شي چې پورته یاد شوي ټکي په پام کې ولري، یا دا چې که د هنر د پاغوندې ګل له ځانه وسپړو، نو زمونږ هنر به د واقعیت بڼه خپله کړي.
د هنري ذوق څښتن یا د هنري پنځ ایجادونکی څه له اسمانه نه را کوزیږي، خو د همدغې پرتې ځمکې پر سر د نورو انسانان غوندې یو خدای پيدا کړی بشر دی چې د خپلې ښکلې معنوي او مادي نړۍ له شتو ارزښتونو څخه رنګین انځور جوړوي او مونږ یې هنر بولو.
په خپل هنري ذوق او مینه
لیوال افغان
[review]