هوښيارتیا (Intelligence)
هوښیارتیا د انساني ټولنو په وده او پرمختګ کې اغېزناک رول لوبوي او هوښيار کسان د ټولنې درانه کسان دي. د پښتو دا متل چې «له کم عقل دوست نه هوښیار دښمن ښه دی » مونږ ته په پښتني ټولنه کې د هوښیارتیا ارزښت راپه ګوته کوي. هوښیارتیا د ساپوهنې موضوع او د سړیتوب (Personality) مهمه برخه ده. هوښیارتیا ته د ورځني ژوند د چارو د سرته رسولو په ډیرو برخو کې اړتیا ده ؛ له دې کبله ئې د ډیرو پوهانو پام ځانته را اړولی دی او د خپلو څیړنو برخه ئې ګرځولې ده.
آی کيو څه ته وايي؟
آی کيو يا IQ د (Intelligence Quotient) مخفف دی چې د ځيرکۍ، پوهې يا هوښيارۍ د کچې، ضريب يا تولې په مانا دی. آی کيو د هر کس د منطقي او رياضيکي ځواک د اندازه کولو لپاره پکاريږي او په عدد ښوول کيږي. آی کيو د يوه کس د هوښ پرتليزه کچه ښيي او د انسان اصلي عمر له عقلي عمر سره پرتله کوي. د بېلګې په ډول د ۱۰۰ آی کيو درلودنکی ذهني ځواک د هماغه عمر د بل کس له ذهني ځواک سره پرتله کېږي.
د آی کيو (IQ) ټکی په ۱۹۱۲ زېږديز کال کې د جرمني ارواپوه ويليام سټرن (William Stern) له لوري وړانديز شو او بيا د انګلستان ساپوه فرانسس ګالټون Francis Galton هڅه وکړه چې د هوښيارتيا درجه اندازه کړي چې بيا وروسته امريکني ساپوه ميک کرين کټل (Mc Kreen Cattle) دده نظرېه خپله کړه او د سوچ يا ( اند ، فکر ) په نامه تله ئې جوړه کړه چې نن ورځ د امريکا د هوښيارتيا د تلو د ساپوهنې بنسټ جوړوي. همدا شان فرانسوي پوه الفرد بي ني (Alfred Binet) په ۱۹۰۵ ز کال کې د فرانسې د پوهنې د وزارت په غوښتنه سره دهوښيارتيا يوه تله جوړه کړه چې په اروپا کې د هوښيارتيا د تلو د ساپوهنې تاداو جوړوي . بي ني (Binet) د هوښيارتيا يو شمير پوښتنې جوړې کړې او کومې پوښتنې چې د يوه عمر د کسانو دری پر څلور ۴ /۳ برخې سمې حل کړې وې هغه ئې د هماغه عمر د کسانو د هوښيارتيا ناپ يا اندازه وګڼله. که چا به د کوم عمر ټولې پوښتنې سمې حل کړې وې نو د هغه عمر هوښيارتيا به ورته ومنل شوه او د نورو حل کړو پوښتنو به یو پر پنځه برخه ورسره جمع کيدله ځکه چې د هر عمر د کسانو له پاره د هوښيارتيا پنځه پوښتنې جوړې شوې وی .د بيلګې په توګه که يوه نهه کلن ماشوم د اته کلن د هوښيارتيا ټولې پوښتنې، د نهه کلن څلور، د لس کلن دری او د يوولس کلن هم دری پوښتنې حل کړې وی نو دا ټولې لس پوښتنې کيږي چې يو پر پنځه برخه ئې چې دوه کيږي د اتو سره جمع کيږي او لس تر جوړيږي نو ددې نهه ( ۹ ) کلن ماشوم هوښيارتيا د خپل عمر د کسانو څخه زياته ده او د لس کلنو ماشومانو د هوښيارتيا سره برابره ده .د شميرنې پدې طریقه ويليم شټرن (William Stern) ا عتراض وکړ او وړانديز يې وکړ چې د هر تن د هوښيارتيا لويوالی دې د هغه په عمر وويشي.د هو ښيارتيا دا ویش (Intelligence Quotient) چې په لنډو تورو سره آی کيو(IQ) نوميږي نن ورځ د هوښيارتيا يوه داسې توله يا ناپ او اندازه ده چې د هوښيارتيا په ټولو تلو کې په پکار وړل کيږي.
بايد په ياد ولرو چې «د غټانو د هوښيارتيا څه نا څه نيمايي تر څلور کلنۍ پورې وده کوي او نور په سلو کي (۳۰) ئې تر اته کلنۍ پوری منځ ته راځي». همدا شان د ( ۱۷ ) کلنۍ تر عمر پورې پاتې په سلو کې (۲۰ ) وده کوي او تر څلويښت کلنۍ پورې بيا نسبتا ثابته پاتې کيږي او وروسته ورو ورو کميږي خو که سړی معنوي فعال پاتې شي؛ نو ددې کمښت مخه هم په ډيره کچه نيول کيږي.
د نړۍ کابو دوه پر درې برخه وګړي له ۸۵ څخه تر ۱۱۵ پورې د آي کيو درلودونکي دي او ايله پنځه په سلو کې کسان له ۱۲۵ څخه زياته آی کيو لري خو په عمومي ډول ارواپوهان له ۹۵ تر ۱۰۵ پورې د آی کيو درلودونکي عادي کسان ګڼي. د آی کيو په اړه د څېړنو پر بنسټ له ۷۵ څخه د ټيټې آی کيو لرونکي په ذهني ډول وروسته پاته کسان دي. له ۷۵ تر ۹۰ پورې د آی کيو درلودونکي د کمزوري ذهني ځواک درلودنکي او له ۹۰ څخه تر ۱۱۰ پورې د آی کيو درلودونکي عادي وګړي دي.ځيرک او هوښيار کسان له ۱۱۰ تر ۱۲۵ آي کيو درلودونکي دي او له ۱۲۵ تر ۱۳۵ آي کيو درلودونکي بيا د ډېر تېز ذهن او هوښ لرونکي کسان دي. هغه کسان چې له ۱۳۵ پورته آی کيو ولري؛ نابغه ګڼل کېدای شي.
د مور او ماشوم په اړه
د ماشوم له زېږېدنې وروسته تر دوه کلنۍ پورې د ماشوم آی کيو په ښه توګه لوړېدای شي. په دې وخت کې ښه تغذيه او ساتنه کولای شي د ماشومانو آی کيو تر ۲۲ درجو پورې لوړه کړي.ماشومانو ته د مور د شيدو نه رسېدل او يا کم ورکول کولای شي د ماشوم آی کيو تر نهو درجو پورې راټيته کړي. د باردارۍ پر مهال د مور په بدن کې د وسپنې کمولی کولای شي د ماشوم آی کيو تر نهو درجو پورې راټيټه کړي. همدا شان د زېږون پر مهال د کم ځواکه او کم وزنه ماشومانو آی کيو تر پنځه درجو پورې کمېدلای شي.
د آی کيو په ازموينه کې د لوړو نمرو تر لاسه کولو او د ذهن ځواکمنولو لپاره فکري لوبې، سپورت، لږ تلويزيون ليدل، لغتونه يادول، پوره خوب، د شپې له خوا لږ ډوډۍ خوړل، وطني ډوډۍ – سبوس لرونکې ډوډل خوړل ګټور دي.
آی کيو د نويو څيزونو د زده کولو، له نويو حالتونو سره د وړ غبرګون، له چاپېريال سره چلند او د تفکر وړتيا مالوموي. ارواپوهان باور لري چې د بريا لپاره يوازې لس تر پنځهويشت په سلو کې آی کيو بسنه کوي. د دوی په وينا ډېر مهال په سوداګرۍ، قانون، زدکړې او نورو برخو کې د آی کيو او مسلکي بريا تر منځ اړيکه صفر اوکله ناکله هم منفي کېدای شي. ځينې مهال هغه کسان چې لوړه آی کيو لري؛ ښې دوه اړخيزې اړيکې نه لري او په ټولنه کې بې لاس او پښو (لټ) کسان ګڼل کيږي. د همدې لاملونو پر بنسټ يوه بله ازموينه چې د يوه کس د رښتينې پېژندنې او ذهني ځواک واقعي ښوونه کوي؛ رامنځته شوه چې د احساساتي هوښيارتيا په نوم ياديږي. په دې ازموينه کې د پاروونکو او ځوروونکو شرايطو پر مهال د هر کس د ځواک او غبرګون کچه په ښه ډول ټاکل کېدای شي.
احساساتي هوښيارتيا يا (EQ – EI) Emotional Intelligence:
په دې وروستيو کې ارواپوهانو د آی کيو پر ځای د Emotional Intelligence يا د احساساتي هوښيارتيا کچ رامنځته کړی او د آی کيو پر ځای د دې ازموينې د کارولو وړانديز کوي. د ارواپوهانو په وينا په عادي حالت کې د ډېرو انسانانو آی کيو او تر فشار لاندې د هغوی اي آی توپير لري او دا توپير بايد په پام کې ونيول شي. په دې ازموينه کې د انسان – خپل ځان، انسان – انسان او انسان – چاپېريال تر منځ اړيکې او احساسات په پام کې نيول کيږي او د بېلابېلو پېښو پر وړاندې دانسان طبيعي غبرګون ازمویل کيږي. همدا شان په دې ازموينه کې د انسان د پنځه ګونو حواسو غبرګون او د بدن حرکات تر څېړنې لاندې نيول کيږي.
ارواپوهانو موندلې ده چې د خپلو او نورو کسانو د احساساتو درک او په هغو پوهېدل د يوه بريالي، هوسا او خوښ ژوند کيلي ده. هغه کسان چې خپل او د نورو احساسات درک کړای شي؛ هغوی کولای شي چې حتی په ناسمو شرايطو کې د خوښۍ او بريا لپاره خپل فکر په کار واچوي او د بريا لار ومومي.
د اي- آی يا احساساتي هوښيارتيا د څرنګوالي او پياوړتيا لپاره لاندې پنځه فکتورونه په پام مې نيول کيږي:
- ځان پېژندنه:
د ځان پېژندنې په مرسته د خپلو احساساتو کنټرول او پر ځان باور پياوړی کولای شو.
- ځان کنټرولول:
له دې فکتوره په ګټه اخستنه د منفي غبرګون کنټرول، امانتولي، رښتينولي، وجدان، انعطاف يا بدلون او نوښت روزلای او ځواکمنولای شو.
- انګېزه:
د دې فکتور په مرسته د منفي فکر پر ځای مثبت دودول، لوړو پوړيو ته رسېدل، ژمنتيا، ابتکار يا په فرصت کې عمل او هيلهمندي غښتلې کولای شو.
- اخلاص:
له دې فکتوره په ګټه اخسته کولای شو د نورو په فکرونو اغېز وکړو او د خپلې بريا لپاره د هغوی د احساساتو اغېز وڅېړو. همدا شان نورو ته د چوپړ، د نورو د پرمختګ لپاره فکر او کار، نورو ته فرصت ورکول، سياسي ويښتوب او د نورو د درک او پېژندنې قوې پياوړې کړو.
- ټولنيز مهارتونه:
د ځاني اړيکو غښتلتيا او له نورو سره وړ چلند د برياراز دی. پوهېدل، متقابل چلند، خبرې اترې او لوړه اي-کيو په سرو اقتصادي راکړو ورکړو کې مهم عناصر ګڼل کيږي او دا ټول د اي-آي د پنځم فکتور عناصر دي. د دې تر څنګ په نورو اغېز يا د نورو د قانع کولو تکتيک، اړيکي يا نورو ته د روښانه پيغام رسول، رهبري، د بدلون او مديريت، د شخړو مديريت، پور او د راکړې ورکړې وړتيا او ټيم رامنځته کول د ټولنيزو مهارتونو له ډلې دي.
روحي هوښيارتيا يا SQ) Spiritual Intelligence)
د دې دوو هوښيارتياو تر څنګ يوه بله هوښياري هم شته چې روحي هوښيارتيا يا (SQ) Spiritual Intelligence نومول شوې او دا هغه هوښياري ده چې له کبله يې موږ انسانان ګڼل کېدای شو. د دې هوښيارتيا پر بنسټ موږ کولای شو پلان جوړ کړو، احساسات کنټرول کړو، د ژوند په مانا پوه شو، له ژوند وروسته حالت په اړه فکر وکړو او په نړۍ کې له خپل شتون څخه مثبته ګټه واخلو.
اخستنې:
ساپوهنه – ارواښاد ډاکټر کبير ستوری
__________________________________
محمود سعيد
[review]Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.