په یوه زمانه کې یو هوښیار غل و، چې د خلکو څخه به یې غلا کوله؛ خو بېرته به یې غلا شوې روپۍ او شیان په غریبو او اړمنو کسانو وېشل.
نورو غلو به د ده سره په دغه کار باندې کینه او قصد کاوه؛ نو ده ته یې یو چل جوړ کړ او ورته یې وویل، که ته داسې تکړه یې؛ نو د پاچا د خوب جامې راپټې کړه!
نوموړي د غلو چېلنج ومانه او له ځان سره یې یو پلان جوړ کړ، چې په څه ډول به د پاچا د خوب کالي غلا کوي.
هغه د پاچا ماڼۍ ته ورغی او ویې کتل، چې پاچا ویده دی؛ نو د پاچا په کټ کې یې د سرو مېږیو یو ډک بوتل پرانېست او مېږیانو پاچا ډېر سخت وچیچه. پاچا د مرستې لپاره چیغې کړې او خدمتګاران یې ورته په بیړه راغلل او د مېږیو په لټولو بوخت شول. په همدې وخت کې غل د پاچا څخه جامې وویستلې او وتښتېد.
غلو چې له نوموړي سره د پاچا جامې وکتلې؛ نو هغه یې د خپلې ډلې مشر وټاکه.
ژباړه: زاهدالله ځلاند