ژباړه: ع.ب سهاک سمسور
لیکوال: بینیش جمیل
ډېره پخوا زمانه کې په یو لرې ملک کې داسې قاعده وه چې پدې ملک کې خلکو هر کال خپل پاچا بدلاوه. څوک به چې پاچا کیده، له هغه سره به یو تړون لاسلیک کیده چې نوموړی به یو کال وروسته له خپلې دندې تیریږي او دا پاچا به یو لرې ټاپو لیږدوي، او پاچا کولای هم نشي چې له هغه ځایه بیرته راشي.
کله چې به د پاچا یو کلنه دوره پوره کیده هغه به په یوه خاص ټاپو کې پرېښودل کیده تر څو خپل راتلونکی ژوند هلته تیر کړي، پاچا ته ډېر زیات ښایسته کالي وراغوښتل کیده، په فیل به يې سپراوه او په ټول ملک کې به دده د خدای پامانئ مراسم تر سره کیدل. دا شیبې نو د پاچا تر ټولو غمګینې او خطرناکې شیبې وې او بیا به يې د تل لپاره په هغه ټاپو کې پرېښوده.
یو ځلې خلکو خپل پخواني پاچا په ټاپو کې پرېښی وه، بیرته راتلل، ګوري چې یو غټه بحري بیړئ لږ مخکي ډوبه شوې او یو ځوان د یوې وړې تختې په مرسته ځان ساتي. دا چې خلکو نوي پاچا ته اړتیا وه نو دا ځوان یې له ډوبیدو وژغوره او په خپله کښتي کې یې له خپل ځان سره هیواد ته راوسته. خلکو لدې ځوان نه ددې کال د پاچاهي غوښتنه وکړه. لومړی خو هغه ځوان وه نه منل خو بیا وروسته د یوه کال لپاره د پاچا کیدو لپاره راضي شه.
خلکو د پاچاهئ ټول اصول او قواعد ځوان پاچا ته ورښودل او دايې هم ورته وه وییل چې یو کال وروسته به یوه ځانګړي ټاپو ته وړل کیږې او خپل پاتې ژوند به هلته تیروې. د پاچاهئ په دریمه ورځ ځوان پاچا خپل وزیر ته وه وییل چې ماته هغه ځای راښکاره کړې چیرته چې ټول پاچایان لیږل شویدي. وزیر د پاچا د غوښتنې احترام وکړ او د هغه ټاپو د ښودلو تابیا یې ونیوله، ټاپو په بشپړه توګه یو ځنګل وه او ځنګلي ځنارونو نه ډک وه، ددې ځنارو غږونه له ټاپو نه بیرون هم اوریدل کیده، ځوان پاچا د تیرو پاچایانو هډوکي هم ولیدل. هغه پوه شه چې یو کال وروسته به دده هم دا حال وي او ځنګلي ځنار به یې ټوټه، ټوټه کړي او وخوري.
کله چې خپل ملک ته بیرته راغی نو یوه ډله مضبوط او تګړه، سل مزدوران یې را غونډ کړل، هغه ټول یې دې ټاپو ته یوړل او امر یې وکړ چې په یوه میاشت کې به ټول ځنګل پاک کړئ، ټول ځناور وه وژنئ او ټولې بیکاره ونې لمینځه یوسئ. هغه به هره میاشت خپله د ټاپو نه لیدنه کوله او خپله یې ددې کار مسولیت په غاړه درلوده. په لومړي میاشت کې ټول ځناور وه وژل شول، او ډېرې بیکاره ونې یې هم اره کړې، دویمې میاشتې پورې ټول ټاپو بشپړ پاک شوی وه.
اوس پاچا مزدورانو ته امر وکړ چې د ټاپو په مختلفو سیمو کې ښایسته باغونه کیږدئ، له ځان سره یې کورنئ ځناور، لکه مرغئ، غواګانې، پسونه، چرګانې، مرغاوي او داسې نور ټاپو ته انتقال کړل. په دریمه میاشت کې پاچا امر وکړ چې یو ډېره ښکلې مانئ ودانه کړې او د ټاپو غاړې ته يوه غټه بندرګاه هم جوړه کړئ. ورو ورو د میاشتو په تیریدو سره هغه ټاپو په یوه ښایسته ښار باندې بدل شه.
ځوان پاچا ډېر ساده ژوند درلوده او په خپل ځان به یې ډېر کم مصرف کاوه، د خپلې پاچاهئ ډېر عواید یې د ټاپو په جوړولو مصرفول، له لسو میاشتو په تیریدو سره پاچا خپل وزیر ته وه وییل چې زه پوهیږم چې دوه میاشتې وروسته به ما هغه ټاپو ته لیږئ نو زه غواړم همدا اوس لاړشم. وزیر ورته وه وییل چې تاسو اوس نشئ کولای نو باید دوه میاشتې نور هم پاتې شي او چې کله کال پوره شه نو تا به هم په هغه ټاپو کې پریږدو.
بالاخره دوه میاشتې هم تیرې شوې او د پاچاهئ یو کال پوره شه، د قاعدې او اصول مطابق خلکو پاچا ته ښایسته جامې ور واغوستې، په فیل یې سپور کړ او په ټول ملک کې یې وګرځاوه، تر څوخپل ملت سره خداي پاماني وکړي، د د نورو پاچایانو برعکس دا پاچا د خدای پاماني په مراسمو کې ډېر خوشاله وه، خلکو ترې وه پوښتل: په دې وخت کې نورو پاچایانو ژړل او تاسو خاندئ، ددې څه علت دی؟
دې ځوان پاچا ورته په ځواب کې دا شعر وه وایه: ته چې پیدا شوې تا ژړل خلکو خندا کړه ـــــ داسې مړ شه چې ته خاندې خلک ژاړي. ما داسې ژوند دلته کړی دی! کله چې ټول پاچایان د ماڼیو په رنګنیو کې ورک ول هغه وخت ما د راتلونکي لپاره فکر کاوه او د هغه لپاره مې عملي کړنلاره تیاروله. ما هغه ټاپو نه داسې ښایسته ځای جوړ کړی چې زه به مې خپل راتلونکی ژوند ډېر خوندور او ارامه تیر کړم.
[review]