لیکنه: یحیی همیم
زموږ د وطن ځوانان چی ډیر د دی نامه سره اشنا دي تل کوښښ کوي چي هکینګ زده کړي دوی ته دا موضوع ډیره په زړه پوری وي او زیاتره د دوی څخه غواړي چي د دی لاري څخه داسی کارونه وکړي چی هغه غیر قانوني وي.
هکینګ هغه موضوع ده چی په دنیا کی خلګ د دی لاری څخه ډیري زیاتی پیسی لاس ته راوړي ځنی خلګ ددی لاري څخه په قانوني ډول پیسي لاس ته رواړي او ځني خلګ بیا په غیري قانوني ډول ددی لاری خپل جیبونه ډکوي.
هغه کس چی هکینګ یی زده وی هغه ته په انګلسی ژبه کی هکر وایی اوس دا هکران په دریو برخو تقسیم شوي دي.
۱:-دسپینی خولۍ هکران
۲:-دتوری خولۍ هکران
۳:-دخړي خولۍ هکران
دسپینی خولۍ هکران هغه خلګ دی چی هکینګ یی زده وي خو دوی غیري قانوني کارونه ورباندی نه کوي، یعنی دوی د کمپنیو سره لکه ( ګوګل ، یاهو ) اویا داسی نورو کمپنیو سره کار کوي، تر څو دوی وګوري چی ددی کمپنی دسیسټم امنیت څومره خوندي دي. او یا په کومه برخه کي چی امنیت خوندي نه وي دوی هغه برخه د کمپنۍ دسیسټم امنیتی مسؤلانو ته په ګوته کوي. او بیا وروسته د سیسټم امنیتی مسؤلان هغی برخې ته قوی امینت جوړوي تر څو د نورو هکرانو څخه خوندي وساتل شی. او په دی ډول دا هکران خپل معاشونه لري او د کمپنۍ سره د یو کارمند په حیث کار کوي.
د توری خولۍ هکران یا که زموږ په اصطلاح ( غله ) ورته ووایو، دا به بهتره وي. ځکه دا د هغو غلو سره مشابحت لري کوم چی د خلګو کورونو ته بغیر د اجازی څخه ننوځی او د هغوي مالونه لوټ کوي. دا ډله هکران هغه هکران دی چی بغیر د اجازی څخه د خلګو سیسټمونو او اکوانټونو ته ننوځي او د هغوی شخصی معلومات ترلاسه کوي.او په دی شخصی معلوماتو باندی دوی نورغلط کارونه کوي. د دی خلګو دپاره د هر هیواد دولت خپل امنیتی مسؤلان لري تر څو دا هکران پیدا کړي او خپله جزا ورته ورکړي. دا هکران ډیر وخت د خلګو ټول سیسټم د منځه وړي او دهغوی ټول ذخیره شوي معلومات ورکیږي. دوي ډیر وخت کوښښ کوې چی په یوه داسی لار سیسټم خراب کړي تر څو د سیسټم مالک ونه پوهیږي چی دا څنګه او چا خراب کړي دي. دوی زیاتره وخت د پروګرام هغه دیوالونه ماتوي. کوم چی د یو پروګرامر د خوا څخه د دی سیسټم د جوړیدو دپاره جوړ شوی وې دا دیوالونه د کمپیوټر په خپلو ژبو لیکل کیږی چی په انګلسی کی ورته کوډینګ وایی. اوډیر وختونه دا هکران د هغوی سیسټمونو ته داسی وایرسونه استوي تر څو دهغوی سیسټم د منځه یوسي.
په اوسنی عصر کي څومره چی هکرانو پر مختګ کړي دي همدومره د هری کمپنی او یا هم ټولنیزو شبکو خاوندانو د خپلو سیسټمونو امنیتی برخی قوی کړي دي.
د خړی خولی هکران بیا هغه هکرانو ته وایی چی د خلګو سیسټمونو او اکوانټونو ته ننوځی خو دهغوی په معلوماتو باندی کار نه لري. دا هکران ډیر وخت د خپل ساتیری دپاره دا کارونه کوي. او دا هکران ډیر وخت د یواو بل ملګری وی تر څو خپل ځانونه یو بل ته وښیی چی ایا موږ کولای شو د یو چا سیسټم هک کړو او کنه؟ خو ځنی وخت دا هکران هم د خپلو شخصي ګټو دپاره د خلګو معلومات تر لاسه کوي.
په پر مختللي هیوادونو کي که یو څوک وغواړي چی هکینګ زده کړي هغه کس باید د دولت څخه خپل قانونی جواز تر لاسه کړي او بیا وروسته دی کولای شی چی د هکینګ په په برخه کی زده کړی وکړي.زموږ په هیواد کی ډیرو هغو ځوانانو چی صرف یی د هکینګ نوم اوریدلی وی او په دی اړه نور معلومات نه لري چی اصلا هکینګ څه ته وایی ؟ دغه ځوانان بیا د نورو د ټولنیزو شبکو د هک کولو دپاره خلګو ته پیسی ورکوی تر څو د یو چا اکوانټ هک کړي. حال دا چی زموږ هیواد چی د نورو هیوادونو په نسبت یو وروسته پاته هیواد دي. د هکینګ په برخه کی ډیر لږ خلګ پوهیږی او نور هغه خلګ چی د خلګو څخه د یو چا د اکوانټ په هک کولو کی پیسی اخلي، د دوی څخه یی ډیر جعلی کارونه کوي.او صرف خلګو ته دوکي ورکوي. په دنیا کی تر ټولو خطرناک هکران په چین ، امریکا، ترکیه، روسیه، تایوان، برازیل، هندوستان او ایټالیا کی دي.
You also might be interested in
ژباړه: یحیی همیم د هر انسان هیله او امید وي[...]
لیکنه: یحیی همیم کله چي ټکنالوجي ډېر پرمختګ نه و[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی