• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

هګۍ حافظه پیاوړې کوي

Home ځانګړې لیکنې او پیغامونههګۍ حافظه پیاوړې کوي
هګۍ EGGS

هګۍ حافظه پیاوړې کوي

ژباړه او را ټولونه : عطا محمد میاخېل

د چرګو  په هګۍ کې پنځه دېرش بېلا بېل عناصر شتون لري او په دې عناصرو کې د کولین په نامه یوه ماده موجوده ده، چې د حافظې د  پیاوړتیا له پاره ډېره ګټوره ده  .
د چرګو هګۍ د ماشومانو په پیاوړتیا کې اغېزمن رول لري او له لاسه تللی ځواک بېرته جبرانوي. د هګۍ ژېړ امیندوارو ښځو له پاره اغېزمن او ګټور خواړه دي .
د هګۍ خوړل ډېرې ګټې لري : ټوخی ښه کوي، د سینې او مرۍ دردونه آراموي، شهواني ځواک ډېروي، د وینې په ډېرېدو او لخته کېدو کې رول لري، د شهواني ځواک په اړه یې په حدیث شریف کې هم یادونه شوې ده :
ان نبیاً شکا الی الله ضعفاً فامره باکل البیض ( رواه بیهقي )
یو نبي الله (ج) ته د خپلې کمزورۍ شکایت وکړ، نو الله (ج) ورته د هګیو په خوړلو امر وکړ .
ځینو ویلي دي، چې د هګۍ ژېړ درد آراموي او د پښتورګیو او سږو د ټپونو درملنه کوي.
د هګۍ په سپینو کې د لیستین په نامه یوه ماده شتون لري، چې دا یوه غوړه فاسفورس لرونکې ماده ده، چې شتون یې د نسجونو او اعصابو له پاره ډېر اړین دی او کابو ۲۸ سلنه ماغزه له لیستین څخه جوړ شوي دي، چې دا کچه د حیواناتو په پرتله په انسانانو کې ډېره ده .
هګۍ د تنکیو ځوانانو، ورزشکارانو او هغو کسانو له پاره چې فکري کار ترسره کوي ډېر ګټور خواړه دي.
که د هګۍ سپین په ټپي شوې سترګه کې واچول شي ګټه ورته رسوي. که په مخ پورې شي د لمر تودوخه ورباندې دومره اغېز نه کوي، که په تندي باندې وموښل شي، نو د نزلې او زکام په درملنه کې مرسته کوي .
هغه کسان چې کمزوري دي او یا هم له کمخونۍ سره لاس و ګرېوان دي، کولای شي د هګیو په خوړولو سره د خپل بدن ځواک بېرته تر لاسه کړي .
په 2003 زېږدیز کال د هګۍ د ګټو په اړه د انګلستان د هاروارډ  په پوهنتون کې یوه څېړنه ترسره شوه، د دې څېړنې پایلې ښیي، هغه ځوانان، چې د ورځې درې دانې هګۍ خوري، نو په بوډا توب کې به ډېر کم په سرطان اخته کېږي .
نه یوازې د هګیو خوړل ګټې لري، بلکې ډېر خوارک یې زیان هم لري، هګۍ د وینې غوړ ډېروي، د زړه ناروغۍ پیدا کوي .
هغه کسان چې د وینې د غوړو سطحه یې لوړه وي، باید په اونۍ کې 3 یا 4 هګۍ وخوري او هغه کسان، چې د وینې د غوړو کچه یې طبیعي وي، کولای شي په اوونۍ کې 7 تر 8 هګیو وخوري.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

Ata-Mohammad-Miakhel-2

د بازار موندنې لس زرینې کیلي ګانې

Dec 2, 2015

ژباړه : عطا محمد میاخېل   که چېرې تاسو پلورنکي[...]

خرما او پر بدن بې اغېزې

خرما او پر بدن بې اغېزې

Nov 8, 2015

لیکنه: عطا محمد میاخېل خرما چې علمي نوم یې Phoenix[...]

Ata-Mohammad-Miakhel-2

بریالی پانګوال څوک دی ؟

Dec 16, 2015

ژباړه: عطا محمد میاخېل   پانګونه یو پېچلی فعالیت دی، چې[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022