ژباړه: بشیر باران
یو تعداد ډیر با ارزښته درسي موضوعات چې پرته له هغه وړو او لویو هدفونو ته او بلاخره ذهني او فزیکي سکون ته رسېدا ستونزمن دي، تقریبا د نړۍ د ټولو هیوادونو په تعلیمي نصاب، لوړو زده کړو او د کورنیو مدرسو په کریکولم کې نه دي اضافه شوي. لکه د مغزو د کارولو طرز، پر نفس باور، دیسیپلین، نوښت، تفکر، د مسوولیت احساس د ځان، کورنۍ او ټولنې په وړاندې، د وخت مدیریت او نور. دا ځکه چې وګړي فکر کوي چې ذکر شوي درسونه یو ځانګړی خدایي استعداد دی او موږ نه شو کولای چې دا استعدادونه د یوه شخص په وجود کې اضافه کړو.
باید هیر نکړو چې هر صفت، خاصیت او عادت چې په یوه شخص کې وجود لري، د څو نیورونونو د ارتباط پایله ده په دې مفهوم چې دا واړه د زده کړې په کلاس کې موندلای شو، موازي هر خاصیت او عادت د هیرېدو وړ وي.
مخکې له دې چې خپلو ماشومانو ته الفبا ور زده کوو باید ضروري وګنو چې دا درسونه د هغوی په ذهن کې حک شي او وروسته د بلاغت تر پړاوه یې څارنه وکړو تر څو دا درسونه هیر نکړي.
کچېرته دا مسوولیت په سمه او سالمه توګه ادا کړو نو تاریخ جوړونکي کسان به مو ټولنې ته وړاندې کړي وي.
هیر شوي درسونه
- د ماغزو د کارونې طرز
- پر نفس باور
- د نفس قدر
- استقلالیت
- ځان بساینه
- اهداف
- علاقه
- دیسیپلین
- هوډ
- د وخت مدیریت
- باورمندي
- تمرکز
- توجه
- د فرصتونو پېژندل
- عاطفي ذکاوت
- سلوک او رفتار
- مسوولیت
- قضاوت
- فرهنګي ارزښتونه
- انګیزه