لیکنه: مصدق اکرم اسحق زی
ځوانان په حقیقت کې د یوې ټولنې کارنده،ریښتینی،غښتلی ځواک او بیسارې پانګه بلل کېږې، ځکه ځوانان فکري،دماغي،جسمي استعدادونه لري له همدې کبله ځوانان د ټولنې د ملا تیر، او د اوس او راتلونکي رهبران شمېرل کیږې، ځوانان پیاوړي او نه ماتېدونکي فکري،دماغي،جسمي استعداونه لري،د افغانستان په پنځلس کلنه دوره کې ځوانانو ته څه نا څه توجو شوې وه، خو د هېواد حالتو ته په کتو هغه رقم چې ځوانانو باندې پاڼګونه شوې وای ونشوه، ځوانانو ته د کار کولو زمینه برابرول، ځوانانو ته د تحصیل کولو زمینه برابرول، او هر شخص په مختلفو رشتو کې خپل تخصص تر لاسه کړی وای، چې متاسفانه د هېواد څو محدودو ولایتونو ځوانانو ترې ګټه پورته کړه،او د هېواد یوه ستره برخه د جنګونو له کبله د بې سوادۍ،او د ژوند نه کول قربانیان شول. ګران هېواد افغانستان مو په څو راتلونکې کلونو کې د ځوانانو د نه شتون له کبله بې برخې وي چې دغه کړنه زمونږ د هېواد ته او د هېواد ملي ګټو ته په زیان وي، او هېواد به مو دغه پدیدې ته څو کلونو کې د پاې ټکې کېږنږدي.
په اوس وخت کې هېواد مو ځوانانو ته جدي اړتیا لرې، د وحدت ملي په جوړېدو سره په هېواد کې داخلي، او د بهرنیو استخبارتو په پلانونو، او په هېواد باندې نړیوال مرستې بندېدل، او د هېواد څخه پانګې وېستل په هیواد کې د بې اقتصادۍ،بې امنیتۍ زور واخیست چې له کبله یې ډېر شمېر هېوادوال مو خصوصاً ځوانان مو د هېواد پرېښودو ته اړ شول، چې ډېر شمېر ځوانان مو په غرونو، دښتو او بحرونو کې د ځناورانو او بحري حیواناتو د خوراک سبب وګرځي.
پاتې ځوانان مو باید په داوطلبه توګه هیواد کې د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړ او تر سره کړي، او ځوانان مو د هېواد نه پرېښودو ته پوه او اګاه کړي، او په یو غږ یو شعار سره دې ووایي ( هیواد مونږ ته اړتیا لري او د هېواد څخه یو اسلامي،او صلح امیزه هېواد جوړو…) او په دغه اقدام کې باید د هېواد نړیوال،ملي او سیمه ایزه تلویزیونونه او راډیو ګانې د ځوانانو غږ په پورته کولو کې په وړیا توګه مرسته وکړي.
د حکومت دنده ده چې د ځوانانو په قدر او استعدادونو باندې پوه شي او ځوانانو ته د استعدادونو په اندازه دنده ورکړې،تر څو ځوانان مو تشویق او د هیواد نه پرېښدو ته وفادر پاتې شي. او د ځوانانو نه مې هیله ده چې په دندې کې او دندې څخه بهر نورو ځوانانو سره د عدم تعصب څخه مرسته او همدردي دې وکړي، او ځوانان دې هیواد او ملي ګټو ته په وفاداري تشویق کړي.
د یو پرمختللي او صلح امیزه افغانستان په هیله.
You also might be interested in
لیکنه:مصدق اکرم اسحق زی دا چی سیاست علم دی که[...]
لیکنه: مصدق اکرم اسحق زی ننګرهار چې همیشه بهار ورته[...]
لیکنه: مصدق اکرم اسحق زی د داخلي سیاست او بهرني[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی