ژباړن: ع، ب سهاک سمسور
ډېر وخت کیږي، د ترکیې په یو وړوکې کلي کې یو سوداګر اوسیده، د هغه یو مزدور وه، شریف الدین نومیده، هغه لکه نوم يې ډېر شریف انسان وه، د مشرانو به یې عزات کاو او له غریبانو سره به یې مینه کوله. ددې ټولو نیکیو سره سره یې یوه نیمګړتیا درلوده. نیمګړتیا داوه چې هره خبره به یې زر هیردله، ځکه خو خلکو ورته هیرجن هلک وایه.
یوه ورځ مالک یې له هغه نه یو کلو [هیچ] یانې مالګه راوغوښته، هیچ په ترکي ژبه کې دوه ماناوې لري، مالګه او یا هیڅ هم نه.
شریف فکر وکړ چې هسې نه بیا رانه هیر شي نو هوډ یې وکړ چې هیچ ، هیچ ، هیچ به وایم بازار ته به لاړشم، شریف هیچ ، هیچ وايي د بازار په لور راون دی.
لاره کې د سیند په غاړه یو کس ماهیان نیول، شریف په خپلو خیالونو کې ډوب، هیچ ، هیچ ، وییل روان وه، هغه کس د هیچ مانا (هیڅ هم نه) واخیسته نو شریف ته په غوصه شو، دا ته څه وایې؟ داسې وايي ؛ یاالله لس دولس نور هم پورته کړې؛ بیچاره شریف خپله جمله هیره کړه او د ماهیګیر جمله يې تکراروله او په لار په ټوپونو روان وه، مخکي یوه جنازه روانه وه له جنازې نه وروسته خلک ډېر خوابدي ول او خلکو ژړل، شریف، یاالله لس دولس نور هم پورته کړې وییل او روان وه، خلکو چې دا جمله واوریده دشریف خواته یې مخ کړ چې بې عقله دا څه وايې؟
شریف ورته وییل نو بیا څه وه وایم؟ خلک: وایه چې یالله هغه وه بخښې، اوس شریف یا الله هغه وه بخښې ګردانوله مخته روان وه، د راتلونکې کوڅې په يو کونج کې یو سپی مردار وه او ډېر بد بوي ترې خوت، شریف د سپي له څنګ نه تیریده او دا جمله یې وییلې یاالله هغه وبخښې، یاالله هغه وبخښې، چې یو کس د شریف جمله واوریده، ډېر زیات یې په شریف وه خندل، وا هلکه! ته خو مردار شوي سپي ته دوعا کوې، شریف ورته کړه زما وروره نو بیا څه وه وایم؟
دې روان کس ورته وه ییل چې له هغه نه بد بوی ځي.
اوس شریف په خپل سور او لی کې غرق له هغه نه بد بوی ځي، له هغه نه بد بوی ځې وییل مخته روان وه، په یو کوڅه کې دوه انجونو ځان سینګار کړی، عطرونه یې وهلي واده ته روانې دی، او شریف یې شاته روان دی همدا وايي له هغه نه بدبوی ځي، دې انجونو دا خبره واوریده، چپلکې پسې را وه ویستې په وهلو یې پرې پیل وکړ، بیچار شریف ترې بحښنه وه غوښتنه ورته وه وییل چې نو څه وه وایم؟ انجونو ورته وه وییل، وايه چې ډېر ښه، ډېر ښه.
شریف اوس ډېر ښه ډېر ښه وايي او مخته روان دی، په یو څلور لارې کې دوه کسان په خپل مینځ کې په جګړه بوخت دې د شریف دا جمله یې واوریده، خپل جنګ يې پريښود، په شریف پسې یې منډې کړې ورته یې کړه، په ځای ددی چې جنګ خلاص کړې وايي ډېر ښه ډېر ښه، شریف ورته وه وییل: نو څه وه وایم؟
کسانو ورته وه وییل چې چې وه وايه جنګ مه کوئ، نو شریف هم همدا جمله تکراروله او د بازار په لور رهي وه په راتلونکې ګولايي (موړ) کې دو سپیو خپل مینځ کې جنګ کاوه نو یو شخص د شریف دا جمله جنګ مه کوئ واوریده نو شریف ته يې وه وییل چې هغه خو انسانان ندي چې ستا په خبره به پوه شي او جنګ به بند کړي.
شریف ورته وه ييل چې نو څه وه وایم؟ نوموړي کس ورته وه وییل: سپي ته سړی کوچې، کوچې وايي، شریف کوچې کوچې تکراروله او لږ وخت وروسته بازار ته ورسیده، ګوري چې یو موچي په خپل څادر ناست دی لګیاده خپل کار کوي، موچي دا خبره واوریده په غوصه شه، شریف ته راجګ شه، زه خو سپی نه یم چې ما ته کوچې وايي، شریف په ډېر عاجزي سره ورته وه وييل چې بابا نو څه وه وایم،
موچي ورته وه وییل چې هیچ (هیڅ هم نه) وايه
شریف چې دا واریدل له ډېرې خوشالئ په ټوپونو شه او د موچي نه يې مننه وکړه ، بیا لاړ له دوکان نه یې (هیچ) مالګه واخیسته او په خوښئ خوښئ خپل کورته لاړ.
ــــــــــــ
د ماشومانو لپاره کيسې
[review]