ژباړه: کوچۍ
سلګونه کاله کیږي چې هېپنو تیزم او هېبنو تیزمي تلقینونه په درملنو کې مهم رول لوبوي او نوی هېپنو تیزم په نفس د باور د زیاتوالي، د ناوړو عدتونو د بدلون، د وزن کموالي، د سګریټو د څکولو دعدت پرېښودنې، حافظې ځواکمنۍ، دچلندونو دنیمګړتیاو د رغولو او دویرې او اظطراب د درملنې لپاره تر دې دمه کارول شوی دی.
دلته پوښتنه داده چې هېپنو تیزم څه شی دی او څه ډول اغیز کوي؟
هېپنو تیزم د ذهن یو طبیعي حالت دی چې د هغه په بهیر کې ذهن یوې ځانګړې موضوع ته پام یا تمرکز کوي، چاپيریالي پوهه کمیږي، د مغز په څپو کې ګټور بدلونونه منځ ته راځي او د فرد د توافق وړ موضوعاتو په اړه د تلقین منلو کچه لوړیږي. د نړیوال روغتیايي سازمان د څیړنو له مخې د ټولو وګړو ۹۰ سلنه خلک دهېپنوتیزمي کېدو وړتیا لري، هېپنو تیزم یو طبیعي حالت دی چې نږدې ټولو هغه تجربه کړی دی، د بیلګې په توګه هغه څه چې د موټر چلولو پر مهال یې موږ هېپنو تیزم بولو، دا یو غیر ارادي هېپنو تیزمي حالت دی، تاسو اشترنګ ته کېنئ او ترټاکلې موخې پرته له ستونزې ډریوري کوئ، په داسې حال کې چې په خپلو خیالونو کې ډوب یاست، دا مو هیر دي چې کله له څلور لارې نه تیر شواست، یا څه وخت ټاکلي سړک ته وګرځېدئ، داسې ښکاري لکه ستاسو موټر چې په خپله روان وي. کله چې د یوه کتاب په لوستو کې ډوب شئ، کله چې دخپلې خوښې موسیقي ته غوږ غوږ شئ یا دیو فلم دلیدو په مهال یا د بل داسې کار دکړو په مهال له شاوخوا نه ناخبره شئ، دغه وخت دی چې له چاپیریال سره ستاسو اړیکه کمیږي او همدغه وخت کې تاسو دطبیعي هېپنو تیزم په حالت کې قرار مومئ، په داسې یوه حالت کې کېدای شي چې تاسو ته څوک غږ وکړي خو تاسو یې وانه ورئ ان پام مو هم ورته نشي. هغه خلک چې دطبیعي هېپنو تیزم کېدو وړتیا لري، دوی هر وخت په یوې موضوع ډیر زیات تمرکز کوي او ورته ځیر کیږي( داسې لکه هغې موضوع چې بیخي ځان پسې راښکلی وي)، دوی په غیر ارادي توګه هېبنو تیزمي حالت ته ننوزي، د هېپنو تیزم د اغیز لامل دا دی، کله چې یو تن هېپنو تیزمي حالت ته ننوزي د ده ذهن د درملیزو تلقینونو او وړاندیزونو د منلو لپاره ډير زیات چمتووالی لري، په هېپنو تیزمي حالت کې، مثبت درملیز تلقینونه د ذهن ژورو برخو ته ( هغو ځایونو ته چې په رښتني ډول زده کړه په کې ترسره کیږي) ځان رسوي. څیړنو ښوولې ده چې د یوه تن د اخلاقي ارزښتونو خلاف نشو کولای هغه د هېپنو تیزم تر نامه لاندې د یوې سوژې یا موضوع لپاره د یوې کړنې ترسره کولو ته اړ باسو، نو پر دې بنسټ هېپنوتیزم په هیڅ صورت کې د اعتراف اخېستو یا د بې ځایه ګټې اخېستو وسیله نه ده.
زموږ د فکرونو، احساساتو، پارېدنواو نورو چلندونو مهمې برخې زموږ په ذهن کې د ( غیر ارادي ) په یوې برخې پورې تړلې رېښې لري، که څه هم چې موږ هغه افکار او احساسات تجربه کوو، خو په ډيرو برخو د هغو له رېښتینو لاملونو نه ناخبره یوه، د ارادي او غیر ارادي ذهن تر منځ اړیکه، دلته داسې یوه اړیکه شته، لکه په معمولي هوښیاري کې دواړو تر منځ یوه یوپلویزه دروازه ولاړه وي او خبرتیاوې او معلومات یواځې له غیر ارداي ذهن نه و ارادي ذهن ته لیږدول کیږي.
ځينې وخت لکه طبیعي خوب، په دې وخت کې د لنډ مهال لپاره غیر ارادي ذهن ته دلاس رسي لاره هواریږي او دغیر ارادي ذهن ځینې محتویات، د شپې له خوا د یوه خیال او هیلې په ډول راڅرګندیږي. کله چې یو تن په هېپنو تیزمي حالت کې وي، دغه ور داسې پرانېستل کیږي چې وکولای شي غیر ارادي ذهن ته ګټور تلقینونه دننه کړي، کولای شي ځپل شوي یادونه ولټوي او پېدا یې کړي،او د شته تکنیکونو په وسیله د هغو د ژوبلولواو زیان منلو کچه راټيټه کړي،په دې ډول که څه هم چې دغه یادونه شته خو نور دغه تن ته زړه بوږنونکې نه دي، د هېپنو تیزم دڅانګې روغتیاپال په لارښونې سره دیوه تن پام او تمرکز یوې ځانګړې موضوع ته را اړوي، په دې ډول هغه تن دذهن دغه طبیعي حالت ته دننه کوي، د ماشومانو، نویو ځوانانو او د ډیر عمر څښتنانو د ناروغیو په درملنه کې هېپنو تیزم ډیر کارول کیږي،
د درملنې لپاره د هېپنو تیزم د کارولو مهم ې برخې عبارت دي له د وزن کموالی، د سګریټو د څکولو پرېښول، دعزت نفس او په نفس د باور کچې لوړتیا، د زده کړې د ډول او چلند سمونه،د اضطراب کموالی، د درد کنترول، د جدايي د اضطراب درملنه، دویرې او وارخطايي د ډولونو له منځه وړل، د استرس کنترولول، د بې خوبۍ او د خوب د نورو اختلالاتودرملنه، د ناروغیو د جسمي نښو کموالی، د ناروغیو چټک ښه والی او داسې نور…