ژباړه او زیاتونه: عثمان همیم
مخالفتونه او ناندرۍ اکثرا د اړیکو د پرېکوېدو سبب کېږي، او د دغو مخالفتونو او ناندریو د مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لار په خبرو اترو کې احتیاط کول، په مناسبه توګه خبرې کول او د خبرو اورېدل دي.
څېړنو ښودلې؛ هغه جوړې چې له یو بل نه ډېرې راضي دي هغوی خپلې ستونزې یو له بل سره مطرح کوي او کله چې یو لوری په ستونزه کې وي بل لوری یې هڅه کوي تر څو یې په حالت ځان پوه کړي او هغه ته قناعت ورکړي چې له دې ستونزې نه د وتلو لپاره به په ګډه حل لاره پیدا کوي. د دې لپاره چې په اړیکو کې مو ستونزې پيدا نه شي نو د لاندې تېروتنو څخه ځان په کلکه وساتئ:
1. مرور کېدل یا د خبرو بندول
چوپتیا غوره کول او یا دا چې ووایئ نه غواړم خبرې وکړم د ستونزې د هوارېدو لپاره مرسته نه شي کولی. ولې که چېرته پوهېږئ چې د غوصې په حالت کې ناوړه خبرې درڅخه وېیل کېږي بیا بهتره ده چې خپل اعصاب آرام کړئ او د یوه وخت لپاره چوپ پاتې شئ. ولې په دې حالت کې هم باید خپلې جوړې ته ووایئ چې زه لږ وخت ته اړتیا لرم او غواړم چې استراحت وکړم. او وورسته له یو څه آرام اخستو د ستونزې د حل لپاره خبرو ته مخه کړئ.
2. موضوعات شخصي اخستل
هېڅکله یوه موضوع په ځان پورې مه تړئ یعنې شخصي یې مه اخلئ. د مثال په توګه که چېرته ستاسې د ژوند شریک تاسې ته ووایي چې فاصلیه یې نه خوښېږي دا په دې مانا نه ده چې ستاسې آشپزي، ستاسې هلې ځلې او ستاسې سلیقه یې نه خوښېږي بلکه د هغه مشکل له فاصلیې سره دی نه ستا له آشپزۍ سره په همدې خاطر کله چې ستاسې خاوند وایي فاصلیه مې نه خوښېږي تاسې دا ومنئ چې ستاسې خاوند دقیقا وایي چې فاصلیه یې نه خوښېږي هغه له تاسې او ستاسې له آشپزۍ سره کوم مشکل نه لري.
3. فرضیات یا ګومانونه مه جوړوئ
کله مو چې د ژوند شریک له دندې راځي او ټنډه یې تروه وي نو تاسو به ډېر زیات فرضیات له ځان سره جوړوئ او دا به مو په زړه کې راګرځي چې حتما ما کوم غلط کار کړی. بهتره دا ده چې د غلطو فکرونو نه ډهډه وکړئ او له هغوی نه یې د حال پوښتنه وکړئ. ممکن هغه ډېره ستړې ورځ تېره کړې وي او ممکن په دفتر کې په یوه نه یوه سبب ناآرامه شوی وي نو له هغه سره مرسته وکړئ تر څو یې حالت نورمال شي. مخکې له دې نه چې قضاوت وکړئ چې هغه ولې ناآرامه دی هغه ته یوه پياله چای تیار کړئ، د صحت پوښتنه یې وکړئ او په تدریجي توګه ده ته لاره هواره کړئ چې هغه د خپلې ستړیا (روحي او جسمي) سبب درسره شریک کړي.
4. د خبرو فلتر کول
د خبرو فلتر یو نوع دماغي لوبه ده چې تاسو یې له ځان سره کوئ هغه دا چې تاسو فقط هغه څه آورئ چې تاسو یې غواړئ، هغه که ښه خبره وي او که بده. ځان ډاډه کړئ چې تاسو د خپل خاوند/ښځې مطلب له خپلو غوښتنو سره نه ګډوئ. د دې بحث خلاصه دا ده چې ممکن تاسو له هغه څه نه چې ستاسو د ژوند شریک یې درته وایي صرف هغه څه اورئ چې ستاسو خوښېږي او د هغه خبرې له خپلو خواهشاتو سره سمې برابروئ.
5. قضاوت
مخکې له مخکې له خپل ځان سره دا قضاوت مه کوئ چې کوم څه چې ستا د ژوند شریک وایي هغه صحیح دي که غلط. دا یو ډېر نامناسب کار دی او دقیقا ته هم نه غواړې چې ستا په اړه داسې یو قضاوت وشي. یو او بل ته وخت ورکړئ او یو د بل خبرې په غور سره واورئ او مخکې له مخکې قضاوت مه کوئ.
6. دقیق غوږ ونیسئ
کله چې ستاسو د ژوند شریک خبرې کوي تاسو هغې ته دقیق غوږ ونیسئ او په دې اړه فکر مه کوئ چې زما نوبت راورسېد نو دا به ورته وایم هغه به ورته وایم. فعاله غوږ نیول یوه ډالۍ ده چې تاسو یې خپل د ژوند شریک ته ورکوئ. حتی که ستاسو د ژوند شریک له دې نه هم درته غږېدو/غږېده چې نن پیشو داسې وکړل، هغسې یې وکړل نو داسې دقیق غوږ ورته ونیسئ لکه ستاسو ټول عمر چې د پيشو له دې کوچني عمل سره تړلی وي.
هغوی ته د سر په اشاره دا ډاډ ورکوئ چې غوږ مو نیولی. د سترګو له لارې ورسره په ارتباط کې اوسئ، کله چې هغوی د احساساتو څرګندونه کوله نو تاسو هم په مخ کې او وروځو کې داسې حرکات ترسره کوئ چې هغوی نور هم تشویق شي، کله یې چې خبرې خلاصې شوې پوښتنې ترې وکړئ او ځان ډاډه کړئ چې په پوره توګه په هر څه پوه شوئ. د دوی خبرې جمع بندي کړئ او بیا وروسته تاسو نوبت ترلاسه کړئ او وغږېږئ.
د لوی خدای جلجلاله له درباره غواړم چې پورتنۍ لیکنه لومړی زه په ځان عملي کړم او بیا نور دوستان دا لیکنه ولولي او په ځان یې عملي کړي او ټولې جوړې یو له بل سره خوشحاله او سوکاله ژوند ولري.