وحدت (حبیب بارک) د هلمند ولایت د نهرسراج د ولسوالۍ د مالګیر د سیمي اصلي اوسېدونکي دی، په ۱۳۶۶ هجري شمسي کال د زمري د میاشتي پر ۱۲ مه نېټه د نهرسراج ولسوالۍ د ګرشک په سيمه کي زږېدلی دی.
حبیب بارک خپل لومړنۍ زده کړي د ګرشک د ولسوالۍ په ابوالفتح بستي عالي لیسې کي په کال ۱۳۸۶هـ ش کي تر سره کړي او په همدې کال د کانکور له لارې پوهنتون ته بریالی شوی، لوړي زده کړې يې په کابل کې د ښووني او روزني پوهنتون د کمپیوټر ساینس په پوهنځي کي په کال ۱۳۹۰ هـ ش کې بشپړېکړي. نورې ځانګړې زده کړې اداره او منیجمنټ، انګلیسي ژبه، کمپيوټر، د پروژې مدیریت او نور په بېلابېلو انسټیټوټونو کې په کابل، کندهار، هلمند، کوئټه او پېښور کې یې ترلاسه کړي.
د کمپيوټر او نیټورک په برخو کي يې آنلاین لنډ محاله او اوږد محاله کورسونه تر سره کړي او په دې برخو کي ځانګری مهارت لري.
پر مورنۍ ژبي بښتو پرته په دري او فارسي، انګلیسي، عربي، هندي او اردو ژبو باندي هم لیک او لوست کولای شي.
حبیب بارک په بېلابېلو دندو کار کړی، د پرمختګ په انسټیټوټ کي یې د آی ټي د استاد په حیث، په رڼا اي ایس پي کي د آی ټي مرسته کوونکي په حیث، د هلمند په معارف کي د نظارت کوونکي په حیث او په نورو خارجي او داخلي موسساتو او ارګانونو کي د مدیر، استاد او کار کوونکي په توګه پر دنده پاته شوی دی.
حبیب بارک تر اوسه نهه کتابونه د انګلیسي، فارسي او هندي ژپو څخه د کمپیوټر او ټکنالوجي، ټولنیز ژوند، سیاست او صحت په برخو کي پښتو ته ژباړلي دي چي تر اوسه ناچاپ دي.
او نوري سیاسي، صحي، ټکنالوجي او ټولنیزي څېړنو لیکني یې هم د مختلقو ژبو څخه پښتو او دري ته را ژباړلي دي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.