لیکوال او شاعر وحيد عالمزی د ننګرهار ولایت د خوږياڼیو د سرسبزې سيمې د شیرذادو د توتو قريې اوسېدونکی دی، چې په کال ۱۳۷۶ زيږديز د ثور د مياشتې په لومړۍ نيټه یې دې نړۍ کې په لومړي ځل ساه واخسته په ۱۳۷۲ کې يې د مکتب لوري ته مخه کړه، چې د داخلي کشالو له کبله يې دې شومو خلکو پرې مکتب پيرزو نه شو، او د مکتب د تګ ارمان يې ډېر وخت په زړه پورې تړلی وو. خو خوشبختانه چې د کورنۍ ټول غړيو يې د تعليم سره ډېره مينه لرله، پلار او نيکه به هميشه د تعليم دپاره تشويقولو. تر څو يو ځل بيا د مکتب تر دروازې پورې ورسېږې او د تعلیم له نعمته برخمن شي. همدا سبب وو چې د علم په لټه تر جلال اباده پورې ورسيدو، په ښار کې یې غېر رسمي کورسونو کې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړه، چې بيرته د کلي د مکتب دروازې د زده کوونکو پرمخ پرانستل شوې د هم د کلي په لور لار ونيوله او تر لسم ټولګې پورې یې خپل مکتب همدلته بشپړ کړلو، د نوي دولت رامنځته کېدو سره سم د تعليم او تربيې ساحه پراخه شوه، امکانات برابر شول، خو د کلي د مکتبونو دروازې د ښار په پرتله تړل شوې وې چې په دې کار کې ډېر خلک ککړو ؤ، د نوموړي د کورنۍ کوښښ دا وو چې د فاميل غړي يې د امکاناتو تر حده زده کړې وکړي، نو په همدې خاطر په ۱۳۸۲کې له کلي څخه د جلال اباد ښار ته راکډه شو د شهيد محمد عارف په ليسه کې د یوولسم صنف زده کړيال شوو. بيا د دولسم ټولګې د ويلو لپاره یې په ننګرهار عالي لېسه کې داخله واخسته. په ۱۳۸۴م کې یې ددې لېسې څخه په عالي درجه فارغ شوو. بيا د کانکور له ازموينې وروسته د ننګرهار اسلامي پوهنتون د کرهڼې او مالدارۍ پوهنځي ته بريالی شوو په ۱۳۸۸م کال کې یې د پوهنتون څخه ډيپلوم ترلاسه کړو. تر فراغت يو څه وخت وروسته یې د خپل وطن خدمت ته ملا وتړله چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې یې ددې ولس لپاره خدمتونه وکړل دا لړۍ اوس هم روانه ده. د خدمت په مودو کې له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان شوی دۍ، تر ډېره بريده اخلاقي او ادارې فساد ځورولو خو د خپل وس مطابق یې ورسره مبارزه هم کړې ده. خو په بعضو ادارو کې تهديد شوی هم دي. ددې ټولو ناخوالو د بيانولو دپاره یې په مختلفو لارو چارو غور وکړو او بالاخره د خپلو پرهرونو د ټکور دپاره یې د ليک او تخليق لاره خپله کړه چې شعر، مقاله، سياسي تبصيرې او لنډې ليکنې کوي او تر ډېره ورسره مينه هم لري
You also might be interested in
همایون بلال د انجینر یارمحمد زوی، د لغمان ولایت د[...]
ډاکټر محمد لطيف بهاند د پښتو ژبې پېژندل شوی او[...]
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی