لیکنه: برات څاروان
کلتور: د وخت، سیمې او امکاناتو په نظر کې نیولو سره د خلکو د ټولنیز ژوند د سم په مخ بیولو لپاره د انسانانو له لوري یو شمیر قوانین وضع کولو ته کلتور وايې.
چې د دې قوانینو له ډلې يې ځیني سم او د ټولنیز ژوند د ښه ډول په مخ وړلو لپاره يې د انسانانو په ژوند کې اسانتیاوې رامنځ ته کړې، خو په څنګ کې يې ډېر داسي بې ځایه او ناوړه کلتورونه هم شتون لري، چې ټولنیز ژوند يې له سختو ستونزو سره مخ کړی او له امله يې د ټولنې د وګړو په ځانګړي ډول د میرمنو ژوند په سخته تیریږي.
د هرې سیمې او منطقې د خلګو کلتورونه د نورو سیمو د اوسیدونکو له کلتورونو سره توپیر لري، چې ځینو يې د ژوند کولو لپاره سخت او ځینو يې نسبت مناسب قوانین جوړ کړي وي.
دلته درته د افغانستان او نورې نړۍ د اوسیدونکو د کلتورونو په اړه یو دوه مثالونه وړاندي کوم.
په افغانستان کې د نر او ښځې تر منځ ځانګړی توپیر موجود دی، نر تر ښځو لوړ قوي او مهم شمارل کیږې، نر په ازاد ډول کولی شي زده کړې وکړي او ښځه بیا ځکه له دې حق څخه بې برخې ده، چې د دوی په وینا پردي کور ته ځي.
همدا رنګه، په افغانستان کې د هلک او جلۍ د واده کولو کلتور تر ډېره د لاټرۍ اچولو په شان تر سره کیږي، د یو ځای کیدو تر شپې پوري نه د یو بل د شخصیت، خوشې او نه هم د ټولنیزو اخلاقو په اړه معلومات لري، د دې تر څنګ د دې ټولنې د وکړو د ژوند ټولې چارې د نورو په خوشه او ناڅاپي ډول رامنځ ته کیږي، چې بیا هم دوی دا ډول ژوند د عزت او وقار ژوند بولي او په ځانګړي احترام ورته قایل وي.
خو په نوره نړۍ کې بیا دا کلتور بل ډول دی، هلته هر سړی ازاد دی، هر څوک د دندې، واده او د ژوند د نورو کارونو حق لري او په خپله خوښه يې تر سره کوي.
په افغانستان په څانګړې توګه په پښتون میشتو سیمو کې تر ډېره دا قوانین د نارینو په ګټه او د ښځینو لپاره په زیان دي.
تر ډېره دا ډول قوانین وړاندي کول د یوې ټولنې د پوهې د ټیټ والي او جګوالي سره مستقیمه اړیکه لري، د هغي ټولنې وګړي چې لوستي او د پوهې سطحه يې لوړه ده، تر ډېره دا ډول کارونو ته اهمیت نه ورکوي او د خپل ژوند د اسانه تیرولو لپاره سخت شرایط نه وړاندي کوي او تر څنګ يې هغه ټولنې چې وکړي یې بې سواده او د پوهې سطحه يې ټیټه وي د خپل ژوند تیرولو لپاره عمومآ د کلتور په نامه سخت شرایط وړاندي کوي.
خو اوس مهمه خبره دلته ده، چې همدا کلتورونه د انساني فکرونو زېږنده دي، او انساني فکرونه د وخت او شرایطو په بدلیدو سره بدلون مومي، نو کلتورونه خو هم باید د وخت په تېریدو سره بدلون وکړي.
دا چې ډېری کلتورونه کومه دیني ریښه هم نه لري او زیات يې له دین سره هم په ټکر کې دي، نو هغه څوک چې هغوئ ته خپل ژوند مهم وي او د ژوند په قدر پوهیږي، د کلتور په نوم په بې ځایه قیوداتو د خپل ژوند کړۍ نه تنګوي، ځکه دا قیودات د وخت او شرایطو په نظر کې نیولو سره د انسانانو له لوري وړاندي شوي او موږ کولای شو، چې د وخت په نظر کې نیولو سره د خپل ځان په ګټه د ژوند کولو قوانین جوړ کړو.
You also might be interested in
لیکنه: برات څاروان د اقتصاد په پوهنځۍ کې استاد د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی