لیکنه: نورالله غازي يار
زه لا ماشوم وم، د لرې پښتونخوا په يوه سيمه کې مو د مهاجرت شپې سبا کولې، ښه مې په ياد دي، چې په ودونو کې به ښځو دا سندره ويله:
زړګی مې ډوب سترګې مې ژاړي
نجيب د لاسه کډې مو تورو غرو ته لاړې . . . .
ځيني داسې ترانې او سندرې هم ويل کيدې:
شټينګر توغندي لاړل هر خوا ته
نجيب راغلی بيخي ژړا ته. . .
مهاجرو ته ډاکټر نجيب يو ظالم واکمن، د روس ګوډاګی او . . . ښکاريدو، کله کله به مې په بازارونو کې لګيدلي کارتونونه کتل، چې د ډاکټر نجيب سر به پر کوم بل حيوان ايښودل شوی و او د غاړې ځنځير به د ګورباچوف په لاس کې و. . . دا کارتونونه ډېريو خلکو کتل، خوند يې ترې اخيستو؛ ځکه چې دوی نجيب د خپل کلي او هيواد د پرېښېدو او د مهاجرت تر ټولو لوی لامل باله.
مجاهدينو ته د خلکو پوره تمه وه، چې ګواکې دوی به د کونډو رنډو او يتيمانو ارمانونه ور پوره کړي، دوی ته به يې په پينځه وخته لمانځه کې د برياوو دوعاوې کولې؛ خو له بده مرغه مجاهدينو چې واک تر لاسه کړ، داسې څه يې وکړل، چې خلکو يې هيڅ تصور نه کاوه. افغانانو د مجاهدينو خپل منځي جګړي په خپلو سترګو وليدې او د هغو بګنوونکې داستانونه يې د عيني شاهدانو له خولو واوريدل، دوی چې مجاهدينو ته په زړه کې کوم ګلان کرلي وو، هغه پاڼې پاڼې او وچ شول. هغه خلک چې د ډاکټر نجيب د واکمنۍ پر مهال کابل کې وو، له دوی سره د مجاهدينو له خوا ډېر ناوړه چلند شوی و، دوی د ډاکټر نجيب حکومت له دې په څوچنده غوره وباله. مجاهدين چې واک ته ورسيدل، دوی هغه خلک له ياده وغورځول چې د دوی سره په جهاد کې مړه، ژوبل او مهاجر شوي وو، دوی ټول پام ځانته واړاوه . . . .
د طالبانو له خوا د ډاکټر نجيب په دارکول، دی نور هم وځلاوه؛ ځکه چې د ډاکټر نجيب په دار کيدنه کې د پرديو استخباراتو لاس وبلل شو. له دې وروسته خلکو بيرته د ډاکټر نجيب پر کړنو او کارونو له سره غور وکړ. مجاهدين چې کله واک ته ورسيدل، نو د پريمانه شتو او د جريبونو ځمکو مالکان شول؛ خو د ډاکتر نجيب نه چا کوم ښارګوټی وليد، نه کوم تعمير او مارکيټ. . . خلکو ته د ده (يا وطن يا کفن) شعار ريښتينی وبريښدو، ځکه چې قبر يې هم چا پرېنښود. همدغه څه د دې سبب شول چې د کابل ميشتو افغانانو خو څه، چې د مهاجرو په فکرو کې هم د ډاکټر نجيب ناوړه څيره لمرينه شي.
غازي امان الله خان چې له انګريزه خپلواکي تر لاسه کړه، نو ويې غوښتل چې هيواد يي لکه د نورو اروپايي هيوادونو ژر پرمختګ وکړي، نو له هغوی نه په متاثره کيدو يې داسې څه ته مخه کړه، چې د ده په سنتي او مذهبي ټولنه کې خلکو ته کفر ښکاريدل او د ده دا ډول کارونه يې د کفارو سره تشبيه کړل. مګر اوس چې خلک هر څه ته له مترقي او عقلي ليدلوري ګوري، د امان الله خان کړنې بدې نه؛ بلکې د هيواد د پرمختګ لامل يې ګڼي. د هغه وخت امان الله چې خلکو پرې د کفر ټاپه لګوله، د دې وخت مترقي کس يادېږي.
حبيب الله(بچه سقاو) هغو مذهبي مشرانو چې امان الله خان يې کافر بللی و، ده ته يې د (خادم دين رسولالله) لقب ورکړ، مګرهغه چې يو نالوستی او په يو ډاکو پيژندل کيدو، د حکومتولۍ په اصولو نه پوهېدو؛ نو ډېر ژر د نادرخان په مشرۍ راوپرزول شو، همغمو (مفتيانو) چې دی يې د پيغمبر د دين خادم ګڼلی و، بېرته په ډاکو او غله سره ياد کړ. خو په دې ورستيو کې ځينو مجاهد پلوه اشخاصو هغه غل اوډاکو نه؛ بلکې يو ريښتينی مجاهد ياد کړ، د دوی په اند نادر خان انګريزانو راوست د هغو يو ګوډاګی و؛ خو حبيب الله په هيچا پورې نه و تړلی، بلکې د امان الله خان پر وړاندې په ولسي پاڅون کې راپورته شوی او يو سپيڅلی کس و، د دوی په اند که چېرې يې پلوي شوې وای، نو د پرديو له واکمنۍ او د شاهي حکومتونو نه به بي غمه شوي وو.
جبيب الله (بچه سقاو) مجاهد ګڼل دوه علته لري، لومړی دا چې په دې سره مجاهدين او مجاهد پلوه کسان ځانونه داسې ښيي، چې ګواکې موږ په پرديو پسې نه؛ بلکې يوازې په خپل ولس پورې تړلي خلک يو، لکه د حبيب الله د خلکو له منځه د کفر او فجور پر وړاندې مبارزه کوو . . . . دوهم علت دادی: هر کله چې کوم هيواد د کميوناليزم(فرقه واريت) پر لور کوږ شي، نو هر قوم خپله ماضي راسپړي، خپل اتلان ترې راکاږي او د هغوی د لوړ ښودلو هڅه کوي، داسې په نوره نړۍ کې هم شوي، چې کله په هند کې مسلمانان له تخت او بخت نه پرېوتل، او په هندوانو کې ساه وچليده، نو خپل هغه کسان يې وستايل او په اتلانو ياد کړل چې د مسلمانانو پر وړاندې جنګيدلي وو، د مسلمانانو چې حالت يې خراب شوی و، ماضي ته مخه کړه، محمد بن قاسم، غزنوي، غوري . . . . يې راوويستل، کتابونه يې پرې ولکيل او د هندوانو پر وړاندې يې د دوی کارنامې وستايلې.
احمدشاه مسعود د نن ملي اتل شهيد دی، لوی لوی عکسونه يې لګيدلي، خو دا اتلولي يې ډېره دوام نه کوي، کيدای شي همدا اتل د سبا ورځې په خاين بدل شي. هغه کسان چې نن خاينين يادېږي، په واک کې نه دي، ممکن د سبا ورځې په اتلانو بدل شي، ځکه چې دا اتلان يوازې د حکومت او نظام په بدلون پورې اړه لري، د نظام په بدلون سره اتل خاين او خاين اتل کيدای شي، په دې کې د عام ولس کومه ونډه نشته، ولس هم هغه څه د لنډې مودې لپاره په پټو سترګو ورسره مني، چې حکومت يې کوي.
کلمبوس تر ډېره په امريکا کې د اتل په توګه ياد او ولمانځل شو، چې ګواکې د ځمکې پر مخ يې جنت فتحه کړی، مګر په ۱۹۹۲م کال په اکتوبر کې چې د ده د کشفيدنې پينځه سوه کلونو پوره کيدل، په امريکا کې د ده د ستاينې په موخه يوه غټه غونډه جوړه شوې وه، خو د دوی پر وړاندې ځينو سياستوالو، تاريخ پوهانو او روڼ اندو سخت غبرګون وښود، دوی تاريخ ته له اروپايي نظره نه؛ بلکې د امريکا د پخوانيو اوسيدونکو له نظره کتل، دوی کلمبوس اتل نه، يو ظالم او د زرګونو امريکايانو قاتل وباله، چې ګواکې ده د امريکا لرغونی تهذيب له منځه وړی او د دوی طبيعي سيمي يې ورانې کړي دي. . . . پر کلمبوس ګڼ کتابونه ليکل شوي، چې په دې کې هغه کتابونه هم شته، چې دی پکې ستايل شوی او اتل ګڼل شوی؛ خو داسې کتابونو هم چاپ شوي، چې د تاريخ دغه نظريه يې رد کړې، دوی د کلمبوس د موندنې نه وروسته چې پر نوې نړۍ کوم تاثرات راغلي پر هغوی يې رڼا اچولې او دا يې په ثبوت رسولې چې دې موندنې د امريکا ماحول، کلتور او خلک له تباهۍ سره مخ کړي، د دوی په اند د کلمبوس موخه يوازې د امريکا د خاورې لاندې کول وو، له هغه سره د خلکو او د هغوی د کلتور و تهذيب هيڅ غم نه و. . . .
د کلمبوس په څېر يو نړيوال شهرت لرونکی او لوی شخصيت چې د امريکا په څېر يو لوی هيواد يې رامنځ ته کړی، چې پر هغه دا ډول نيوکې کېږي او اتلولي يې په جرم بدلېږي؛ نو د یوه هیواد تش په نامه اتل، چې يوازې يوه قوم ته يې يو څه ګټه رسيدلي وي، نور د هيواد د ورانۍ لامل شوی وي، هيڅکله پر اتل نشي بدليدای.
هر کله چې کوم قوم او ولس له واک و زوره راپرېوزي او پر وړاندې يې بل رقيب قام پر مخ درومي، نو هرومرو پر راپرځيدلي قوم اثر کوي، دې ته اړ کېږي، چې خپله ماضي راوسپړي او خپل اتلان پکې ومومي او په دې ډول خپل ځان د نورو پر وړاندې ودروي چې ګواکې دوی هم يو وخت د واک او زور څښتنان وو.
هر نظام خپل خپل اتلان زېږوي، چې د هغوی تر شا د حکومتونو سياسي، اقتصادي . . . موخي او هدفونه پټ وي، مګر د نظام په بدلون سره اتلان هم بدلېږي. خو د دا ډول سياسي . . . اتلانو نه ورها خوا ځيني داسې شخصيتونه هم شته، چې هغه د ولس ريښتيني اتلان وي، هغوی داسې څوک وي، چې له يو نظام سره هم بدلون نه کوي، بلکې لا پکې تازه کېږي، هغوی د شمعې په شان وي، خپل ځان يې سوی او نورو ته يې رڼا ورکړي وي. ريښتينی اتل هغه څوک دی، چې د ده کړنې د قوم، خېل، ژبې او مذهب پورې محدودې نه وي؛ بلکې د ښيګڼې چينه يې ټول بشريت ته رڼې او خوږې اوبه ورکړي.