لیکنه: صفي الله حسن زی
پوهنتونونه د هرې ټولنې لپاره علمي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیزې سترګې دي، چې ټولنه پرې علمي، سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز دید ترلاسه کوي، له بدبختیو او تیارو څخه پرې ځان وباسي.
په دې توګه پوهنتونونه، د لوړو زده کړو مؤسسات او د هېواد معارف د دې ارزښت لري، چې د رشد او پرمختګ لپاره یې لویې او ملي ناستې جوړې شې.
بیا هم له نیکه مرغه باید ووایم، چې وردګ پوهنتون یو له هغو پوهنتونونو څخه دی، چې د رشد او پرمختګ لپاره یې د سلوګونو کوچنیو غونډو ترڅنګ د ولایت په کچه لسګونه لویې غونډې او د هېواد په کچه دوې لویې غونډې جوړې کړې دي، چې د دې پوهنتون لپاره يې د ایجاد او پرمختګ لارې څرګندې کړې دي.
د دغو غونډو په ترڅ کې لومړنۍ غونډې د هغو کادرونو غونډه وه، چې د وردګ پوهنتون د ایجاد غوښتنه یې وکړه او خوشبختانه دغه غوښتنه ۱۳۹۳ لمریز کال کې ومنل شوه او په ۱۳۹۳ لمریز کال کې یې عملا په فعالیت پیل وکړ او د (۱۰۰) شاوخوا محصلین یې له کانکور ازموینې څخه جذب کړل.
که ووایم افراط نه دی، چې په لومړي کال له الف څخه تر (ی) پورې حتی هرڅه د خلکو لوري تموېلېدل او کله هم دا خلک ترې ستړي نه شول.
په وردګو پوهنتون کې د سرپرست رئیس په توګه د پوهنیار عنایت الرحمن مایار تقرر د دې لامل شو، چې خلک د پوهنتون راتلونکي په اړه فکر کولو ته وهڅوي، ښاغلي مایار په وار وار له قومي شخصیتونو سره مجلسونه جوړ کړل او د ۱۳۹۴ لمریز کال د ستونزو او اندېښنو په اړه یې بحثونه وکړل، چې ډېره ښه پایله ترې تر لاسه شوه.
مایار وايي: ((ما ته په داسې یو حالت کې د پوهنتون مسؤلیت راکړل شو، چې له یوې خوا پوهنتون نوی رامنځته شوی و، حتی د دولت بودجې ته یې لاره نه وه پیدا کړې او بلخوا فرهنګیانو او مدنیان هم د پوهنتون له ستونزو او مشکلاتو څخه ستړي شوي وو.))
مایار زیاتوي چې په دې شرایطو کې یې حوصله له لاسه ورنه کړه او یو شمېر مشران یې وهڅول چې پوهنتون ته دې د مرستې لاس ورکړي: ((له همدغو اعتباري خلکو سره یو ځای مو د پوهنتون لپاره یوه ډېره اعتمادي کمېټه رامنځته کړه او کور په کور وګرځېدو، د پوهنتون لپاره مو مرستې راټولې کړې، چې پر مټ یې د پوهنتون لپاره یو بېړنی تعمیر پرې ورغول شو او ورسره سم د ۱۳۹۴ لمریز کال ستونزې هم له وخته مخکې حل کړل شوې.))
دری کلونه وړاندې د وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ دشت ټوپ سیمه کې د پخواني جمهور ریس حامد کرزي د حکم په اساس ، د لوړو زده کړو وزارت د پخواني وزیر ډاکټر عبیدالله عبید په همکارۍ ، دیاد ولایت د محترم والي، د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د استازو ، د وردګو د علم پروره ولسونو او مدني فعالینو له لوري د وردګ پوهنتون د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
په 1393 لمریز کال کې د لوړو زده کړو وزارت له لوري ورته تشکیلات ورکړل شول او پوهنیار عبدالرحمن عثماني د وردګ پوهنتون د سرپرست ریس په توګه وټاکل شو.
تمه وه چې په همدې کال کې يې تدریسي چارې پیل شي خو د ځینو ستونزو له امله تدریسي چارې ځنډنۍ شوي بالاخره په ۱۳۹۴ لمریزکال يې د کانکور ازمویني له لارې محلین جذب کړل چې شمیر یې سل تنه ته رسید
په همدې کال د پوهنتون رئیس ښاغلي عبدالرحمن عثماني استعفا ورکړه او پر ځای یې لوړو زده کړو وزارت د غزني پوهنتون استاد پوهنیار عنایت الرحمن مایار د یاد پوهنتون د سرپرست ریس په توګه وګمارو.
پوهنیار عنایت الرحمن مایار د هغې وړتیا پر بنسټ چې لوړو زده کړو وزارت ګمارلی و، هماغه وړتیا یې دلته هم وښوده او له هماغه لومړۍ ورځې يې خپلې هڅې او کوښښونه پیل کړل.
د پوهنتون ډېرې سختې او ستومانه ورځې یې تر شا پرېښودې، له ښاغلي مایار څخه مې د پوهنتون د لومړنیو ستونزو په اړه پوښتنه وکړه، هغه راته ویل: ((د پوهنتون لومړنۍ ورځې ډېرې سختې وې، په دې کې شک نشته، چې د هر کار پیل سخت او ستونزمن وي، دغسې وردګ پوهنتون هم په لومړي پیل کې د سختۍ او ستومانۍ، د امکاناتو نشتون، د معاش نشتون، د استاد نشتون، د ودانۍ نشتون، د نقلیه واسطې نشتون، د برېښنا نشتون له داسې وضعیت سره مخ کړ، چې که یې یو غیرتي، پوهنتون پاله، پوهه پاله ولس مو تر څنګ نه وی، نو ښايي پرمخ بېول یې ډېر ستونزمن شوي وی.))
مایار د خپلو خبرو په لړ کې زیاته کړه، چې د دې ټولو ستونزو د حل لپاره یې هم په دولتي او هم په ولسي اړخ کې هڅې کړې دي او ګڼې لاسته راړونې یې لرلې دي.
ښاغلی مایار که څه هم تاند ځوان دی، خو حوصله یې ځواکمنه ده او تل هڅاند پاتې شو او موږ یې تر دې مهاله د ګڼو لاسته راوړنو شاهدان یو، چې په لنډه توګه یې په لاندې ډول یادونه کولای شو.
اول: د پوهنتون لپاره د ځانګړې شوې ځمکې لپاره یې تر سختو ستونزو او مشکلاتو ګاللو وروسته اسناد جوړ کړل دغه اسناد د ولایت مقام او د لوړو زده کړو وزارت ته ولیږدول شول او یاده ځمکه نوره د پوهنتون په نوم ثبت شوه.
دوهم: د خلکو د مرستو په وسیله یې د وردګ پوهنتون له ټولې ځمکې څخه (۳۰۰۰)متره احاطه د سنګ کارۍ په کچه چاپېر کړه.
درېیم: د پوهنتون د آدرس څرګندولو او معلومېدلو په خاطر یې د پوهنتون په ځمکه کې یې د یوه تدریسي تعمیر د جوړولو لپاره کور په کور وګرځېد، له خلکو یې ورته سوال وکړ او دغه تعمیر یې جوړ کړ.
له مایار څخه مې د دې مرستو د راټولولو پرڅرنګوالي بحث وکړ، هغه راته وویل، چې د دې کار لپاره د پوهنتون ریاست له لوري ځانګړې کمېټه جوړه شوې، چې د قوم با نفوذه کسان په کې شتون لري: (( د دې لپاره چې زموږ کړنې ولس ته معلومې وي، ترلاسه شوې مرستې او د هغو د لګښت ځایونه موارد معلوم وي، نو د پوهنتون ریاست په ګډون مو یوه کمېټه ایجاد کړې، چې د ټولو حسابونو ځواب ویونکي دي.))
مایار وايي، چې په تېر ۱۳۹۴ لمریز کال کې یې د ځان لپاره څو لوی اهداف ټاکلي و، چې د پوهنتون د ځمکې لپاره اسناد جوړول، د یوه تعمیر جوړول، د دولت عادي او انکشافي بودجې ته لاره پیدا کول او د بانک جهاني په پروګرامونو کې د پوهنتون شاملول یې عمده برخې وې.
نوموړی وايي: ((له نیکه مرغه دغه ټولو مواردو ته رسېدلی یم، د ځمکې لپاره اسناد جوړ شول، یو تعمیر جوړ شو، عادي او انکشافي بودجه مو ترلاسه کړې او پوهنتون مو د بانک جهاني پراختیايي پروګرام ته شامل کړ.))
څلورم: د پوهنتون په چاپېریال کې د زرګونو میوه لرونکو او زینتي بوټویو کېنول، چې دا هم د استاد مایار له نوښتونو څخه وو.
ښاغلی پوهنیار عنایت الرحمن مایار وايې چې د ۱۳۹۵ لمریز کال کې لپاره یې لاندې هڅو نتیجه ورکړېده:
لومړی: د لوړو زده کړو وزارت له لوري له دولتي بودجې څخه د یو تعمیر جوړول، چې چارې به یې د روان کال په اوږدو کې پیل شي.
دوهم: د ۱۳۹۵ کال په اوږدو کې د ښوونې او روزنې پوهنځي اخیستل، چې (۲۲) تنه کادري او اداري تشکیلات به ورسره مل وي.
درېیم: د بانک جهاني له پروګرامونو څخه د پوهنتون لپاره ای سي ټي سنټر جوړول.
څلورم: د بانک جهاني له پراختیايي پروګرام څخه د ای سي ټي سنټر له جوړېدو وروسته له فایبرنوري شبکې سره د پوهنتون وصلول.
پنځم: د بانک جهاني له پراختیايي پروګرام څخه د سولر بریښنا سیستم جوړول.
شپږم: د بانک جهاني له پراختیايي پروګرام څخه د کتابتون لپاره د کتابونو او تجهیزاتو ترلاسه کول.
اووم: د اماراتو سفارت له لوري د پوهنتون لپاره د اوبو ژور کوهي ایستل.
اتم: د بانک جهاني له پراختیايي پروګرام څخه د لابراتواري تجهیزاتو تر لاسه کول.
نهم: د بانک جهاني له پراختیايي پروګرام څخه د استادانو د لېږد را لېږد په موخه د یو کاسټر موټر اخیستل.
لسم: د یوه لوی کتابتون د جوړولو لپاره د یوه بل ولسي کمپاین لپاره چمتوالی او د فرهنګیانو دعوتول، چې د دې کمپاین په لړ کې به د پوهنتون لپاره زرګونه جلده کتابونه ټول شي.
همدا راز ښاغلی عنایت الرحمن مایار وايې چې په ۲۰۱۷ لمریز کال کې به په یاد پوهنتون کې ډیر لوی تعمیر جوړ شي چې سل خونې به ولري.
هغه وايي: ((په ۲۰۱۷ کال کې یو لوی تعمیر جوړيږي، چې تدارکاتي کارونه یې همدا اوس په جریان کې دي، او په دې سربېره به د دولت له بودجې په ډېر لوړ ارزښت د پوهنتون لپاره ماستر پلان جوړ شي.))
اوس مهال وردګ پوهنتون یو تعمیر لري دغه تعمیر د یوولس خونو درلودنکی دی، چې د هغه له جملې پنځه تدریسي خونې، یوسالون او څلور دفترونه دي .
شپږ تنه استادان په کې د تدریس چارې پر مخ وړي. اوسني وخت کې د ۳۰۰ په شاوخوا کې محصلین په وردګ پوهنتون کې په زده کړو بوخت دي د دوی لپاره بدل اعاشه او وړیا اطاقونه هم ورکړل شوي دي. د یادونې وړ ده چې سږ کال د پوهنتون په انګړ کې دوه زره نیالګې هم کښینول شوي. په درنښت
You also might be interested in
ژباړه : صفي الله حسن زی اول : دنورو کسانو[...]
لیکنه: صفي الله حسن زی لومړی باید د غربت دایره[...]
ليکنه: صفي الله حسن زی توماس کورلي د (Rich habits)[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی