لیکنه: حمیدالله حمیدي
د کړکۍ پله یې را خلاصه کړه، بېرون یخ باد چلېدو، له کړکړۍ یې ښکته او پورته وکتل، د شپې تېر شوي باد، د یوال بېخ ته د ونو تویې شوې ژېړې پاڼې غونډ کړې وې.
کړکۍ یې په زوره پورې کړه، له ځانه سره یې وویل، دا دی منی هم په خلاصېدو دی، خو د توریالي لا هم درک نشته، د تلو یې یو کال پوره شو ، خو تر اوسه یې هېڅ احوال نه لرم، خدای خبر دا دومره وخت به څنګه پرې تېر شوی وي.
المارۍ یې خلاصه کړه، د خاطراتو کتابچه یې سره له قلمه را واخیستل، د تېر کال څو خوږې خاطرې یې ولوستې، توریالي یې سترګوته ودرېد، چې تېر کال همدا وخت یې د خزان په پاڼو کې عکسونه اخیستل، توریالي ته د عکس اخیستلوو پروخت خندا ورتله او وړانګه به پرې غوسه شوه. د روازې د خلاصېدو له غږ سره یې د خیالوونو دونیا ړنګه شوه، کتابچه یې زر بنده کړه، خواښیې یې غږ پرې وکړ وړانګې ولې نن بیا خپه ښکارې؟ نه ، نه مورې نه یم خفه، هسې مې غوښتل یو څه ولیکم، خو بیا مې زړه ونه شو،
ښه سمه ده زه راغلم، ما ویل، چې د شپې لپاره به څه پاخه کړو، وړانګې ور غبرګه کړه، مورې زما خو نن هېڅ هم زړه ته نه کېږي، خو ستا که کوم ځانګړي شی خوښ وي و وایه، درته پاخه به یې کړم.
نه لورکۍ، زه هم نن مړه یم، سهارنۍ ورېجې شته هغه به ګرمې کړو اوس خو هسې هم ناوخته ده ګوندې کوم مېلمه نه راځې، خواښیې یې له دې خبرې سره ووته، د جومات له لاسپیکره د ماښام د آزان غږ راتلو، وړانګه په لمانځه ودرېده، له دعا وروسته یې پر جای نماز پلترۍ ووهلې، نن د نورو ورځو په پرتله ډېره خفه وه، د کټ له سره یې د خاطراتو کتابچه ور کش کړه، د اورنګ د مېرمنې خبره ور یاده شوه، چې وویل، زوی مې ایران ته روان دی، که څخه لیک میک استوې، ته خو هسې هم خپله لیک لیکلی شې، زوی مې امانت کاره دی، په خپل لاس به یې توریالي ته ورکړي.
وړانګې یې دا خبره له خواښې سره نه وه شریکه کړې، غوښتل یې په خپل زړه ورته یو د مینې او ګیلو ډک لیک ولیکي، قلم یې ډېر وخت په غاښو کې نیولی و ، لیک یې څه داسې پیل کړ:
سلام، د ژوند لپاره زما بهانې!
بلې،
زه یم، هماغه ستا پخوانۍ لېونۍ، له نامه دې قربان شم، در پسې خفه شوې وم، ومې غوښتل دغه لیک درته ولیکم.
زما د حال پوښتنه که کوې، رنګ مې داسې ژېړ شوي، لکه مړاوی ژېړ کل، د سترکو په صحن کې مې ستا د لیدلوځای خالي دی، وریېځې ټولې دلته دي، دلته هوا له غمونوډکه ده. له غوسې، چې هر څمره درته و وایم، بیا به مې هم کم ویلي وي.
پرون شپه مې زړه تنګ شوي، انګړ ته ووتم، اسمان شین ځلېدو، ومې ژړل، له ځانه سره مې وویل، یا ته راشه او یا هم ما دروله.
در ځارشم!
نه پوهېږې، چې بې له تا مې څمره دردونه تېر کړي که رېښتیا درته وایم، نورې مې نو د ژوند وروستۍ شېبې دي.
ته ولاړې، زه یوازې شوم، ستا په برخه سفر شو او زما په برخه یوازېتوب، پوهېږې، څمره در پسې خفه شوې یم، ستا مینه، مهرباني او ښکلول مې ټول په ذهن کې موجونه وهي.
ته دې لپاره هلته پاتې یې، چې تل دې زه ستا راتلو ته سترګې په لاره وم؟ پوهېږم، غواړې زړه مې همداسې در پسې وځورېږي.
زه پوهېږم، په دې ورځو کې دې زما مینه هېره کړې ده، خو ډېر زر به خبر شې، چې راشه، نوره دې مینه مړه کېږي.
زما، زړګیه!
داسې راته ښکاري، چې له کومې بلې سره دې مینه پیدا شوې وې، خیر دی نوره مې په دې سخت انتظار کې مه پرېږده.
وروستۍ خبره درته کوم!
په خپل وعده وفا وکړه ، نور د په خدای سپارم.
.
.
.
رېښتیا پرون باران اورېدو، زه او خیال دې دواړه لامده شو، د اسمان زړه ته ولاړو، له ورېیځو سره ملګري شوو.
له کله نه چې تللی یې د زړه اسمان مې تل ورېیځ وي، د زړه زخم مې نه دی ښه شوی، له هغه وخت یې زخم لوی شوی خو خیر، تر څو، چې ته نه یې راغلی زما زړه به همداسې وي، پرله پسې ټوخی مې د یوازېتوب نښه ده.
خپل حال دې راته و وایه!
زما په نشتون کې خوښ یې؟
ښه به وو، چې در سره تللې وای، که همداسې یوازې ښه یې؟
له کله نه، چې تللی یې، سترګې مې همداسې سرې وي، لکه د وینو کاسې، دوه سترګې مې در پسې څلور شوې.
په یاد دې دي، چې د تلو په وخت کې مې په دروازه کې درته وژړل، له لاسه مې کلک نیولی وې، درته ویل مې، ګوره کله کله لیک را استوه، و دې خندل، ودې ویل اوس مې پرېږد، چې ولاړشم.
ته ولاړې، خو زه تر اوسه په هماغه دروازه کې درته په تمه یم، نن داسې راته ښکارې، چې نوره مې هېروې، او د زړه په باغ مې وچکالي را ولې.
ومې غوښتل، چې لیک درته ولیکم، هسې نه و وایې، چې څومره بې وفا وه، ګنې ښه پوهېږم، چې د دې لیک ځواب نه شم تر لاسه کولای او ځواب به یې یوازې له خدای سره وي.
عکسونه مې دې، له څو ګلونو سره یو ځای د کټ په څنګ کې ایښې، په لېدلو سره مې یې په اوجود کې لږ ساه وچلېږي.
پوهېږې!
د ټولې نړۍ په اندازه در سره مینه لرم، کله دې، چې نوم اخلم، د زړه غم مې لا تازه کېږی، بې له تانه په دې لوی کور کې څه وکړم، په یاد دې دې، چې درته ویل به مې زما پرته بل چاته مه ګوره!
زما خبرې به دې خفه کړي، خو څه وکړم، ټول د غریبۍ له امله، ته ولاړې زه غریبه شوم، څه عجیبه نړۍ ده.
زر راشه، بې له تانه ماته دا ځایه لکه دوزخ داسې دی، د کور دیوالونه راته د غمونو او غوسو له سیوریو ډک دي.
هغه تحمل، چې تا راکړی و ، نور په خلاصېدو دی، تا خو راته ویلي، چې ته تل زما یې زما!
ستا دې قسم وي نوره مې یوازې مه پرېږده.
ستا مینه
وړانګه.
لیک یې په پټه، د اورنګ مېرمنې ته وسپارو، د لیک د ورکولو په وخت کې یې قسم ورکړ، چې لیک به امانت توریالي ته رسوي، د اورنګ مېرمنې ور سره ژمنه وکړه، چې ما خو مخکې هم درته ویلي و، چې شین ګل، ډیر امانت کاره دی، داسې بې غمه شه، لکه تا، چې په خپل لاس ور وړی وي، د وړانګې رنګ ورځ ورځ ژېړېدو، ټوخي یې هم زیات شوی و، خواښې یې مجبوره شوه، چې ولسوالۍ ته یې بوزې، او ډاکټر ته یې ور ښکاره کړه، ډاکټر د وړانګې معاینات وکړل، د توریالي مور یې ګوښه کړه، ډېره مو ناوخته کړې ده، د وړانګې سږي خراب شوي، زه بښنه غواړم، خو د دې د تسکین لپاره به ورته یو څه درمل ولیکم،
توریالي د وړانګې لیک داسې وخت تر لاسه کړ، چې په قبر کې د وړانګې درېیمه شپه وه.