لیکنه: آغاملوک سهار
ورځ تر بلي هیله مند کیږم، خوشالیږم، خپل نسل او د هیواد راتلوونکي ته ډير خوشبین یم، او د یو ښایسته افغانستان تصویر مې هر ورځ سترګو ته ولاړ وي.
ژوند او هیواد په خوبونو، دوعاوو او پخپلو درنو او د بل په سپکو بیانولو نه جوړیږي، په زده کړو،کار،ملي احساس او ملي فکر جوړیږي.
نور هیوادونو او خلګو تر موږ په څو برابره ناوړه شرایط تیر کړي، لا هم ورسره لاس او ګریوان دي. او بل واقعیت داده نړۍ هیڅ وخت له دی ټکه ټوْکه، یو او بل غم نه خلاصیږي، خو یوازې د وخت په تیرویدو یې ظاهرې بڼه بندله شوي، او مهمه نده ډیر له دي ټکه ټوْکه متاثر ووسو،د شکایتو، ګیلو په ځای خپلي هڅې رواني وساتو، که ښه فګر، معلومات لرو ښه داده نورو سره یې شریک، زموږ به فکر وشاربل شي او نور به مو له فکر نه ګټه پورته کړي.
انشالله زموږ په هیواد کې به هم دا جنګ، ډلی،ټپلي ختمې شي،ورځ تر بلي تولیدی فکر ډیریږي، او نور به خپل سرنوشت به پخپله ټاکو.
هره ورځ چې نوي تحصیل کړي ځوانان او نوي مفکوري او نوي پنځوني او رغوني وینم ، وایم خلګ په راویښیدو دي، احساساتي مسایل ورځ تر بلې کمیږي، ملي والي ډیریږي، فکرونه لوړیږي،درنښت ډیریږي.
اوس ځوانان په قوم، ژبه، سمت،مذهب، نژاد ډیر نه غولیږي، د وژلو په ځای،زغملو، پوهولو او قناعت ورکولو ته زړه ښه کوي، اوس یې څوک په سخته پدي نومونو خطا ایستلی شي، ورځ تر بلي دا زاړه ګنده خاینان کمیږي، او دا ایکسپیر مفکورې یې مارکیټ بایلي، او حیثیت یې دوه روپو ته را ټیټیږي. څه وخت وروسته به د شمال، جنوب،سني، شعیه، پښتون، تاجک، هزاره خبرې به هم کمي شي.
دري کاله مخکي چې به ما د نوښت خبره کوله، څوک به ورته ډیر لیواله نه وو،خو اوس چې هره ورځ ملګري او دوستانو سره په غونډو،رسنیو، سیمینارونو، محفیلونو کي وینم ټولي هم دا خبري وی،چې څنګه نوي څه وکړو، څنګه فرصتونه،طرحې رامنځ ته کړو. انشالله څه وخت وروسته به زموږ پوهنتونو او ښوونځي هم د نورو هیوادونو په شان د لسګونو نوښتونو، اختراعاتو، څیړنو،فرصتونو شاهدان وي، لوی لوی مفکوري به رامنځته شي، چې موږ به هم د نړۍ په ساینس، ټکنالوجي،پرمختګ کې یو لوړ ځای ولړو.
په هیواد کې په سلګونه پوهنتونو او په زرګونه ښوونځي،په میلیونو په زده کړو سمبال قشر داده هیله مندي ثبوت دی، په پوهنتونو او ښوونځیو کي ورځ تر بلې کیفیت،نوښتونه،فرصتونه ډیریږي.