ژباړه: رفیع الله آرمان
ديمون براون وايي دشپې تر ناوخته ويښ پاتې کيدلو څخه ورو ، ورو داسې حالت ته راغلم چې نور مې سهار وختي پاڅيدل عادت وګرځيدل. په دې وروستيو کې د شپې دری بجې زما له خوبه د پاڅيدلو وخت دی.
تجربو راته ثابته کړې چې د ورځې پيل د ټولې ورځې ټاکونکی دی ، په خاص ډول کله چې تاسو د ورځې په جريان کې کوم هدف ټاکلی وي پرته له کومې ستونزې به پرې بريالي شئ .
براون زياتوي تر ټولو مهم درس چې موږ يې بايد لمړی زده کړو دا دی چې ورځ مو څه ډول پيل کړو. د ورځې په پيل کې وړه تيروتنه مو ټوله ورځ په ځان کې را نغاړي .
دقهوې څښل ــ
له قهوې څښلو پرته کيدای شي د ورځې پيل درته ستړی کونکی وي ځکه هيڅ داسې څه نشته چې په سهار کې يې تاسو د قهوې پرځای نوش جان کړئ ، خو ستاسو بدن تر ر ويښيدو څو شيبې وروسته دقهوې د اشتها له ايساره وزي . کله چې موږ سحر له خوبه پا څو بدن مو يو ډول ماده د کورتيزوم په نامه افرازوي چې دا د دې سبب کيږي چې موږ د خوب له حالته عادي حالت ته راولي او د خپلې انرژۍ څخه په استفادې ورځنۍ چارې پيل کړو. دد غې مادې افرازيدل د سهار له ۸ ـ ۹ بجو پورې او د ورځې تر نيمايې او حتا تر مازديګره پورې جريان پيدا کوي . د ورځې په پيل يعنې په سهار کې د قهوې څښل په اور د تيلو د شيندلو مثال لري چې دا ستاسو دخپلې انرژۍ له لاسه ورکولو سبب کيږي په بدل کې يې تاسو مصنوعي انرژي تر لاسه کوئ چئ ډير ژر په ستړيا باندې بدليږي .
خپل بستر نه ټولول او ګډ وډ پريښودل ــ
که تاسو د کوم نظامي کس سره په کوټه کې اوسيږئ درته به پته لګيدلي وي چې د نظامي کس د لمړيو کارونو په سر کې د خپل بستر ټولول او ځای تنظيمول دي . که تاسو سهار تر پاڅيدلو وروسته لمړی خپل بستر ټول او منظم کړئ نو د ورځې لمړنی کار مو په بريا تر سره کړی دی که څه هم دا يو آسانه او ساده کار دی خو دا کړنه تاسو ته يو ښه احساس درکوي او د نورو کارونو کولو ته مو هڅوي د همدې ساده او آسانه کار په کولو سره تاسو دټولې ورځې د پيل تهداب په خوښۍ او بريا سره کيښود .
په مبايل کې مصروفيدل ــ
د اوسنۍ زماني کسان سهار له خوبه د پا څيدلو سره سم له خپلې ميرمنې سره تر سهار په خير ، مخ کې خپل مبايل چکوي او ګورې چې په اکونټونو يې کوم څه نوي راغلي او که نه ، چې دا په اصل کې د يوې ښې ورځې دپيل لپاره ګټوره چاره نه ده . دا چې انسان د خوب له نړۍ څخه د شعور نړۍ ته راځي نو لاهم د خوب اسرات ورسره سم راغلي، تر ځنډ وروسته ورو ، ورو انسان خپل ويښ چاپيريال ته ننوزي چې په دې وخت کې تلفون ، ايميل او … ته ځواب ويل ګټه نه بلکه تاوان دی .
له بلې خوا په ټولنيزو رسنيو کې مصروقيتونه د توقع خلاف ډير وخت ضايع کوي او نه پريږدي چې تاسو د سهار په پيل کې په خپله خوښه ورځ پرانيزئ . پياوړي او بريالي کسان يوازې په اونۍ کې دوه ، درې ځله خپل ايميل چک کوي ، په تر تيب تاسو تر لاسه کړي ايميلونه او پيغامونه په داسې وخت کې کتلی او اوريدلی شئ چې نور مکمل د خوب له نړۍ نه بهر شوي ياستئ . د هر کس ورځنۍ کړني او عادتونه متفاوت دي خو لږه تفريح او په کمه اندازه خوراک د يوې ښې ورځې د پيل لپاره ښه چاره ده .
پای
You also might be interested in
ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس مونږ اکثره د ورځې[...]
ژباړه: قاسم امیري داسې ورځ راتلونکې ده چې د روغتون[...]
لیکنه: پوهیالی حسن خان درمل هغه څه چي ګټوونکي وګړي[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی