لیکنه: عطاء الله خان حیران
خلک واړه داندو په دریاب ډوب دي
کله کله له دریابه سربلند کا
سترخوشال بابا (رح)
وسواس یو ډول روحي ناروغي ده او له شک څخه پیداکېږي چې په ځینو ګونګو او پېچلو حالاتو کې انسان ور سره مخ کېږي، کله چې موږ یو کار تر سره کړو او سل په سلوکې ور باندې مطمین ونه وسو نو په دغه وخت کې له موږ سره یو ډول ګونګه اندېښنه موجوده وي.
د بېلګې په توګه یو څوک دې دکانکور امتحان يې ورکړاوپایلې يې لانه دي اعلان شوي ترهغې يې چې پایلې اعلانیږي نودغه محصل په یوډول روحي تشویش کې وي او له ځان سره فکرکوي چې زما سوالونه خو به ډېر غلط نه ول، ایا ما ټول سوالونه په ښه توګه ځواب کړي؟ او دې ته ورته…
نو په دغه وخت کې وسواس انسان په شک کې اچوي، انسان هېڅکله او په هېڅ وخت کې نه غواړي، چې په شک کې پاتې شي انسان په دغه وخت کې ترخپلې وسې هڅه کوي، چې ځان ته داسې لار پیداکړي چې خپل شک په یوه ډول نه یو ډول له ځانه وشړي ترڅو په ارامه فضا کې تنفس وکړي.
په یاد ولرئ، چې روحي او رواني مسایل یو ناڅاپه نه را پیدا کېږي او نه په یو ناڅاپي ډول خپل اوج ته رسیږي بلکې له صفر نه شروع کېږي او ورو ورو د انسان په جسم اورح کې پرمختګ کوي.
نو پردې اساس موږ باید لومړی خپل مشکلات په سمه توګه درک کړو او د عقل په مرسته ورته د حل لار پیدا کړو.
که چېرې زموږ پرخیالاتو، دماغ او حافظه کې دغو منفي شیانو لکه تشویش، وېرې او شک… ځای وموند نو په دغه وخت کې بیا موږ نه شوکولی چې په ډېره اسانۍ سره مثبت فکر وکړو ځکه مشهوره مقوله ده، چې (سالم عقل په سلیم بدن کې وي) کله چې دغه بدني ویروس د انسان روح، دماغ او فکرته ولېږدول شي انسان ناهیلی کوي او حتی له اخه ټوخه یي باسي.
دماغ په خپلواکه توګه د انسان په واک کې نه وي نو په دې اساس تشویش، وېره اوخپګان په ډېره اسانۍ سره زموږ په دماغ او خیالاتو کې ځای نیولی شي کله چې شک، تشویش او وېره د انسان په دماغ اوخیالاتوکې ځای پیداکړي په لومړي قدم کې د انسا ن په اعصابو باندې بوج راولي په داسې حال کې، چې اعصابي نظام د بدن د ټولو برخو کړنې کنټرولوي او ترمنځ يې توازن رامنځته کوي، د انسان ټول بدني حرکتونه دماغ سره تړلي دي، کله، چې د ماغ نا ارمه شي ورسره جوخت روح نا ارمه کېږي کله، چې روح نا ارامه شو د بدن ټول غړي ورسره نا ارامه کېږي.
ځکه چې انسان روح دی جسد نه دی داسې هم نه ده، چې جسد ته به هېڅ زیان نه رسیږي خو د روح په پرتله دومره پر جسد باندې بیا اغېزه نه ښندي.
د یادونې ده چې عادي وسوسې خو هر چاته پېښېږي اما که وسوسې ډېرې شدیدې شي نو بیا د ناروغۍ حالت پېښوي باید ژر ترژره يې لومړی اروایي درملنه وشي
په یاد ولرئ لکه څنګه، چې یو تشویش، (وسواس) خپګان او شک د انسان مغز، روح او وجود نا ارمه کوي او منفي تاثرور باندې لري همدارنګ د یو پرېشانه او تشویشي انسان منفي کړه وړه په کورنۍ او هم د کورنۍ په غړوباندې منفي اغېزه کولی شي، هغه هم په خاصه توګه په ماشومانو باندې.
محیط دانسان پرذهن او دماغ باندې ترهڅه ډېره اغېزه کوي څومره، چې محیط خراب او ککړوي په همغه کچه د انسان ذهن، دماغ او روح اغېرمن کوي
د وسواس (تشویش) څو ډولونه دي خو ټولو یادونه راته اړینه نه ښکاري.
۱ ـ ځینې خلک چې یوکار ترسره کړي او هغه د هغه په میعار برابر و نه خیژي نو بیا ورته بې ځایه ځوریږي او له ځان سره یې کري او ریبي یي، چې کاش دا کارمې په دا ډول ترسره کړی وی او دې ته ورته داسې نور…
تېر باید هېر شي او له خپلو تېرو تېروتنونه ګټه واخستل شي د ماضي را په زړه کول او ورباندې بې ځایه چورت وهل له زیان پرته ګټه نه لري، دا په حقیقت کې د حال په نسبت د خپل یقین او ارادې وژل دي. متل دی چې ( له ورخه تېرې اوبه په بېرته نه جاروزي). ددې پرځای چې موږ په تېره پسې ژاړو ولې ددې پرځای په یوه نوي کارفکر نه کو؟
۲ ـ دکمترۍ احساس: دا هم د وسواس یا دتشویش یو ډول دی په دغه ناروغۍ اخته انسان پرځان هېڅ ډاډمن نه وي هرکارته د شک په سترګه ګوري په هېڅ کاريې زړه اوبه نه څښي په هر کار کې د ځان او د مال زیان ویني، د یادونې ده، چې د کمترۍ احساس په انسان کې ټولې وړتیاوې وژني.
۳ ـ فکري تشویش: په دغه ناروغۍ اخته انسان د خپل منفي فکر پرمټ په خپل ذهن کې داسې منظرې او تصویرونه جوړ وي، چې په خپله ترینه اغېزمن کېږي او د ده د ناراحتۍ سبب ګرځي.
د بېلګې په توګه دا ډول انسان له ځان سره یوه ایډیا جوړوي وايي، چې موټرواني زدکړم نو که خپل موټر مې نه شته د بل چا به چلوم او خپلو بچوته به په کې حلال رزق ګټم د لږځنډ وروسته دی په همدغه خپله خبره بې اطمېنانه کېږي وايي، نا هېڅکله به داسې ونه کړم که چېرې په موټر رانه څوک ووهل شي او مړ شي نوبیا؟ او یا یې له کوم موټر سره وجنګوم او که په کې مړشم واړه واړه بچي به رانه د خلکو سپېړخواره شي نا نا نا او دې ته ورته داسې نور…
له دا ډول شخص نه هېڅ نه کېږي یو کار هم په سمه توګه سرته نه شي رسولی هرکار ورنه په نیمه کې پاتې کېږي.
په هرتوګه د تشویش یا وسواس ډولونه ډېر دي په دې نورو ډولونو باندې زه هم نه پوهېږم، په کومو مو چې یو څه پوهېدم تر خپلې وسې مې تشرېح کړل اوس راګرځم د درملنې برخې ته.
درملنه.
۱ـ که چېرې ستاسې دکورنۍ کوم غړی د دغې ناروغۍ ښکار شوی وي نو لکه مخکې مې چې ویلي و، چې محیط د انسان پر ذهن، دماغ او روح باندې ډېره اغېزه لري نو ترهر څه دمخه باید ناروغ ته محیط د هغه په زړه برابر جوړ کړو چې دی په کې خوشحاله وي
۲ـ له ناروغ سره باید ښه چلند وشي د ناروغ په کړو وړو باندې د قضاوت او د انتقاد پرځای باید له هغه سره مرسته وکړئ ترڅو پرځان باور پیدا کړي هېچا ته اجازه مه ورکوئ، چې ملانډې ورپورې ووهي ترخپلې وسې ناروغ تشویقه وئ.
۳ـ په یاد ولرئ دغه ډول ناروغان روحي او اروايي ناروغان وي باید اروایي درملنه یې وشي.
۴ـ ترخپلې وسې هڅه وکړئ، چې د ناروغ ویده صلایحتونه را وپاروئ ترڅو ناروغ پرځان اعتماد پیداکړي او ددې ترڅنګ باید دومره بوخت وساتل شي، چې تېریادونه ور په زړه نه شي.
۵ـ لکه څنګه، چې تشویش یا وسواس روحي ناروغي ده نو پام مو وي، چې دا ناروغ هرخبره او غوښتنه پرته له کوم شرط او قیده ومنل شي.
۶ـ ناروغ هېڅ کله او په هېځ وخت کې یواځې مه پرېږدئ.
۷ـ ناروغ ته باید هره ورځ پرخپل وخت د ورزش زمینه برابره کړئ ځکه چې ورزش له نورګټو سره سره د انسان د ذهن څخه بوج کموي .