ولامس بیلانګ د بلجیم په فلندر سيمه کې یو ځواکمن ګوند دی، له نن څخه ۴۰ کاله وړاندې ددې ګوند نظریې جوړښت رامنځته شوی چې د ۲۰۰۴ کال د نومبر د میاشتې په ۱۴مه یې په رسمي ډول اعلان کړی.
ولامس بيلانګ سره له دې چې ځان ميانه رو ښي اړخی ګوند ګني، خو فعالیتونه او اهداف یې د سخت دریځه ښي اړخو ګوندونو څخه دي چې تمرکز یې په ملت پالنه یا نشلیزم دی. د دوی شعارونه څرګندوي چې لومړی حق باید فلمش یا د فلندر اصلي اوسېدونکو لپاره وي
د کډوالو په برخه کې د انساني لومړيتوبونو حقدار لومړی د فلندر اصلي اوسېدونکي ګڼي او په دوهم قدم کې بیا دوی د ارثي اړيکو پر بنسټ چې مور یا پلار یې له فلندر څخه وي او په دریم قدم کې نور اوسېدونکي حقدار ګڼي.
د کډوالو پر وړاندې د سختو قوانينو غوښتونکي دي او انګېري چې دوی په سيمه کې د ډېرو ستونزو زېږنده دي او په ډېرو برخو کې کډوال د ځآيي اوسېدونکو حق خوري.
دا ګوند په ټولنیزو شبکو کې د ښه فعالیت له امله توانېدلی چې ځينې ټولنیزې ستونزې را وسپړي او پړه یې په حاکم حکومت واچوي او کډوال ددې ستونزو جرړې معرفي کړي.
دوی په ټولنیزو شبکو کې د کډوالو تر منځ یا د کډوالو لخوا ستونزې او جګړو ته ډېر پرداز ورکوي او ځايي خلک په دې قانع کوي چې کډوال په سیمه کې زموږ د ناهوساينې سبب دي.
د همدې کمپاینونو په پايله کې دوی وتوانېدل چې د 2019 کال په ټاکنو کې غوڅ اکثریت ترلاسه کړي او ځان د فلندر په کچه یو ځواکمن ګوند معرفي کړي.
دا ګوند په ساحوي دفترونو کې ډېره پانګونه کوي او د اړيکو لپاره د انټرنېټ پر مخ موجوده تکنالوژي په ښه ډول کاروي او خپل پیغامونه په ښه ډول تر یو بله رسوي.
د بلجيم په حکومت کې یو ګوند نشي کولای چې دومره رایې ترلاسه کړي چې په یوازې ځان حکومت جوړ کړي له همدې امله سیاسي احزاب د ځينو مشترکاتو په نظر کې نيولو سره حکومت جوړوي.
له تېرو پنځه دیرش کلونو څخه نور سياسي ګوندونه سره له دې چې دومره ځواکمن هم نه وي ولې د سخت دریځو ښي اړخو ګوندونو پر وړاندې ايتلاف کوي او حکومت جوړوي چې په دې ډول سخت دریځي ګوندونه په اپوزیسيون کې پاتې کېږي.
سږ کال هم د لومړنیو اټکلونو له مخې د ولمس بیلانګ ګوند په فلندر کې اکثریت یا 27.8% رایه ترلاسه کوي. خو نور ګوندونه سر له اوسه د ولمس بيلانګ ګوند لپاره د cordon sanitaire اصطلاح کاروي چې نورو ګوندونو ته پیغام ورکوي چې نور ګوندونه باید د دوی پر وړاندې یو ځای شي او ولمس بیلانګ په حکومت کې منزوي کړي.
که چېرې مو دا ډول معلومات خوښ شوي وي، هیله ده چې دا معلومات له نورو ملګرو سره هم شریک کړئ. د ګوندونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره افغان ټپس وڅارئ.
