لیکنه: حمدالله همدرد
د عامه پالیسۍ ماسټر او د سیاسي چارو کارپوه
دا چې په افغانستان کې څو لسیزو جنګ چې په هغه کې مختلف حزبونه یا تنظیمونه په خپلو کې سره اخته وو او د جنګ قربانیان یې یواځې/ یوازې افغانان وو. دا پداسې حال کې وو چې یادو حزبونو به د خپلو جبهو او مورچلونو د تجهیز پخاطر له خپلو بادارانو څخه مالي او تخنیکي مرستې او سلا مشورې تر لاسه کولې. همدا علت وو چې ځورېدلی افغان ولس دېته اړ شو تر څو په زړه کې له تنظیمونو او حزبونو څخه نفرت ولري ځکه ولس په همدې باور دی چې ګواکي ټول سیاسي ګوندونه یا حزبونه لکه د همدې ګوندونو یا تنظیمونو په شان دي چې د پردیو بادارانو پخاطر یې خپل ولس تباه او خپل وطن یې ویجاړ کړ. خو نه داسې هم نده او ولس باید دومره هم ناهیلی پاتې نشي. د هر ګوند فعالیتونه او کړنې وخت ته په کتلو سره باید و ارزول شي ځکه چې هم شرایط توپیر لري او هم د ګوندونو یا تنظیمونو تګلارې او سیاسي چلند فرق کوي. دا سمه ده چې په افغانستان کې په داخلي جنګونو کې ښکیلو ګوندونو افغانستان ته د ګټې پر خای تاوان ډیر اړولی دی، او بدبختانه تر اوسه پورې هم ولس د یادو ګوندونو له شر څخه خوندي ندی او په یوه او بله بهانه د ولس ویني زبېښي چې دا کار یې ولس ته د منلو وړ ندی. زه غواړم یوې خبرې ته اشاره وکړم او هغه دا چې کله مونږ په یو بانک کې ددې لپاره پیسې ساتو چې هم مو پیسې خوندي وي او هم د هیواد په اقتصادي ودې او پرمختګ کې زمونږ له پیسو څخه کار واخیستل شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هیواد په سوکالۍ کې پانګونه وکړو، نو همدې ته زړه ښه کوو تر څو هغه څه چې په دنیوي لحاظ مونږ ته ډیر ګران وي هغه له خپله کوره بهر وړو او بانک ته یې سپاور او د بانک پر مسؤلینو اعتماد کوو چې هغوی به زمونږ شتمنۍ او پیسې په سم ډول وساتي او هر وخت چې زمونږ پیسې پکار وي، نو مونږ کولای شو چې تر لاسه یې کړو. فرض کړئ که چیرې یو بانک داسې وي چې د هغه بانک رئیس غل وي، یا له مافیایي کړیو سره اړیکه ولري، او زمونږ پیسو ته زیان ورسوي یا زمونږ پیسې پټې کړي او وتښتي. نو آیا دا په دې معنی ده چې ټول د بانکدارۍ سیسټم غلط او خراب دی؟ آیا دا پدې معنی ده چې نور به مونږ هیڅکله په بانک کې پیسې نه ساتو او چې هر څومره پیسې لرو نو په کورونو کې به یې په بالښتونو او دوشکو کې ساتو؟ ددې پوښتنو ځواب دا دی چې نه هیڅکله هم داسې نده. دلته صرف هغه بانک د خلکو په مینځ کې بې اعتباره شو کوم بانک چې د خلکو شتمنیو او پیسو ته تاوان رسولای ده. ټول نور هغه بانکونه د اعتبار وړ دي چې تر اوسه یې د خلکو له شتمنیو هم ساتنه کړې او هم یې د خلکو په شتمنیو باندې پرمختیایي پروګرامونه او پروژې پلي کړې دي. نو ولس کولای شي چې خپلې پیسې یو بل ډاډمن او د اعتبار وړ بانک ته انتقال کړي او هلته پکې پانګونه وکړي. په همدې ډول د سیاسي ګوندونو مثال هم دی. دا چې د افغانستان په داخلي جنګونو کې ځینو ګوندونو یا تنظیمونو خپل اعتبار له لاسه ورکړ، دا په دې معنی نده چې ټول ګوندونه به همداسې وي. تاسو دا ادعا کولای شئ چې هغه ګوندونه چې هغوی افغانان وژلي دي، خیانت یې کړی دی، د بیت المال چور یې کړی دی، او داسې نورې ډیرې نارواوې یې کړې دي، هغوی ښه ګوندونه ندي او ملت پرې باور نشي کولای. د هغوی پر ځای تاسو د ځان لپاره یو بل ډاډمن سیاسي ادرس وټاکئ چې له هغه څخه تاسو وکولای شئ خپله سالمه او با عزته سیاسي مبارزه پر مخ یوسئ. راځئ چې د یو څو متعددو او محدودو ګوندونو د ناکامو کړنو په خاطر ګوندي حرکتونه ونه غندو، ځکه چې په یو هیواد کې هغه وخت یو پیاوړی او قوي ډیموکراټیک او ولسواک نظام رامنځته کیدلای شي کله چې په یاد هیواد کې پیاوړي، منظم، ملي او سیاسي ګوندونه شتون ولري. زه هم د ولس له منځه یو له هغو کسانو څخه وم چې په داخلي جنګونو کې له ښکیلو ډلو ټپلو او تنظیمونو څخه مې زړه تور وو، خو ما په دې اړه مطالعه وکړه، ځان مې د ګوندونو د شتون او فعالیت په اهمیت وپوهاوه او بلآخره مې پرېکړه وکړه چې باید له داسې یو حزب یا ګوند سره یو ځای شم چې هم ملي وي او هم یې فعالیتونه د دیني ارزښتونو او ملي ګټو په نظر کې نېولو سره تر سره شي.
له همدې کبله د خپلې خوښې له ګوند سره یو ځای شوم او په ډیر ویاړ سره خپل دین، ولس، وطن او د نظام د ټینګښت او ثبات لپاره هلې ځلې کوم. زه په دې باور وم چې زما انفرادي منډې ترړې به هیڅ ځای ونه نیسي، نو باید چې ګوندي مبارزه وکړم تر څو زما د کړنو او فعالیتونو آغیز څو چنده شي او وکولای شم چې په کم وخت کې ولس ته ډیر کار وکړم.
په دې هیله چې تاسو هم د ګوندي حرکت په پياوړتیا او تشویق کې رغنده رول ولوبوئ تر څو وکولای شو په افغانستان کې د پیاوړي ولسواک نظام څښتنان شو.
#ګوندي_مبارزه_د_هېواد_په_ګټه_ده