لیکنه: مقتصد ستړی
لکه څنګه چې انسانان ډول، ډول دې فکرونه یي هم له یو بل څخه توپیر لري؛ ”ولي شعر لیکو؟ “ یوه ډېره مهمه او ژوره پوښتنه ده چې د یوچا په ذهن کښې را پارېږي او د ځواب په لټه یي له ځان او شاعرانو څخه پوښتنه کوي، ناممکن ټول شاعران دې پوښتني ته یو ډول ځواب ولري بیا هم ددې پوښتنې لپاره د ځواب په راپیداکولو پسې تر یوې اندازې تللی شم.
احساسات په تصور کښې او تصور په الفاظو کښې نغاړلو ته شعر وایي؛ شعر ته هر شاعر له بیلا بیلو زوایو څخه ګوري، او په وجود یي بیلا بیل نظرونه وړاندې کوي؛ شعر په وزن درنې، په ژبه اسانه او خوږې جملې دي چې د زړونو خبرې په نابلده لاره تر زړونو وړي راوړي.
هر انسان دا هڅه کوي چې خپلې خبرې، خاطرې او ګیلې د نورو په غوږونو کښې وروڅڅوي په داسې بڼه چې د خپګان او غصې پرته یي په زړه کښې استوګنه وکړي، زمونږ په منځ کښې ډېري داسې خبرې او کیسې شته چې که په نثر کښې وشي د بې خوندۍ، مزاحمت او د خلکو د قهر را پاریدو سبب ګرځي، شعر یو داسې جامه ده چې ښې او بدې خبرې د الفاظو په موسیقي کښې نغاړي او تر نورو یي په داسې حال کښې رسوي چې دهغوئ په زړه او روح کښې ځای نیسي.
که شعر نه وای د ډېرو خلکو په چیغو به د زړه دننه ګرد ناست و، او ډېري خبرې به یي په زړونو کښې ژوندۍ خښي وې ، او همدا وجه ده چې د ډک زړه تسولو لپاره انسان بیلابیلې لارې لټولي او خپلي خبرې یي تر نورو په اسانۍ سره رسولي دي؛ شعر چې سرچینه یي تخیل بولم او له همدې لارې د فکر او قلم په مرسته د کاغذ تر مخ پورې د موسیقي، رنګ، او خوند په رسۍ د اوښکو او شبنم په څېر راڅاڅي، د روح په ارامتیا او ذوق کښې د سکوت او شور دواړو په کوڅو کښې په هسکه غاړه مزل کوي .
شعر د انسان په ذهن کښې یوه داسې چینه ده چې هر سړی یي د کیندلو او موندلو هڅه کوي، ځیني یي پخپله را پیدا کړي او ځیني بیا د نورو له چینې تنده ماتوي .
شعر د روح د تندې په ماتولو کښې تر ټولو ښه مرسته کولای شي ځکه باید شعر ولیکي، ولولي او یا له ځانه سره ترنم کړي تر څو تږي روح اوبه او دژوند د ستړو شپو، ورځو لپاره د هوسایني په پار فکر وکړي، ساه واخلي، شعر د مینې ویشولو لپاره د هغې ټوکرۍ په څېر دی چې د غم او خوښۍ دواړو په محفل کښې یي غېږه له خوږو ډکه وي.