لیکنه:ډاكتر ويس الدين كاكر
1:زمونږ د ټولنې یو رسم دا دی چې کله یو ځوان غواړي د کانکور ازموینه ورکړي نو انتخاب د پوهنځی باید د کورنۍ په خوښه وشی چې دا کار په خپل ذات کې یوه ټولنیزه ناخواله ده او د دې سبب ګرځی چې یو ځوان نشی کولی په هماغه رشته کې ښه په خوښه خپل درسونه پر مخ یوسي.
2: یوه منفی انګیزه چې په ځینو ځوانانو کې موجوده ده هغه دا چې هغوی داسی فکر کوی کله یو کس پوهنتون ته لاړ شی نو په حقیقت کې یو دوران ته داخل شوۍ چې باالآخره به بدون له زحمت یوه ورځ فارغ شی دا هم د دې لامل شوۍ چې یو شمېر ځوانان درس ونه وایی.
3:هغه کسان چې په یوه علاقه او ذوق پوهنتون ته راغلی او غواړی ښه زیار وباسی خو متأسفانه خراب تحصیلی سیستم. ددې لامل کیږی چې هغه ځوان درسونو ته شا کړی د افغانستان په ټولو پوهنتونو کې روابط یو رسم ګرځېدلۍ دی هر څوک چې یو استاد پیژنی نو ښه تر خپلې وسې پورې پرې واسطې کوی تر دې چې فارغ شی د یادونې وړ ده چی استثنا شته،بعضی با ضمیره او ملی ګټو ته ژمن ښوونکی هم شته چې واسطه نه منی او د محصل لیاقت ورته تر هر څه ډېر ارزښتمن وی. په افغانستان کې نوۍ تحصیلی کریدت سیستم په اصلی بڼه نه تطبیق کیږی بلکه نور یی هم محصل په ګردابونو کې راګیر او زده کړې ورته ټکنې کوی چې البته کریدت سیستم خراب ندۍ بلکه تطبیق کوونکې پرې ښه ندی پوهول شوی او ددی لامل کیږی چې محصل ښه درس ونه وایی حتا بعضا پوهنتونونه پریګدی او پر بلې خوا مخه کوی.
4:یوه بله ستره ټولنیزه ناخواله چې په ځوانانو کی ډېر زیات عمومیت لری هغه داده چې کله درسی سیستم ته راداخل شی نو له ډیره وخته د خپل راتلونکی ګډ ژوند لپاره انتخاب وکړی او د مینې په نوم یو بل غم کې ګرفتار چې بیا هر څه ترې پاتی وی تر څو چې له دې خوبه راویښیږی بیا نو هغه وخت پرې تیر وی کوم چې یی باید زیار باسلۍ وۍ.
5:د ښه کتابونو نه شتون د محصلینو د زده کړو لپاره لوی خنډ ګرځیدلای او محصلین نشی کولای چې په ښه توګه زده کړې وکړی . ځینې پردی پاله. د بهرنیو کتابونه په هماغه ډول چې ورته ویل شوی وی راوړې او تدریس کوی یی او ځینی بیا کتابونه په اصطلاح کاپی پیست کړی وی یعنی له محتوا څخه یی په کلی ډول کوم مفهوم نه اخیستل کیږی خو هغه خپله رتبه پری اخیستی وی. د کتابونو اصلی مؤخذ باید محصلینو ته معلوم شی تر څو ښه ګټوره او جهان شموله زده کړه وکړی.
6:بل ستر لامل چې محصلین یی ډېر په خپګان اخته کړی هغه داده چې مسوول کسان په تحصیلی نظام کې خپل مسوولیت نه درک کوی ملی ګټو ته ژمن کسان ډېر کم دی او اکثرأ بیا ژبنی او قومی تعصباتو ته لمن وهی او په بدبینۍ کی ژوند کوی ددې پر ځای چې زمونږ د تحصیلاتو سیستم مستقل وی او ملی وی برعکس سیاسی دی او هرڅوک پکی ځانته شخصی امتیازات لټوی چی دټولو په پایله کی محصل سرکوب شی او له زده کړو ولویږی.
7:یوه بله ستره ناخواله د محصلینو لپاره په میخانیک یا له یاده خط په خط زده کول دی. بعضې ښوونکې داسې پوښتنې راولی چې مفهوم ورته ارزښت نلری بلکه لکه خپل د کتاب توری ورته ولیکل شی او دا ددې لامل شوۍ چې ډېر ښه لیاقتونه تر خاورو لاندی شی او د لیاقت وژنی غوره لار بلل کیږی. زده کړه د مفهوم له مخې ډېرپه شمېر کم ښوونکو ته ارزښت لری چی ښایی هر محصل به ددې سیستم خوښوونکۍ وی.
8:بل ستر مشکل بډه اخیستل او د روابطو برتری پر ظوابتو ده،چی محصل یی سرکوب کړۍ دی هغه دا چې په اکثره پوهنتونونو کې بالخصوص طبی پوهنځيو کی. د استادانو له ځامنو نه بغیر بل څوک نشی مقرر کیدۍ او ځینی پردی پاله او مفسد کسان هم په هر ځای کی وی چې د نمرو ورکولو په بدل کې روپۍ اخلی او دا خپله یوه ستره بدبختی ده، البته د یادونې وړ ده چی هر چېرې ښه با اصوله ،متعهد او قانون ته ژمن ښوونکی هم شته چې محصلین یی بیلګې لری او تر ابده یی منندوی دی.
9 : یو بل مشکل په ځوانانو کې داده چې خپل مسوولیت نه پیژنی. محصلین په دولتی پوهنتونو کې ستره ملی وجیبه یی داده چې باید درس ووایی او خپل اصلی دنده یعنی درس ویل هېر نکړی زکه د هیواد د ټول نفوس پر وړاندې مسوول دۍ ځکه د بیت المال له روپیو ورته د درس ویلو چارې برابری شوی دی.
10: بله نا خواله مو د بعضو بې کیفیته خصوصی پوهنتونو شتون ده . خصوصی پوهنتونونه بې له زیاره او په نیمګړی کریکولمونو باندی شاګردان فارغوی ،چی دا خپله دوه تاوانه رامنځ ته کوی. یو داچې هماغه نالایقه کسان چې کله په دندو وګمارل شی نو فساد رامنز ته کوی ځکه هغوی متعهد ندی او دویم دا چې کار اهل کار ته نه سپارل کیږی. اکثره خصوصی پوهنتونه د روپیو په بدل کی ښوونکی اخلی یعنی زمونږ اکثره ښوونکی مونږ ته ډېر کم تدریس کوی اما په خصوصی پوهنتونو کی ډېر وخت تیروی چې لامل یی هم تاسو ته ښه روښانه دۍ. د یادونی وړ ده د ګوتو په شمېر ډېر کم خصوصی پوهنتونه دی چې ټولو اړخونه ته پاملرنه کوی او په ښه کیفیت محصلینو ته تدریس کوی او په ښه تحصیلی درجه یی فارغوی. پورته لس شمیرې ټولې هغه ناخوالې دی چې محصلین ترې ښه ورځ نلری. هیله می داده چې وروسته له دی ټول خپل مسوولیتونه وپیژنو او د تحصیل په برخه کی له هر راز تنبلی او غفلت څخه ډډه وکړو