دا سیاسي ګوند ولټ یا په اروپايي کچه ولټ اروپا نومېږي.
ولټ اروپا د اروپا په کچه یو سراسري فدرال سیاسي غورځنګ دی چې د بلجیم په ګډون اوس مهال د اروپا په دیرشو هېوادونو کې فعالیت کوي. په بلجیم کې دا حزب د ولټ بلجیم په نوم پیژندل کیږي او د ولټ اروپا شبکې یوه برخه ده.
دا ځوان او چټک پراخېدونکی ګوند د 2017 کال د مارچ د میاشتې په 29 رامنځته شوی او په لومړي ځل یې په تېرو 2019 کال ټاکنو کې د اروپا له بېلابېلو هېوادونو څخه په ټاکنو کې ګډون درلود چې غوره لاسته راوړنه یې درلوده.
ولټ اروپا د بنسټيزو اصولو په توګه د اروپایي ټولنې د همغږۍ او همکارۍ په منشور ټینګار او فعالیت کوي.
د کډوالۍ په برخه کې دوی په یوه منظم سیستم تاکید کوي چې په ټوله اروپا کې پرته له تبعض او د انساني حقوقو پر بنست له کډوالو سره چلند وشي. دوی د اروپا په کچه په اړيکو، تګ راتګ، تجارت او نورو ټولنیزو فعالیتونو د محدودیت مخالفت کوي.
په بلجیم کې د دوی سیاسي پلیټ فارم په څو کلیدي برخو تمرکز کوي:
لومړی: خوځښت او بنسټونه: ولټ بلجیم موخه دا ده چې د اقتصادي او ایکولوژیک هوساینې ډاډ ترلاسه کولو لپاره باید په دوامداره او انعطاف پذيره بسټيزو پروژو کې پانګونه وشي. د تګ راتګ وسایل او امکانات په ټوله اروپا کې اسانه او خلکو ته په اسانه د لاس رسئ وړ وګرځوي.
دوهم: اقتصاد او مالي عدالت: دا ګوند هڅه کوي داسې قوانين عملي کړي چیرې چې اړو خلکو ته د مالیې معافیت حاصل شي یا په بله اصطلاح هغه خلک چې ضعيف اقتصاد لري هغوی باید له مالیو معاف شي تر څو په دې ډول اقتصاد په دوامداره توګه وده وکړي.
دریم: د انرژی لیږد او اقلیم: د اقلیم بدلون ته د رسیدو لپاره د بیړنۍ اړتیا په پیژندلو سره ولټ داسې پلان لري چې د اټومي انرژۍ او نوي کیدونکي انرژی ترکیب پکې شامل وي.
دوی یوازې لمریزه او بادي انرژۍ ته د حل لارې په سترګه نه ګوري.
ولټ اروپا، په ټوله کې د هغو پالیسیو ملاتړ کوي چې ټولنیز خوځښت ته په کې وده ورکول کېږي، د تبعیض سره مبارزه کوي، د کیفیت عامه خدماتو تضمین کوي. سربیره پردې، دوی غواړي چې د اروپا د پناه غوښتنې سیسټم اصلاح کړي ترڅو ډیر انساني او د اروپا لپاره کارنده وي.
ولټ اروپا د اروپا په کچه په لاندې پنځه جمع یو پالیسیو ټينګار کوي.
– ځیرک ایالتونه یا هېوادونه
– د اروپا په کچه اقتصادي ریفورم
– د اروپا په کچه ټولنیز عدالت
– نړیوال توازن
– اتباعو یا وګړو ته ډېر قدرت یا خپلواکي
– د اروپا ریفورم یا له سره په نوي ډول جوړښت
ولټ بلجيم هم د ولت اروپا په شان ټول وګړي ګډې همکارۍ او د اروپا په کچه همغږۍ ته هڅوي او له هغو پروژو ملاتړ کوي چې په هغه کې د ملي، اروپايي او نړیوالو ګټو شتون ګوري.
که چېرې مو دا ډول معلومات خوښ شوي وي، هیله ده چې دا معلومات له نورو ملګرو سره هم شریک کړئ. د ګوندونو په اړه د نورو معلوماتو لپاره افغان ټپس وڅارئ.