لیکنه: شمس الحق ثاقب
اداره یو ټولنیز یا اجتماعي نطام دی چې، د ځانګړو کړنلارو پر بنسټ ولاړ وي او په هغه کې ګڼ شمېر وګړي مشخصو هدفونو ته د رسیدوپه موخه پر بیلا بیلو دندو بوخت وي .
اداره غواړي چې د انسانې منابعو سربیره نورې هغه منابع هم په کار واچوي چې ضرورت وي ورته نو په همدې خاطر په اداره کې د کار اسانتیا او مشخصو موخو ته د رسیدو لپاره یو د بل تر څنګ د اشخاصو ځای پر ځای کولو پروسه ډیره مهمه ده، تر څو په ارزښتناکه توګه تري ګټه واخیستل شي او په پایله کې یی اړونده خواوو ډاډ تر لاسه شي .
نو په همدې خاطر په اداراتو کې ځینې اشخاص وي، چې د نورو پرمختګ او وړتیا نشي زغملای او د پردې ترشاه ورپسي منفې خبرې کوي دلته مو ځینې هغه نطقو ته اشاره کړي چې په بنیاد یی اداري کارکونکې دغو خبرو ته هڅول کیږی .
۱:داداري کمزوري :
ځینې ادارات داسي وي چې خپل هغه اصول او قوانین چې دوي وضعه کړي وي په پوره ډول سره نشي تطبیقولای ، ښکاره خبره ده چې اصول تطبیق نشي نو کارکونکې به داسي کارونه کوي چې اداره به یی بیا جبران نشي کولای.
۲: مکافات او مجازات:
معلومه خبره ده چیرته چې مکافات او مجازات نه وي هر کس په خپل سر وي ،ځینې کارکونکې به ددې وړ وي چې مجازات شي او ځینې د مکافاتوبیا هم ،هره اداره کې چې دې اصل ته درناوی نه کیږی او تر پښو لاندې کیږی بیا نو یوه ډله ددې لپاره کوشش کوي چې د کارکونکو مرال ضعیف او داداري خلاف بخثونه ترسره کړي .
۳:د ژوند اسانتیاوې:
هر هغه کارمند چې په یوه اداره کې کار کوي او د ژوند هغه اسانتیاوې ورته برابري وي چې دی ورته ضرورت لري نو په اخلاص او ایمانداۍ سره به خپله دنده پرمخ وړي ، برعکس که چیرته له دې اسانتیاوو محروم وي دی به د اداری خلاف له نورو همکارنو سره ګړیږي.
۴: پوزیشن / رتبه:
انسان کې فطرت نه دا خاصه ده چې یو کس په پرمختګ باندې نه خوشحالیږی او نه غواړي چې یو موقف ته ورسیږي خو په بعضو اوقاتو کې داسي نه وي د کاروونو بڼې پورې اړه لري نو کله چې یو کس د ښې کار کردګی په وجه یوې رتبې ته رسیږی نو مقابل لوری بیا داسي انګیري چې والا ماته څوک توجه نه کوي زه هم ددې اداري غړی یم .
۵: د تنخوا کمښت:
داسي ادارات هم شته چې په سایم پوزیشن باندې په مختلفو بیو یی کارکونکې ګمارلي وي هغه د چا خبره چې په هر څو یې را ضي کړي ،اصل دا کار د اداري لپاره په زیان تمامیږی ، ځکه کار یو ، کس یو او او معاش مختلف، داسي اشخاص بیا هڅه کوي چې د اداري خلاف څرکندونې وکړي ، په یو نوم نه په یو یی بدنامه کړي .
۶:مایکرو منجمنټ:
د مایکرو منجمټ دا مانا نه ده چې مونږ ضعیفه اداره کوو ، مګر مایکرو منجمنت داسي تعریفوو چې کله د اداري په راز کې کوم کس وي هغه د وړو وړو خبرو پوښتنه کوي لکه د اداري مالک چې د مهالویش او یا د ټیټ رتبه کارکونکو په کارونو کې مداخله کول . دا کار ددې باعث کیږی چې چې موجوده کارمندان د خپل کار نه نا راضه او بی حوصلي کړي :