ژباړه او لنډيز: محمداياز ترنک
د شنه اسمان په پراخه ټنډه باز په کوتره پسې را الوتی او ځمکې ته پرلاره يې په سر کې مښوکه ور خښه او د خرڅوړي غوندې يې پر ځمکه را وغورځوله، سر ته يې کېناست، ککرۍ يې ور ماته او مازغه يې ترې وخوړل، ها خوا بيا دوو غوايانو ښکرې سره اړم کړې وې، سپېرې دوړې پر ګرځېدلې او پر مخونو يې سرې ويني را روانې وې، د کلي په منځ کې يوه کوړه ماشومان را ټول دي، څوک په لوټو سره ولي او ځينې بيا تر ګرېوانونو سره نيولي او په سپېرو خاورو کې سره را پرزولي دي، د سړک پر سر دوه ځوانان تومانچې په لاسونو کې، يو بل ته په مورچو کې غزېدلي پراته دي، پوښتنه داده چې ولې ژوندي سري په خپلو کې سره خوري، د اختلاف لاملونه څه دي، سره له دې چې ټول انسانان د يو پلار او مور اولاده يوو، په يوه خاورينه کره کې ژوند کوو، په يو الله او رسو ل ايمان لرو، د يوې قبلې لور ته مخ کوو، خو بيا مو هم شپه او ورځ لاسونه په ګرېوانونو کې سره اچولي او د يو بل له پښو خاوري کاږو؟ .
اختلاف د بشري ټولنې فطري خوی دی، څنګه چې يې رنګونه سره مختلف دي دغسې په خويونو، غوښتنو او فکرونو کې هم سره بېل دي. الله (ج) د قران کريم د هود سورې په ۱۱۸ او ۱۱۹ اياتونو کې فرمايي: (( ولو شاء ربک لجعل الناس امة واحدة وَلَا يَزَالونَ مخْتَلِفِينَ * اِلا مَنْ رَّحِمَ رَبُّكَ وَلِذَلِكَ خَلَقَهْم وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لأَمْلأَنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ))
ژباړه: (( که د الله(ج) اراده وای نو هرو مرو به يې دا خلک يو امت ګرځولی وو، دوی به تل اختلاف کوونکي وي(په دين کې)،مګر هغه څوک چې الله(ج) پرې رحم وکړي او ددې (اختلاف) لپاره دوی پيدا کړل شوي دي،د الله کليمه پوره شوه، خامخا به دوزخ له پيريانانو او انسانانو ډک کړم.))
د انسانانو ترمنځ د رنګونو، خوندونو او افکارو اختلاف دی . خدای (ج) خواږه او ترخه پيدا کړي، تياره او رڼا، شپه او ورځ، ګرم او يخ دا ټول شيان په خپلو کې يو د بل ضد دي .
الله جل جلاله د الروم سورت په ۲۲ آيت کريمه کې فرمايي: (( وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ))
ژباړه: او د الله(ج) د قدرت له نښو يوه همداده چې اسمانونه او ځمکې يې پيدا کړي او ستاسو ترمنځ د ژبو او رنګونو اختلاف.))
اختلاف د اور واړه سوکي ( سپرغۍ ) ته ورته دی چې لومړی د يو انسان په زړه کې پيدا بيا کورنۍ،کلي ، ښار او باالاخره قومونه په سر کې سره لوېږي، جګړه نړيواله بڼه غوره کوي او ددې خاوريني کرې هر کورته ژبه ننباسي.
اوس مهال د اختلاف موضوع زور اخيستی د هر زړه په دروازه کې ولاړ دی، په ځانګړې توګه په ځوانانو کې، مسلمانان د يو بل وينو ته ناست دي. پوښتنه داده چې د انسانانو ترمنځ د اختلاف لاملونه څه دی ؟ ، په داسې حالاتو کې ديني عالمانو ته څه کول په کار دي،ترڅو په خپلو سيمو کې د اختلافاتو ريښې معلومې، لاملونه يې را ښکاره او د حل لارې چارې يې ورته ولټوي . ډېری يې په دې نظر دي چې خطا کارونه کول،تکبر، حسد او داسې نور مختلف عوامل دي چې په کور کلي کې يې د اختلاف لپاره دروازه پرانيستې ده.
د اختلاف لاملونه:
لومړی :خطا:
کله چې موږ پر دې موافق يو چې خطا د اختلاف لوی لامل دی ، نو ويلای شو چې انسانان عاجز دي او خطا ترې واقع کيږي، لازمه ده چې په دې برخه کې د اسلامي شريعت کړنو ته پام وکړو چې همدا مبارک دين دې ستونزې ته څه علاج لري.
تر خطا مخکې مرحله:
کله چې يو انسان د يو چا پر خطا حکم کوي، په کار ده چې لومړی د هغو خبرو په اړه پوره څېړنه وکړي کوم چې نوموړي ته راوړل شوې دي، بايد ورباندې فکر وکړي،غښتلي دليلونه يې پيدا کړي او شاوخوا اړخونه دې وپلټي. الله په قران کريم کې فرمايي: (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنْ جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا أَنْ تُصِيبُوا قَوْمًا بِجَهَالَةٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِينَ))الحجرات سوره ۶ ايت.
ژباړه: اې هغو کسانو چې تاسو اېمان راوړی،که چېرته تاسو ته کوم فاسق يوه خبره راوړي، نو تاسو ورکې ښه څېړنه وکړئ، له دې وېري چې تاسو د ناخبرتيا په صورت کې کوم قوم ته زيان ونه رسوئ،نو تاسو به پر هغه څه چې کړي مو دي پښېمانه شئ.))
رسول الله(ص) په يو حديث شريف کې فرمايي: « كفى بالمرء كذبا أن يحدث بكل ما سمع » ژباړه: د يو سړي دا دروغ هم بس دي چې څه اوري هغه خلکو ته کوي.))
دا د رسول الله د امت له خاصيتونو څخه دي، چې له خبرو را وړونکي څخه وپوښتي چې دا خبره تاته چا وکړه؟ دليل دي څه دی؟ او داسې نور .
د خبر راوړنکي حال معلومول:
له رښتيا ، عدالت ، باور او امانتدارۍ څخه د خبرو د راوړونکي اندازه معلوميږي،په دې برخه کې امام الذهبي وايي: (( د سيالانو او همزولو ترمنځ په خبرو کې بايد له زيات فکر او دقت څخه کار واخيستل شي.))
آن تر دې چې په ورځنيو خبرو کې هم دا مهمه ده چې خلک په کلي کور کې د رښتوني کس خبرې مني او د دروغژن په خوله تريخ پياز هم نه خوري. الله(ج) خپلو بندګانو ته په دې برخه کې لارښوونه کوي، چې که کوم فاسق درته خبره راوړه، نو د هغې په اړه پوره څېړنه وکړئ، سم دلاسه يې مه منئ او ژر پرېکړه مه کوئ.
اصلي سرچينې(قران او حديث) ته ګرځېدل:
کله چې دا ثابته شوه چې دا خبره رښتيا او داسې کار تر سره شوی دی ،بيا په کار دي چې بيا هم د اسلامي شريعت لمنه ونيول شي،د قرانکريم احکامو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم حديثونو ته مراجعه وشي، هلته دې وکتل شي که يې سم ويلي وو، نيوکه يې پر ځای وه، نو په کار دي چې اقرار پرې وشي او که يې خطا خبره کړې وه ،نو رد دې شي .
الله (ج) فرمايي: ((فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ)) سوره نساء ۵۹ آيت.
ژباړه: کله چې مو په کومه خبره کې شخړه راشي، هغه الله(ج) او د هغه رسول ته وسپارئ. )) يانې د الله کتاب او د رسول الله حديثونو ته مراجعه وکړئ په هغه کې يې ولټوئ که مو ورکې ځان پر حقه وموند،پر خپله خبره ودرېږئ او که پر غلطه روان واست بيا نو له همدې غلطې لارې را وګرځئ .
د فاعل د حالاتو معلومول:
ترڅو چې مو حقيقت نه وي درک کړی، د خطا لپاره مو په اسلامي شريعت کې د حل لاره نه وي موندلې، د پايلو په برخه کې چټکی نه ده په کار، کېدای شي زموږ عجله د ظلم لامل وګرځي، شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله فرمايي: (( ظلم په ټولو حالاتو کې ناروا دی، هيڅ کس ته نه دي په کار چې پر بل چا ظلم وکړي که هغه کافر هم وي. ))
نو مخکې تردې چې پرېکړه وکړو باید له هغه کس سره چې بل چا يې تاسو ته خبرې راوړې وي مخامخ خبرې وکړئ،ورته وويل شي: له تاسو څخه ماته داسې او داسې خبرې رسېدلې دي، ما رښتيا نه دي ګڼلي، دا ځکه چې زه ستا شخصيت ښه پېژنم او د خير په کارونو کې ستا منډې ترړې ښې راته معلومې دی، خو دا ټولې خبرې به په نرمه لهجه کوي. الله (ج) در سول الله په اړه فرمايي: ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللَّهِ لِنْتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانْفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ)) آل عمران (159).
ژباړه: دا پر تا باندې اې محمده! د الله رحمت دی چې ته پر دوی نرمي کوې، که ته (اې محمده!) سخت زړه وای، نو هرو مرو به ستا پر شاوخوا را ټول شوي (صحابه) شيندل شوي وو.))
که تاسو د مخالف لوري په وړاندې دا کار وکړئ، او ورسره نرمي وکړئ ، نو د مقابل لوري حالت به تاته څرګند او له مخالفته به لاس واخلي.
د خطا بعدي مرحله:
دا مرحله وروسته له هغه مخته راځي، چې کله د څېړنې اوږده لاره ووهل شي، کله چې دا ثابته شي چې هغه څوک چې خبرې يې راوړې غلطي کړې، په شرعي لارو د هغې تصحيح واجب ده، په دې برخه کې سړی مخالف لوري ته ځان رسولای شي، د خبرو مخ ښۍ خواته اړولای شي.
دويم: سرکشي او دښمني:
له علمه او خبرتيا پرته سرکشي د اختلاف را پورته کېدلو سبب ګرځي، دا ډول کسان تل سرکشي کوي ، دده په طبعيت کې دښمني پرته وي، دی د ځينو مارانو غوندې دی چې زهر لري که په کال کې يو ځل چيچل ونه کړي مړ کيږي. تل تر نورو هغو ځان لوړ ګڼي او له خلکو سره په مقابل کې واقع وي. ځکه نو دوی د خپلو خواهشاتو پلوي کوي .
دی وايي: دا کار جواز نه لري.ته ورته وايي درځئ چې ځو. دی وايي نه کېنو.
ته وايي چې ګرمي ده. دی وايی نه نن يخني ده. په دې توګه دا ډول کسان تل د اختلاف لامل ګرځي .
مګر که چا د ګناه خبره کوله ، په داسې مهال کې ضرور ده چې دهغه مخالفت وشي ، رسول الله فرمايي: (( لا طاعه لمخلوق في معصيه الخالق)) البخاري المغازي/۴۰۸۵
ژباړه : په هغه څه کې چې د الله نافرماني کیږي ، هلته به د مخلوق اطاعت نه کوئ .
درېيم: حسد:
الله فرمايي: ((وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّارًا حَسَدًا مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ))
ژباړه: له اهل کتابو څخه ډېری يې خوښ ګڼي چې له اېمانه وروسته مو کافران وګرځوي، دا کار د هغه حسد له مخې کوي چې ددوی په نفسونو کې دی، وروسته له هغه چې دوی ته حق ښکاره شو.))
حسد زياتره وخت د همجنسو ، همزولو، مسلکي او ټولګيوالو ترمنځ رامنځته کيږي او خلک دېته هڅوي چې له مقابل لوري سره مخالفت وکړي، دا ناوړه پدیده بنی اسرائلو غوره کړې وه ،الله جل جلاله فرمايي:
ژباړه: آيا دوی له خلکو سره د هغه غوره والي پر سر حسد کوي، چې دوی ته الله ورکړی دی، په حقيقت سره موږ د ابراهيم عليه السلام ال ته کتاب او حکمت ورکړی وو، او موږ دوی ته لويه پاچاهي ورکړې وه. النساء(۵۴)
د حسد ناوړه پدیده په مسلمانانو کې هم وجود دلري . په خپل ورور یې دالله جل جلاله نعمتونه نه لوريږي او کینه ورسره کوي ، نو ځکه بیا ددوی ترمنځ اختلاف ته لاره پرانیزي .
څلورم : کبر:
کبر د اختلاف له مهمو عواملو شمېر کيږي . کبر د حق نه منلو او د خلکو سپک ګڼلو ته وايې . موږ ځېنې خلک ګورو چې کبر کوي او تر ځان ښکته خلکو ته د سړو په سترګه نه ګوري، موږ هغه ته سلام وراچوو هغه يې ځواب نه راکوي، کله چې ورته نصيحت کوو، نو په غوسه او ګناه ته مخه کوي، ځکه دی داسې فکر کوي چې څنګه دا ډول يو انسان ده ته نصيحت وکړي، همدا د حق ردول او د خلکو سپک ګڼل دي.
ابوجهل په دې پوهېده چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم يو صادق او رښتينی رسول دی، هغه کبر وکړ او اسلام ته يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم بلنه رد کړه. همداراز وليد بن مغيره، فرعون، قارون، هامان او داسې نورو هم پر خلکو ځان لوړ ګاڼه ځکه يې د وخت د پيغمبرانو دعوت ونه مانه او اختلاف يې ورسره وکړ .
د رښتنوني انسانانو صفت داوي چې حق ته حق وايې او په خپل ځان کې نورو ته په تواضع کولو اقرار کوي، حق مني که څه هم ويونکی يې له نوموړي څخه په عمر او پوهه کې ښکته وي. او هیڅکله اختلاف ته لاره نه ورکوي چې ددوی اړيکې وشلوي او دوی سره جلا کړي .
پنځم: تعصب:
ځينې خلک داسې فکر کوي چې ددوی لاره، خبره او کړنې ټولې سمې، خو د نورو غلطې دي ، خلکو ته لازمه ده چې دده د لارې پلويان او نظريه يې ومني. خو دا خبره سمه نه ده ، بلکې الله جل جلاله ، دهغه رسول او قرآن کريم له خطا څخه خلاص دي ، الله جل جلاله د مکې د مشرکينو په باره کې وايې :
ژباړه : (( کله چې دوی ته وويل شي چې تاسو د هغه څه متابعت وکړئ چې الله جل جلاله را نازل کړي دي دوی وايي موږ د هغه څه پلوي کوو چې زموږ پلرونو او نېکونو کړې، که څه هم ددوی پلرونو عقل نه درلود او هدايت ورته نه وو شوی. )) البقره
د جمل په جګړه کې يو چا حضرت علي رضی الله تعالی عنه ته وويل: (( ايا ته ګمان کوې چې حق له تاسره دی، او باطل له طلحه، زبير او عايشې سره؟ حضرت علي ورته وويل: هلاک شې، حق وپېژنه اهل يې خپله پېژنې ، حق په خلکو مه پېژنه.
همدې تعصب اسلامي امت په خپلو کې سره ښکېل کړل، په دوی کې يې اختلافات را منځته کړل، همدا لامل دی چې مسلمانان اوس يو په بل باور له لاسه ورکړی او د خپل مسلمان ورور د ځپلو لپاره د دښمن غېږې ته ځان اچوي.
شپږم: د حوصلې نشتوالی:
ځينې خلک د کمې حوصلې له امله له چا سره د مناظرې او خبرو اترو توان نه لري، هغوی پر خپله خبره که ناحقه هم وي ټينګ ولاړ وي .
تاسو وګورئ ، عتبه بن ربيعه د قريشو مشرکينو له مشرانو څخه وو، کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د خبرو اترو لپاره راغی،رسول الله صلی الله عليه وسلم په دې پوهېده چې دهغه ټولې خبرې باطلې دي، خو بيا هم رسول الله صلی الله عليه وسلم وخت ورکړترڅو چې يې ټولې خبرې خلاصې کړې ،بيا يې ورته وويل اې ابا وليده! خبرې دې خلاصې شوې؟
رسو ل الله له نوموړي مشرک څخه د لا اوږدو خبرو اورېدلو حوصله درلوده، هغه اړينه ګڼله چې ددوی خبرې واوري .او بيا ورته قناعت ورکړي .
اې مسلمانه! تاته څه در شوي کله چې دې مقابل لوری مسلمان ورور درسره خبرې کوي، ولې د هغه د خبرو اورېدلو توان او حوصله نه لرې؟ که مونږ حوصله پيدا کړو او د بل خبرې واورو که هغه غلطې هم وي د هغې په سموالي کې خو به مو خپل رول ادا کړی وي ، امام شافعي رحمه الله فرمايي: زموږ خبره سمې دي، خو د خطا امکان لري. مګر د نورو خبره خطا دي، خو د سموالي احتمال لري.
اووم: پر عقل د عاطفې غلبه:
په ځانګړې توګه د ځواني په وخت کې د شلو او دېرشو کلونو ترمنځ ځوانانو عاطفه په جوش راځي، دوی کله داسې درندې خبرې کوي چې په عقل کې ځان نه لري، ځکه ددوی ډېری پرېکړې د عاطفې له مخې وي نه د عقل له مخې، او همدا لامل دی چې ددې کار په نتیجه کې اختلاف رامنځته کیږي . که چېرته د ځوانانو عاطفه او د زړو او پخو خلکو عقلونه وي ، نو د اختلاف د رامنځته کېدو کچه به ټيټه وي .
اتم: د پوهي او د علم د توازن مختل کېدل:
دا کار زياتره وخت په مذهبي اختلافونو کې را منځته کيږي، ځکه د زياتره خلکو د پوهې او استنباط وړتيا کمه وي، پوره دلایل ورته نه وي رسیدلي ، او د مخالف لوري دلایل يې قوي وي ، نو همدا لامل وي چې ځينې وختونه اختلافات رامنځته کيږي . په دې وخت کې په کار ده چې خلک د حق پلوي وکړای شي ، او د حق پلو نيول خپله د پوهې توازن جوړوي.
نهم : د خواهش منل :
د هوا او هوس خاوند ژر قناعت نه کوي، خپلې موخې ته د رسېدلو په لاره کې سخته دفاع کوي، د بېلګې په توګه زموږ په ټولنه کې له ځينو رواجونو یادونه کوو ، چې دا مهال په مسلمانانو کې شتون لري، که څوک ورته ووايي چې د اسلام د مبارک دين غوښتنه داسې نه ده،کوم چې تاسو لګيا ياست، شخړه او مخالفت کوي ، که له دا ډول کسانو د کوم دلیل غوښتنه وکړئ نو هیڅ دلیل نه لري ، دا کار يوازې د هوا او هوس غوښتنه ده، چې نوموړي ته يې د حقانيت ډاډ ورکړی دی. او بل هر چا خبرې ورته غلطې ښکاري او قناعت نه اخلي.
لسم : د ارواګانو لريوالی يا اختلاف:
الله جل جلاله د انسانانو ارواګانې په فطري ډول مختلفې پيدا کړې دي، په دوی كې هغه سره يوځای کيږي د کومو چې طبعيتونه سره ورته وي، ښې ارواګانې له ښو او بدې له بدو سره ناسته ولاړه لري، حضرت عايشه رضی الله عنها فرمايي: ارواګانې يوه ټوله شوې ټولۍ ده، څوک چې سره وپېژني هغه مينه سره کوي، او څوک چې سره ورته نه وي هغوی يو له بله سره لري کيږي او اختلاف کوي. ددې قوم موخه داده چې نېکې ارواګانې له نورو نېکانو او بدې له بدکاره ارواګانو سره ناسته ولاړه کوي، نو همدا ازلي نيکي او بدي ده چې د خلکو ترمنځ يې اختلافونه را زېږولي دي.
د اختلاف ادبونه:
اخلاص او متابعت:
د يو مسلمان لپاره په هر کار کې دوه شرطونه په کار دي يو د الله جل جلاله په وړاندې اخلاص او بل د رسول الله صلی الله عليه وسلم امر ته غاړه کېښودل. کله چې موږ د اختلاف د ادبونو په اړه خبرې کوو، نو اخلاص او د رسول الله متابعت د اختلاف په پيدا کېدلو، وړاندې کولو او څېړلو کې مهم رول لري، لازمه ده چې له خبرو به يې موخه د الله جل جلاله رضا او د رسول الله ص متابعت وي ،
سمې ته د مخالف لوري را ګرځېدو هيله :
که مخالف کس په ناروا کارونو اخته وي، که هغه کافر وي او يا هم ګناهګار مسلمان وي پر تا باندې لازمه ده چې خپل کوښښونه لا ګړندي او حقې لارې ته يې را واړوې. رسول الله صلی الله عليه وسلم علی رضی الله عنه ته فرمايي:((فوالله لأن يهدي الله بك رجلاً واحداً خير لك من حمر النعم ))قسم په الله که ستا په لاس يو کس لار ومومي دا تاته تر قېمتي اسونو غوره دی.
خو له بده مرغه موږ اوس داسې کسان لرو چې خپله غلطه مفکوره درباندې تپي او دېته دې مجبوروي چې بايد دده ناسمه خبره ورسره ومنې.
د نظر او دليل اورېدل، او خپل دلیل وړاندې کول :
مخکې تر دې چې پر مخالف لوري باندې خپل حکم صادر کړې په کار ده چې د هغه خبرې هم واورې او دليل ته يې غوږ کېږدې.
د دعوې د ثبوت لپاره يوازې خبرې کفايت نه کوي په کار ده چې دلايل وړاندې شي، لکه چې الله فرمايي: ((قُلْ هَلْ عِنْدَكُمْ مِنْ عِلْمٍ فَتُخْرِجُوهُ لَنَا.)) آيا تاسو ته په دې برخه کې کوم دليل او علم شته چې موږ ته يې را وباسئ.الانعام(۱۴۸) آيت.
که غواړئ مخالف لوري ته قناعت ورکړای شئ،نو په کار ده چې دليلونه مو غښتلي وي، که داسې نه وي، نو يوازې په زور ستونزمنه خبره ده چې په چا دې خپل نظر ومنلای شئ.
ارام غبرګون ښودل:
کله چې مو له چا سره د يوې موضوع پر سر شخړه را پورته شي، نو غږ مو بايد اوچت نشي، الله جل جلاله فرمايي: ((وَاقْصِدْ فِي مَشْيِكَ وَاغْضُضْ مِنْ صَوْتِكَ إِنَّ أَنْكَرَ الْأَصْوَاتِ لَصَوْتُ الْحَمِيرِ))ژباړه : په مزل کې دې مینه روي وکړه ، او آواز دې ټيټ کړه ، نا آراموونکی اواز د خرو آواز وي .
باطل لوری کله نا کله په خبرو کې خپل غږ لوړوي، ترڅو خلکو ته ځان حق وښيي. مګر د حق خاوند ورو، نرمې او ډاډه خبرې کوي.
تر اختلاف مخکې د اتفاق اړخونه سنجول:
کله چې يو کافر ته د الوهيت په اړه خبرې کوې، غواړئ چې هغه ته قناعت ورکړئ، په کار ده چې لومړی له هغو مسئلو خبرې شروع کړې چې تاسو او نوموړی کافر ورباندې اتفاق لرئ، بیا هغه لاره تعقیب کړئ چې قناعت ورکول مو ورته آسان وي . د همدې موافقت له ټکي ورسره شروع وکړئ . دبېلګې په توګه، تاسو سره کافر په دې کې موافق دی چې ځمکې او آسمانونه الله پيدا کړي . تاسو له دې ټکي شروع وکړئ چې کله بتان اورېدل او خبرې کول نه شي کولی، نه چا ته ګټه رسولی شي نه تاوان ، نو بیا د عبادت وړ څوک دی ؟ په دې طريقه به تاسو ورو،ورو اصلي هدف ته لاره هواره کړئ.
په غبرګون کې تواضع:
ددې لپاره چې مخالف لوری څه را مات شي، په کار دي چې پر خپله خبره ټينګ ونه دريږو، ته بايد مخالف لور ته په لومړيو کې داسې ونه ښيې چې ګواکې يوازې همدا ته پر حقه يې، بلکې هغه ته خپل نظر څرګند کړئ او ورته وواياست چې ممکن موږ او يا تاسو پر حقه يو، لکه چې الله د سبا سورې په (۲۴) ايت کې فرمايي: او موږ او يا تاسو به پر حقه يو او يا به په ګمراهي کې يو. )) سره له دې چې د ايمان خاوندان پر حقه او سمه لار روان دي، او کافران پر ناحقه دي، خو دا ددې لپاره چې مخالف لوري د مسلمانانو په دليلونو کې ښه فکر وکړي او خپله قناعت وکړي .
د اختلاف ټکی په نښه کول:
ځينې خلک بې ځايه او بې مورده په غوسه کيږي، د اختلاف ټکی يې نه وي معلوم، دی خپله هم په دې نه پوهيږي چې ولې له خپل ملګري سره په شخړه دی، پوهان په دې نظر دي چې اړينه ده چې د اختلاف ټکي په نښه شي، ترڅو د هغه په اړه خبرې وشي .
خدای او رسول ته د موضوع وړاندې کول:
الله فرمايي: ((فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآَخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا))
ژباړه: که تاسو په يو شي کې جګړه وکړه، نو دا کار الله (ج) (د هغه کتاب قران کريم ته) او د هغه رسول ته (د رسول الله حديثونو ته ) وګرځوئ،که تاسو پر الله او د قيامت په ورځ ايمان لرئ، دغه (الله او د هغه رسول ته رجوع) ستاسو لپاره ډېر غوره او پايله يې ډېره ښه ده. ))
کله چې دي له يو تن سره د يو موضوع پر سر اختلاف راغی ، هغه ته ووايه داسې چا ته ځو چې هغه موږ ته د الله کتاب او د رسول الله سنت بيان کړي، او دا موضوع راته فیصله کړي .تاسو د درېمګړي خبرې په ځير واورئ، ځکه هغه درته د الله له کتابه خبرې کوي .
په غښتلي حاکم پرېکړه کول:
کله چې دې له کوم ملګري او یا دوست سره پر کومه موضوع اختلاف را منځته شو، نو بيا ورته ووايه چې راځه په هغه فلاني عالم او يا مصلح باندې پرېکړه وکړو، سعد بن ابی وقاص له رسول الله نه روايت کوي چې رسو ل الله پر موزو مسحه وکړه.)) عبدالله بن عمر له حضرت عمر (رض) څخه په دې اړه پوښتنه وکړه، هغه مبارک ورته وفرمايل: هو.کله چې دي کوم حديث سعد له رسول الله نه روايت کړی وو د هغه په اړه له بل چا پوښتنه مه کوه. )
له مخالف او دښمن سره انصاف کول:
الله فرمايي: ((وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآَنُ قَوْمٍ عَلَى أَلاَّ تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى….))
ژباړه: د يو قوم دښمني دې ددې باعث نه شي چې تاسو عدل او انصاف ونه کړئ، تاسو عدل وکړئ چې همدا عدل تقوا ته ډېر نږدی دی.))
حضرت عمرو بن العاص د روميانو په اړه فرمايي چې په دوى كې څلور خويونه دي:
د فتنې پر مهال حليم دي.
د مصيبت نه وروسته ډېر ژر په هوش راځي.
د تېښتنې نه وروسته ژر حمله كوونكي دي.
له مسكين، كمزوري او يتيم سره ښه كوي.
نېک ګمان:
کله چې ښه ډاډه شوې چې دا ناروا او بد کار دې له مسلمان ورور څخه صادر شوی، بيا هم پر هغه نېک ګمان وکړه او خپل ځان ته قناعت ورکړه چې ترڅو دده رايه واوري، الله (ج) په قران کريم کې فرمايي: (( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ .))الحجرات/۱۲ ایت.
ژباړه: اې هغو کسانو چې ايمان مو راوړی دی، له زياتو ګمانونو ډډه وکړئ، ځينې ګمانونه ګناه ده. ))
اې مسلمانه وروره لازمه داده چې څنګه پر ځان د نېکۍ ګمان کوې همداسې پر خپل مسلمان ورور هم نېک ګمان ولره، کله نا کله د خلکو په اړه خبرې سمې نه وي رارسېدلي ، کېدای شي تاسو سمه نه وي پوه شوي یاست ،نو په دې وخت کې لازمه خبره داده چې نېک ګمان وکړې، رسول الله هم له بدګمانۍ کولو څخه منعه فرمايلې او فرمايي: (( له بدګمانۍ څخه ډډه وکړه ، ځکه همدا بدګماني دروغ خبرې دي. ))
ځان د مخالف لوري پر ځای درول:
که تاسو خپل ځان د مخالف لوري پر ځای ودروئ، نو دا کار مو له مخالف لوري سره د ښه تعامل لاره چاره ده، ته دا خوښوې چې نور خلک تاته په پټه نصيحت وکړي، او پرده درباندې واچوي ، همداراز ته خوښ ګڼې چې خلک درته وخاندي او بد رد درته ونه وايي، په مجلس کې درته خلک احترام ولري او ځان درباندې لوړ ونه ګڼي . ستاسو مخالف لوری هم له تاسو همدا تمه لري ، هڅه وکړئ د ښه تعامل لاره غوره کړئ .
رسول الله فرمايي: ((لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه))ژباړه: له تاسو څخه مومن نشي کېدلای هيڅوک ترڅو پورې چې څه د ځان لپاره خوښوي هغه د بل مسلمان ورور لپاره هم خوښ کړي. البخاري الايمان/۱۳
پای