لیکنه: صفي الله حسن زی
لومړی باید د غربت دایره وپیژنو : د غربت دایره د داسې څو قواوو د دایرې په شکل تغیر او تبدیل دی چه دوی یو پربل باندې عمل کوي او بیا دعمل په نتیجه کې یو هیواد د بې وزلۍ ښکار کیږي.
دغه قواوې په لاندې ډول دي
1. کم عاید
2. کمه سپما
3. کمه پانګه اچوونه
4. کم د پانګی جوړښت
5. ټیټ مؤلدیت
پورتنۍ قواوي تل په دایروي شکل جریان لري یو پربل عمل کوي چه د عمل په نتیجه کې یو هیواد د بې وزلۍ کندې ته غورځوي.افغانستان هم ددغې دایرې ښکار ګرځيدلی او په یو بې وزله یا وروسته پاتې هیواد بدل شوی.
هغه عوامل یا لاملونه چه افغانستان یی د غربت په دایره کې ښکیل کړی په لاندې ډول ترې یادوونه کولای شو.
اول : د پانګې اچونې د اندازې کموالی
ښکاره ده چه د افغانانو د تعلیم سطحه ټیټه ده ،مهارت نلري، پخواني وسایل استعمالوي، د تولیداتو طریقه هم پخوانۍ ده، کورني څاروی ساتل هم پخوانی دود دی، په کاریګرو کی د تحرک کموالی دی. دا هغه عوامل دی چه ملي عاید ،سپما او دپانګې تشکل کمیږي.
که وګورو افغانستان کې یوازې شتمن خلک پانګه اچوونه کوي خو د دوی پانګه اچونه په وارداتي اجناسو او ماڼیو مصرفیږی د تولیدي سکتور په لوري د دوي پانګه اچونه ډيره لږه او یا هم نشته.
دوهم : اجتماعي او کلتوري خنډونه
په افغانستان کې اجتماعی او کلتوري دودونو ته زیات اهمیت ورکول کیږي، خلک یی تقدیر خوښوونکی او دبې ځایه رواجونو مصارف خوښوي؛ لوړ عاید لرونکي خلک اکثریت په ماڼیو او منځنۍ طبقه بیا په ځان جوړونه (موډ وفیشن) لوړ مصارف کوي، د ودونو په رسم رواج کی لوړ مصارف او اشتراک کول تر کار کولو غوره کڼل کیږي.
دریم : د ځینو هیوادونو تر استعمار لاندې د افغانستان راتلل
تیرې څو لسیزې افغانستان د ځینو هیوادونو تر استعمار لاندې پاتی شوی چه پدې سره د افغانستان زیربنا، طبیعی زیرمې ، تولیدي سکتورونه او اقتصادي وضعیت ته لوی تاوان رسیدلی چه او س هم په افغانستان او سیمه کی د اقتصادی جګړي شاهدان یو !! دا هم یو له هغه عواملو څخه دی چه افغانستان یی د غربت د دایرې ښکار ګرځولی.
د غربت دایره کی د ښکیل کیدو له امله په افغانستان کی د ژوند سطحه ټیټه ، ټیټ عاید، نا انډولي ، د روغتیا سطحه ټیټه، د نفوسو لویه برخه په غربت کی اخته ده ، د تعلیم سطحه ټیټه ده او همدارنګه د مؤلديت د سطحی د ټیټوالی سبب ګرځیدلي.
د غربت له دایری د افغانستان د وتلو لاری چارې راتلونکې لیکنه انشاالله
مآخذ
1. اقتصادی پرمختیا ( پیاوړی ،پوهنیار شمس الرحمن)