لیکوال: عبیدالله حسام
نن په ټوله نړۍ کې مسلمانان په ډول ډول کړاونو اخته دي، دا چې ولې الله تعالی ددوی حال او پر دوی د فرعونیانو له لوري ظلمونه نه بدلوي، په لاندې لیکنه کې به یې د الله تعالی په توفیق ځینې عوامل د قران کریم په رڼا کې روښانه کړم.
لومړنی او اساسي علت زمونږ د حال د نه بدلېدو دا دی چې مونږ مسلمانان یو، نه مومنان، یعنې د اسلام چغې وهو خو اعمال مو د اسلام خلاف دي.
مومن هغه چاته ویل کیږي چې په زړه کې پوره ایمان ولري او پر ظاهر یې د ایمان نښې ښکاره شي (اعمال یې د اسلام سره یوشان وي). او یا مومن هغه چاته ویل کیږي چې په قول او عمل کې یو شان وي.
مونږ له هر هغه عمل څخه دریغ نه کوو چې همدغه قادر ذات منع کړی دی او ددین شعائر یې نه ترسره کوو، خو کله چې له ستونزې سره مخ شو بیا ورته چیغې وهو.
که د اسلام ترڅنګ په رښتیا پر الله تعالی ایمان راوړو او ریښتیني مومنان شو، الله تعالی به مونږ له دې ټولو ستونزو او کړاونو څخه خلاص کړي، لکه څنګه چې الله تعالی په خپل پاک کلام کې څو زایه دې ته اشاره کړې:
1: که مونږ مومنان شو، په دې امت کې به هیڅ ستونزه پاتې نه شي او الله تعالی به مونږ هیڅکله په دې حال پرېنږدي، لکه څنګه چې الله تعالی په خپله وعده کوي:
مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَىٰ مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّىٰ يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنَ الطَّيِّبِ (ال عمران ۱۷۹).
ژباړه: الله پاک به مؤمنان په دې حالت كښې هېڅكله پرېنږدي چې تاسې اوس په كښې ياست هغه به سپېڅلي خلك له نا پاكو خلكو څخه بېل كړي.
2: که مونږ مومنان شو، الله تعالی به مونږ سره ژر تر ژره کومک وکړي پرته له دې چې دعا ورته وکړو ځکه الله تعالی ددې کار وعده کړې:
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلِكَ رُسُلًا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ فَجَاءُوهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَانْتَقَمْنَا مِنَ الَّذِينَ أَجْرَمُوا ۖ وَكَانَ حَقًّا عَلَيْنَا نَصْرُ الْمُؤْمِنِينَ (الروم ۴۷).
ژباړه: او مونږ له تا څخه مخكښې پيغمبران دهغو قوم ته وليږل او هغوى له روښانه نښانو سره هغو ته راغلل بياچې چا جرم وكړ.له هغونه مونږ غچ واخيست او پرمونږ داحق وء چې مونږ له موءمنانوسره مرسته وكړو.
3: که مونږ مومنان شو، دا غم، خپګان او نور ناوړه حالت چې امت یې ضعیفه کړی له منځه لاړ او یو قوي امت به جوړ شي. لکه څنګه چې الله تعالی دا شرط کړی:
وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنْتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ (ال عمران ۱۳۹)
بې زړه او اندېښمن كېږئ مه ، همدا تاسو برلاسي ياست كه تاسو مؤمنان اوسئ.
4: که مؤمنان شو، هیڅ دښمن به پرمونږ غالب نه شي، لکه څنګه چې الله تعالی ویلي:
وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا (النساء ۱۴۱).
ژباړه: الله تعالی د كافرانو له پاره پرمسلمانانود بر لاس كېدو هېڅ كومه لاره نه ده جوړه كړې.
زمونږ ټولې کړنې دې ته ورته دي چې له الله تعالی څخه غواړ ترڅو مو پوهنتون ته بریالي کړي په داسې حال کې چې د ثانوي دورې شهادتنامه هم نه لرو.
په پای کې بیا یادونه کوم، که غواړو چې الله تعالی مو شته ستونزې او کړاونه حل کاندي، باید تر هرڅه لومړی مؤمنان شو بیا الله تعالی ته لاس لپه کړو ترڅو مو سوال قبول کړي.
[review]