ژباړه: حمیدالله حمیدي-لومړی زده کوونکي) زه یوه عادي زده کوونکی یم. درس او زده کړې راته کوم ځانګړی تعریف نه لري او له یوه مضمون سره هم چندانې مینه نه لرم. ډا ډه نه یم، چې په راتلونکې کې به پوهنتون ته هم لاره پیدا کړم او که نه؟
که ريښتیا ووایم دې ښوونځي ته مې هم مور او پلار مجبوره کړی یم، که دې ته هم نه تلم.
دویم زده کوونکي) زه له زده کړو سره لېونۍ مینه لرم او هره ورځ له کوره د ښوونځي پر لور په پوره مینې سره وځم. پوهېږم، چې په هڅه او انګېزې سره به خپلې موخې ته ورسېږم او ښه راتلونکې به ولرم.
په درس کې هم له یوه مضمون سره بې کچې مینه لرم، او غواړم لوړې زدکړې هم په هماغه بره کې وکړم. له همدې کبله مې له هغه کسانو سره چې په دې برخه کې یې زده کړې کړې دي ناسته ولاړه او مشوره هم کړې ده، چې څه وکړم او څنګه وکولای شم خپلې موخې ته په اسانۍ سره ورسېږم.
لومړی کارکوونکی) دومره پیداکوم، چې ور باندې ژوندی یم، د سپما غم چندانې نشته را سره، د راتلونکې په اړه هم کوم ځانګړی دلیل او پلان نه لرم.
د ځان لپاره مې یو کوچنی کور اجاره کړی دی او ژوند په کې کوم؛ خو که مې د لاس مزدوري نوره هم کمه شي کېدای شي په کلي کې له دې نه هم یو کوچنی کور اجاره کړم او په کې و اوسېږم.
دویم کارکوونکی) له دندې سره مې مینه لرم او هغه مې د وجود یوه برخه بولم. هره ورځ له خوبه سهار وختي پا څېږم او له ځانه سره دا پرېکړه کوم، چې په پوره مینې او له پرون څه په څو چنده زیات کار کوم.
هره ورځ مې باید له بلې غوره وي.
داسې کور لرم، چې اوسېدل را ته په کې په زړه پورې دي، خو له ځانه سره مې پرېکړه کړې ده، چې کارونه مې یو څه نور هم ګړندي او منظم کړم ، تر څو راتلونکی کال له دې څخه په یوه ښه کور کې ژوند وکړم او په خپل ژوند او کورنۍ کې مثبت بدلون راولم.
زموږ چاپېریال (الف) او (ب) ته له ورته کسانو ډک دی، د خپل ځان اسانۍ غوښتنه او لږ توقع په الف ډله کې وي، له بلې خوا کوښښ، انګیزه، او نه ستړې کېدونکې هڅې به (ب) ډله کې څپې وهي.
کېدای شي د الف د ډلې په نامه اخیستلو هم موږ ستړي او ستومانه شو خو د (ب) ډلې سره په کېناستلو کېدای شي موږ د آرامۍ او سوکالۍ احساس وکړو کېدای شي احساس وکړو چې بریا او نېکمرغي زموږ ده.
خو د دغو دو ډلو تر منځ د بېلتون کرښه څه ده؟
موخه
موږ ټول دا هیله لرو چې ژوند مو له بریاوو او سوکالۍ ډک وي، هر کس بریا او پرمختګ له بېلې زاویې ویني کېدای شي د هغه لیدلوری له نورو سره متفاوت وي، هر سړی دا هیله لري چې په خپل لاس جوړه کړې نړۍ کې د سلطنت پر تخت کښېني. کېدای شي په مالي برخه کې وي یا په کورنۍ چارو کې یا کېدای شي د زدکړې په برخه کې وغواړي چې د سلطنت پر تخت کښېني هر څه چې وي خپله نړۍ یې ده باید په همدې سترګه ورته وګوري. په هر حال د ښه ژوند لپاره موږ باید ډېر شیان بدل کړو، موږ اړ یو چې د ښه ژوند لپاره پخپل ورځني ژوند کې سلګونه بدلونونه راولو او هغه څه چې موږ خپلو هیلو ته رسولی شي په دقیقه توګه وڅېړو او کار ورباندې وکړو، څو مو ښه او سوکاله ژوند ته لاره هواره شي.
د موخې لپاره اړین دلیلونه
۱– کولای شئ ژوند مو کنټرول کړی:
موخه د یوه (GPS) په څېر عمل کوي طرف درته په ګوته کوي او مرسته در سره کوي تر څو وکولای شئ د ژوند اصلي لوری د ځان لپاره وټاکئ.
موخه ستاسو لپار د خپلو هیلو ورستۍ برخې در پېژني تر څو په پر له پسې هڅې او کوښښ سره وکولای شئ ځان ورته ورسوئ، ژوند مو یو نوی رنګ او شکل غوره کوي او ستاسو لپاره یوه ښه راتلونکي دربښي.
۲– که موخه ولرئ تمرکز به مو د ژوند په اړینو ټکو وي:
کله، چې تاسو په دې هڅه کې وئ ، چې غواړئ خپلو غوښتنو ته ورسیږئ، نور نو هغه څه ته ارزښت نه ورکوئ، چې بې له کومې اړتیا یې ستاسو وخت ضایع کولو او انرژي مو یې بې ځایه مصروفوله دا هر څه خپل رنګ له لاسه ورکوي. یوازې د هغه څه په اړه به فکر کوئ، چې ستاسو په ژوند کې کلیدي رول لري. تاسو به بیا په همدې اړه فکر کوئ او داسې لارې چارې به ګورئ، چې څنګه وکولای شئ موخې ته د رسېدو چاره مو نوره هم ګړندۍ کړئ.
۳– که موخه ولرئ پر ځای او سم تصمیم به نیسئ:
کله، چې غواړئ چېرته ورسېږئ د رسېدو لپاره ورته تر ټولو ښه او پر ځای تصمیم نیسئ. دغه تصمیم کار او ځای ته په کتو مو خپلې موخې ته اهمیت ورکوي ، درجه بندي کوئ یې او بلاخره پرېکړه کوئ.
۴– که موخه ولرئ د کار سړی به در نه جوړ شي:
دې ته په کتو سره، چې موخه مو څه ده، په کار لاس پورې کوئ او اجازه نه ورکوئ، چې بې ځایه او بې مانا فکرونه مو ذهن ګډوډ کړي.
کولای شئ په ډېر کم وخت کې ډېر لوی کارونه تر سره کړئ او به یوه قابل کس تبدیل شئ.
۵– که موخه ولرئ پر نفس مو اعتماد هم زیاتېږي:
ځکه کولای شئ په ذهن کې مو د هغه څه تصویر جوړ کړئ، چې خپله موخه مو ټاکلې ده، وجود به مو په پر نفس له اعتماد څخه ډک وي او په پوره شوق او ذوق څخه سره به خپل کار تر سره کوئ.
دغه څه مو په وجود کې مثبته انرژي هم پیدا کوي او ژوندۍ کوي.
۶– که موخه ولرئ ژوند به مو ورځ تر بلې پرمختګ کوي:
کله چي له مهال وېش سره سم د صبر له لارې خپلې موخې ته ورسېږئ، د خولې خوند به مو ښه شي او بې له ځنډه به د بلې موخې د ټاکلو پرېکړه کوئ. په دې ډول سره به مو ژوند ټول وخت د پرمختګ په حال کې وي.
که کلونه وروسته خپل تېر وخت ته فکر وکړئ و به ګورئ، چې څومره پرمختګ مو کړی او ژوند به مو سم لوري ته راون وي.
۷– که موخه ولرئ بریا ته نېږدې یئ:
د موخې ټاکنه، د بریا پیل دی.
کله مو چې د ځان لپاره موخه وټاکله پوه شئ، چې نیمه لاره مو وهلې ده.
نور نو ځنډ په کار نه دی.
همدا څو لحظې هم چې تېرې شوې له ځانه وپوښتئ:
«په ریښتیا سره کومې موخې دي؟ چې په ژوند کې یې باید تعقیب کړم، هره لحظه یې په اړه فکر وکړم او د رسېدو لپاره ورته لارې چارې برا برې کړم»
خپلې موخې مو د کاغذ پر مخ ولیکئ او همدا نن یې د رسېدلو او لاسته راوړلو لپاره لاس پر کار شئ.