لیکنه: مسعود پښتون
په افغاني او بلخصوص په پښتني ټولنه کې ښځه هغه کمزوری قشر دی، چې ډېری وخت د نارینو لخوا وهل ، وېرول، ځورول، شکنجه او حتا ژوند یې اخېستل کېږي. ډېر کله ورته د مکارې، بې حیا، بې شرمې، بې ناموسې، لوچکې او بې پدرې خطاب هم کېږي. په اکثرو لرو پرتو سېمو کې ښه ښځه هغه ده، چې د ظلم په مقابل کې خپل غږ پورته نه کړي، خپل حق ونه غواړي، د مېراث نوم وانخلي، ډېر نارینه بچېان راوړي، د ماشوم د پېداېښت او ناروغۍ پروخت ډاکټر ته لاړه نه شي(د مرض په مقابل کې کلکه وي که مړه کېږي هم)، د یو حېوان په شان د ډېر بار د وړلو زغمونکې وي، ښایسته وي، تاوترېخوالې زغمونکې وي، تعلېم یې نه وي کړی، د نورو ښځو په مقابل کې پېغراتې وي( ښه پېغورونه یې زده وي)، د کور د یو عادی ماشوم په مقابل کې هم عکس العمل ونه ښیي، د ډوډۍ په پخولو کې تکړه وي(غټې غټې ډوډۍ پخې کړي)، مخ یې باید تل پټ وي، لوی لوی وېښتان ولري(کوڅۍ)، په کور کې باید د تلوېزیون، موبائل او راډېو نوم وانخلي غوښتل یې پرېږده، ښه تربګنت پاله وي، د خپلو، خاوند، خواښې او خسر له حقونو بې خبره وي، د ماشوم په اساسي روزنه او تربېه ونه پوهېږي، خپلو ماشومانو ته ښې کنځاوې ور زده کړي، د ماشوم د صحت او پاکوالي له غم څخه بې غمه وي، له خاوند، خسر او یا خواښې څخه د جامو غوښتنه ونه کړي(ټول عمر په یوه جوړه کالېو کې تېر کړي)، له مرګ او واده نه بغېر د خپل پلار کور ته لاړه نه شي، د ژوند په مانا نه وي پوه، چې ژوند یعنې څه؟، په زیات ولور واده شوې وي( پلار یې د لور په سر زیاتې پېسې اخېستې وي) او د ټولنې او دنیا له ټولو پرمختګونو، ننګونو او بدلونونو څخه بې خبره وي.
پوښتنه داده، چې دا عمل د ښځو په وړاندې ولې تر سره کېږي؟ آیا ښځه انسان نه دی؟ آیا ټولې ښځې بدې دي؟ آیا په ټولنېز ژوند کې ټولې خطاوې ښځې تر سره کوي؟ آیا تاوترېخوالی یوازې د ښځو لپاره پېدا شوی او کارول کېږي؟ آیا ښځې د با عزته ژوند کولو حق نه لري؟ آیا ښځې هېلې، ارمانونه او موخې نه لري؟ که دا ټولې پوښتنې مثبتې وي، نو بېا ولې اکثرېت خلک د ښځو پر وړاندې له تاوترېخوالي څخه کار اخلي. دلته زما مقصد له تاوترېخوالي څخه، له ښځو د ټولو اسلامي، ټولنېزو او نړېوالو حقونو اخېستل دي، کوم چې دوی ته د اسلام سره سره انسانيت ورکړي.
کله چې له تاوتريخوالي څخه یادونه کېږي، د ډېری لوستونکو په ذهن کې له تاوتریخوالي څخه مقصد وهل، وژل، وېرول، ګواښل او شکنجه راځي. ولې وېرول، وژل، وهل، ګواښل او شکنجه کول د تاوترېخوالي ډولونه دي، له دې پرته تاوترېخوالی نور ډولونه هم لري، چې ډېری وخت په ټولنه کې تاوترېخوالي نه بلل کېږي، ځکه چې د یو ټولنېز رواج، دود او ولسي قانون بڼه یې خپله کړې وي.
کله چې د ښځې شتون په ټولنه کې د یو انسان په ډول منو، بیا څنګه ځانته ددی اجازه ورکوو، چې د یو انسان په صفت له هغې څخه حقه حقوق واخلو او یا ورته تاوان پېښ کړو. دا حقوق نه یوازې په ښځو پورې اړوند دي، بلکې ډېری یې څه داسې دي، چې د نارینو او ښځېنو دواړو اړوندېږي. اوس پوښتنه داده، چې ولې په افغاني او بلخصوص په پښتني سېمو کې د ښځو ډیری حقوق چې اسلام ورکړي تر پښو لاندې کېږي؟
آیا موږ په ټوله مانا د اسلام منلو ته قایل یو؟ آیا موږ په ټوله مانا اسلام له خپلو دودونو او رواجونو غوره بللی؟ که په ټوله مانا اسلام منو او له خپلو ټولنېزو رواجونو څخه ارزښت ورکوو، نو بېا ولې ښځې په ټولنېز ژوند کې له ځېنو حقونو څخه بې برخې کوو؟ د افغاني ټولنې اوسني حالت ته په کتو زه په یقین سره ویلی شم، چې موږ نېم اسلام منلی او نېم نه.
اسلام د علم په کولو ټینګار کوي، وایي علم حاصل کړي حتا که په چېن کې هم وي. بل ځای په اسلام کې په څرګنده ډول ویل شوي، ایا عالم او بې علمه یو شان دي، جواب ورکوي هېڅکله نه. کله چې اسلام د علم په کولو ټینګار کوي او بې علمه د عالم سره برابر نه بولي، نو بېا ولې زموږ مسلمانان مېندې او پلرونه خپلو نجونو ته د تعلېم حق نه ورکوو؟ آیا دلته د اسلام په پرتله رواج ته ارزښت نه ورکوي؟ د ولسي مبارزې مخکښې څېرې باچا خان سل کاله پخوا دا خبره کړې:
زما خیال ورځ په ورځ د جینکو تعلیم او تربېې طرف ته زیاتېږي. ولې چې زه دا خبره د قوم لپاره خطرناکه ګڼم، چې هلکانو ته دې تعلیم ورکړی شي او جینکۍ دې د علم نه محروم پاتې شي، چې نتیجه به دا وي، چې زموږ هلکان خو به اول جاهلانو ښځو سره ودونه نه کوي او که چېرې یې و هم کړي نو اکثر به یې کور سمون نه خوري او همېشه به په کې کش مکش وي، چې ددې نه زموږ ملک او قوم ته د یو لوی نقصان د رسیدو اندیښنه ده.
هرې نجلۍ او هلک ته په اسلا م کې د دواړو په خوښه د واده حق ورکړل شوی، ولې زموږ په مسلمانه ټولنه کې له دواړو دا حق اخېستل کېږي؟ دلته بیا هم رواج ته په اسلام ارزښت ورکول کېږي. باچا خان وایي:
زموږ په قوم کې دا یوه ډېره د نقص خبره ده، چې هغوي جینکۍ په وړوکوالي ورکوي او جینکو له دا موقع نه ورکوي، چې هغوي په خپله خوښه واده وکړي او یا که نه غواړي نو نه دې کوي. ددې متعلق زما دا رایه ده، چې دا رسم هم پریښودل په کار دي او هغو له پکار دي، چې د ټولو نه اول خپلو بچو له تعلیم ورکړي او د هغوي د اخلاقي تعلیم او تربیت خاص خیال وساتي او څه وخت، چې هغوي د سبق نه فارغه شي، نو د هغوي د مرضا مطابق د هغوي په معاملاتو کې هغوي سره د هر قسم امداد وکړي.
په پښتني ټولنه کې ښځه له ټولنېز برابري څخه وېستل شوې، د مشورې حق ترې اخېستل شوی، په طبیعت کې د یو انسان په توګه نه منل کېږي، په ټولنه کې د خدمت کول حق ترې اخېستل شوی، خپل با عزته هدف او هېلو ته د رسېدلو، له اسلام څخه د خبراوي او د خپل نظر د څرګندولو حقونه یې ټول اخېستل شوي.
خدای خدمتګار خان عبدالغفار خان ( پاچا خان) بیا څه وایي:
دا ملک چې څنګه د سړو دی، داسې ستاسو هم دی او دا ستاسو، چې څنګه خیال دی، چې سړي لوی دي او ښځې وړوکې دي دا په اسلام کې نشته لویي په عمل ده. که ښځه با اخلاقه، نېکه او پاکه وي نو هغه لویه ده او که دغه شان یو سړی وي نو هغه هم لوی دی او که دغه شان یوه ښځه بد عمله، بداخلاقه وي نو هغه وړوکې ده او که یو سړی هم دغه شان وي نو هغه هم وړوکی دی. په دې ملک کې ستاسو موږ سره یو شان حصه ده، ښځه او سړی د ګاډي دوه پایې دي که یو پنچر شي نو ګاډۍ مخکې نشي تللی.
په پښتني ټولنه کې اکثره وخت ښځه د یوې وسېلې په ډول د سړیو د لاس آله وي. څه چې سړي وایي باید ښځې هغه تر سره کړي. پام وکړي، په هره سېمه کې چې مور او پلار خپله لور یو چاته کوژده کوي او یا یې ودوي، نو مور او پلار یوه داسې اصطلاح کاروي، چې له هغې اصطلاح څخه موږ د یوې ښځې پر ارزښت پوهېدلای شو. لور مې ورکړه. پوښتنه داده، چې څه شی ورکول کېږي؟ هر هغه شی، چې ورکول کېږي هغه اله یا وسیله وي. له پورتنۍ اصطلاح څخه دا په ډاګېږي، چې موږ ښځې ته په ټولنه کې د یوې الې او وسېلې په ډول ګورو او ارزښت ورکوو.
په ټولنه کې یوه بده ښځه د ټولو ښځو استازېتوب نشي کولای. که یوه ښځه بده وي، نو حتمأ به یې د بدي په برخه کې د یو سړي لاس وي. ډېر کله ځېنې کسان د ښځو د بدې کېدو او بدې ښودلو په وجه ګټه تر لاسه کوي. کله چې یو پلاراو مور خپلې لور ته او خاوند خپلې ښځې ته د ژوند تېرولو په ټولو هغو معیاري اصولو زده کړه ورکړي، کوم چې په ټولنېز ژوند کې د هرې باعزته ښځې لپاره ضروري وي، فکر نه کوم، چې کومه ښځه دې د خپلې باعزته کورنۍ د شتون پر خلاف بد عمل تر سره کړي.
دا په دې مانا نه ده، چې په ټولنېز ژوند کې ټولې خطاوې ښځې تر سره کوي. آیا یوه بې تعلېمه مور په همغه اندازه خپلې لور ته د ژوند تېرولو ټول معیاري اصول، چې باېد اولاد ته ورزده کړل شي، ښوونه کولای شي؟ نه ځکه چې مور یې په ټولو هغو ښوونېزو لارو چارو نه پوهېږي، کومې چې د یوې لور لپاره اړېنې وي. ډېر کله چې په پښتني ټولنه کې کوم کس خپله خور یا لور د تعلېم په خاطر بهر نه پرېږدي، لامل یې په خپلې تربیې باور نه درلودل دي.
که یوه مور او پلار خپل اولاد ته د مینې، محبت او باور په چوکاټ کې زده کړه او تربېه ورکړي، هېڅ وخت بېا اولاد د مور او پلار بلخصوص د کورنۍ د عزت په خاطر غلط ګام نشي پورته کولاي. که تربېه غلطه وي، ښوونه او روزنه کمه وي، په خپل اولاد باور نه وي، نو دا په دې مانا دی، چې ته له خپلې تربېې څخه په تېښته کې یې، ځکه خپل اولاد د تعلېم په خاطر بهر نه پرېږدې او ددې اجازه نه ورکوې، چې د نورو نجونو او هلکانو سره اوږه په اوږه د خپل حق د تر لاسه کولو تر څنګ سیالي وکړي.
پورتنۍ ناخوالې دي، چې په ښځو باندې تاوترېخوالي ته زمېنه برابروي. دلته یې په لنډو ټکو کې یادونه کوم.
په ټولنه کې د یو انسان په صفت د ښځې له شتون څخه انکار کول.
- ښځو ته د کمزوري انسان خطاب کول.
- د ښځو له ټولنېزو حقونو څخه انکار کول.
- په ټولنېز ژوند کې ښځو ته د مشورو حق نه ورکول.
- ټولنېزو رواجونو ته په اسلام برتري ورکول.
- ښځې له تعلېم څخه بې برخې کول.
- ښځه د یوې ټولنېزې وسېلې په توګه پېژندل.
- ماشومانو ته د زیات عمر د نجونو ودول (چون یو ماشوم د ښځې په حقونو څه پوهېږي).
- بې تعلېمه کسانو ته د تعلېم یافته ښځو ودول (بې تعلېمه کس بېا کله اجازه ورکوي، چې ښځه یې بهر کار وکړي(د هغې ازادي محدودول) او یا نور ښځو ته خدمت وکړي).
- ښځې په بدو کې ورکول.
- ښځې له مېراث څخه بې برخې کول.
- د زیات عمر لرونکي ته د کم عمر لرونکې نجلۍ ودول.
- نجلۍ له خپل معیاري عمر څخه په کم عمر کې ودول.
- د واده پر وخت د دواړو (ښځې او هلک) خوښه په نظر کې نه نېول.
- نجونې په بدل کې ورکول (کله چې د بدل پر وخت د یوې نجلۍ ژوند خراب وي او یا د ظلم او تاوترېخوالي ښکار وي، نو حتمي ده، چې مقابل اړخ به د نجلۍ سره ورته عمل کوي).
- ښځو ته د کار اجازه نه ورکول.
- د ښځې او سړي تر منځ اقتصادي نابرابروالی.
- له ښځو څخه د ازادي اخېستل
- د ښځې د اولاد نه درلودل (کومه ښځه چې په پښتني ټولنه کې اولاد پېدا نه کړي، نو له ډول ډول ستونزو، ناخوالو او تاوترېخوالي سره مخ کېږي. همدارنګه د خواښې، خوسر حتا د خاوند لخوا ورته د شنډې او وچې خطاب کېږي) .
- په بې علاجه مرض اخته کېدل.
- د خواښې لخوا د نګندو (د زامنو د ښځو) تر منځ د ټولنېز عدالت له منځه وړل.
- په علمي کورنۍ کې د بې تعلېمه نجلۍودول(په اکثرو کورنېو کې بې تعلېمه نجلۍ له ګڼو پېغورونو سره مخامخ وي. لکه بې تعلېمې، انپړې، بې سوادې).
- په بې علمه کورنۍ کې د علمي کورنۍ د نجلي ودول (د کورنۍ د غړو لخوا په ډول ډول خبرو تهدېدیږي، مثلا پلار دې غېرت نه درلود، چې ته یې د کور څخه بهر پرېښودې، که غېرت یې درلودای ته به یې په کور کېښنولې وې).
- په سنتي ټولنو کې د ښځو له خوا د خپل حق غوښتل.
- د اخلاقو، شرافت، انسانېت او رېښتونولي په پرتله د رنګ توروالی(بدرنګي) زموږ د ټولنې د ډېری کسانو شعوري کچه تر دې اندازې وي، چې بدرنګه (توره) ښځه هېڅ انسان نه بولي، هغه ښځه هم په ټولنه کې ځان یوازې احساسوي، چې ډېر کله دا کار د ښځو د ځان وژنې باعث شوی).
کوم ټولنېز ارزښت ته، چې د ښځو پر وړاندې قایل یو، هغه پورته خلاصه شو، موږ په څه اندازه یو انسان (ښځې) ته په ټولنې، کور او هېواد کې ارزښت ورکوو؟ د نړۍ نور قومونه داسې نه دي، که چېرته د هغو چلند د ښځو پر وړاندې وګورو، نو بېا پوهېږو چې نور خلک څه کوي او موږ په څه لګیا یو. د تعلېم حق، د ازادۍ حق، د پرمختګ حق، د کار حق،د بېان د ازادۍ حق، د سیاست کولو حق، داقتصاد حق او دی ته ورته ټولنېز حقونونه مو ترې اخیستي دي. پوښتنه داده، چې بغېر له دې حقونو په ټولنه کې د انسان مانا څه شی دی؟ بغېر له دې حقونو څخه د انسان مانا لکه یو حېوان، ځکه کله چې یو څوک له پورتنېو حقونو څخه بې برخې شي، ژوند بې مانا کېږی او د حېوان له ژوند څخه هېڅ نه توپېریږي.
شاعر څه ښه وایي:
چې په ټول ژوند کې محبت ته دا وزګاره نه شوه
د هغې پېغلې د ځوانـــــــــــــــــۍ ازار د چا په غاړه
زموږ ګران پېغمبر د ښځه د کور ښکلا بللې، په رښتیا هم که ځوانه وي، د خاوند د زړه غوټۍ او د مینې نمونه وي، که منځني عمر ته ورسېږی، د بچو پالونکې او استاده ګڼل کېږي، که زړه شي، د کور ښکلا او د کور د ملا تېر ګڼل کېږي.
ناپېلېون وایي: سړی یو لوړ نثر دی او ښځه یو اهنګ لرونکی شعر دی.
بالزاک وایي: په کوم کور کې، چې ښځه نه وي، د قبر مانا لري.
بېکن وایي: ښځه د ځوانمردو ملګرې، د پخو سړیو دوست او د زړو د ژوند هیله ګڼل کیږي .
محمد ص وایي: جنت د میندو تر پلونو لاندې دی.
ستر نومېالی ولسي مبارز او خدای خدمتګار باچا خان وایي: بغېرد ښځو نه یو قوم ترقي نشي کولای ولې، چې زموږ د کور او بچو ټول پرورش د هغوي په لاس کې دی او زموږ د ګاډي، چې کومې دوه پایې دي یو سړی او بله ښځه ده. نو تاسو په خپله خیال وکړئ، چې یوه پایه پنچر وي نو ګاډی به څنګه لاړ شي.
ناپېلېون وایي: که چیرته ښځه نه وایی د نړۍ یو نابغه به هم نه وؤ پیدا شوی.
په رښتېا هم د نړۍ د هر نابغه د روزنې او پرمختګ تر شا د یوې تکړه او هوښېارې ښځې لاس وي او اوس هم کوم نابغه، هوښېار او سرلوړي خلک چې په ټولنه کې ژوند کوي او د اخلاقو، هوښېارتېا، زړورتېا، عزت، یووالي، مینې، انسانېت او ترقي نمونې ګڼل کېږي تر شا یې د یوې مور لاس وي.
کله، چې په دې اندازې د یوښځې په شتوالي ویاړو او احترام ورته لرو، نو بېا ولې یې تاوترېخوالي ته تېار ناست یو؟ کله چې هر سړی په هر ځای کې په ښځې تاوترېخوالي کوي، نو دا خبره دې په یاد وساتي، چې ته هم د یوې ښځې زوی یې او ستا په تربېه او روزنه کې یوې ښځې مهم رول لوبولی دی.