ددې لپاره چې خپل ماشومان له نورو ماشومانو سره پرتله نکړو، ډېر لاملونه شته. دا پرتله که د دوي له خور یا ورور سره وي او که ستاسې د نورو خپلوانو له ماشومانو سره.
دا ډول پرتله ددوي په ځان باوري له منځه وړي او ددې سبب ګرځي چې دوی د کمۍ احساس وکړي. دا ډول پرتله اکثره هغه وخت پلار او مور کوي چې کله دوی فکر وکړي چې ددوي ماشوم د نورو د ماشوم غوندې نه دي. په لاندې ډول هغه دلایلو ته اشاره کوم، چې په دې پوه شئ، چې ولې خپل اولادونه له نور ماشومانو سره پرتله نکړو.
- د دوي په ځان باور له منځه وړي: یو له مهمو دلایلو څخه چې خپل ماشومان له نورو ماشومان سره پرتله نکړو، هم دا دی چې ددوي په ځان باور له منځه ځي، دا د دوي په ژوند او روان باندې منفي اغیزه شیندي، او دا ددې لامل ګرځي چې ستاسې ماشوم د همدې منفي او د ځان کمۍ له احساس سره را لوی شي او دا احساس یې د ژوند برخه وګرځي.
- هر ماشوم له بل ماشوم سره توپیر لري: هر ماشوم یو ځانګړی شخص دی، خپل ځانګړۍ اسعتداد او خپلې ځانګړې وړتیاوې لري. څومره مهمه ده چې یو ماشوم په یوه هنر کې ښه وړتیا لري او بل یې نه لری؟ کېدای شي دا ماشوم په کوم یوه بل هنر کې ښه وړتیا او استعداد ولري، او یا د لیکولو او لوستلو ښه مهارت ولري. هیڅ یوه وړتیا په بلې وړتیا او استعداد باندې ښېګڼه او برتري نه لري، په همدې ډول ماشومان هم یو پر بل باندې ښېګڼه او یا کمي نه لري. نو دا اړینه ده چې هیڅکله ماشوم ته ددې احساس ورنکړو، چې نورو غوندې واوسي.
- کینه: په مستقیم او غیر مستقیم ډول د ماشومانو پرتله ددې سبب ګرځي چې ماشوم ستاسې په وړاندې په زړه کې کینه واچوي، طبیعي ده چې دا کینه به دده روان تر تاثیر لاندې راولي. ماشوم ددې تر څنګ چې له تاسې به کرکه کوي، هغه ماشوم څخه چې ورور، خور او یا هم کوم بل ماشوم دی کرکه وکړي او هم کېدای شي دا کرکه یې په تل پاتې کرکه بدله شي، نو هیڅوک نه غواړي چې ماشومان یې له ماشومتوب څخه په زړه کې کرکه او نفرت وپالي.
- تل پاتې خاطره ګرځي: کېدای شي تاسې تعجب وکړئ، چې ماشوم مو دومره حساس دی، او څه یې له حافظې نه وځي. د کمۍ هغه احساس چې ستاسې ماشوم یې په ذهن کې لري، او تل هڅه کوي چې خپله دا نیمګړتیا پوره کړي او هیڅکله څوک نشي کولای چې د بل په څېر شي، نو دا د یوې منفي خاطرې په ډول د هغه په ذهن کې تل پاتې ګرځي.
- د ماتې سبب ګرځي: ماشوم تل له ځان سره دا پیغام لري چې دوی د هغه بل غوندې نه دي او کېدای شي وروسته له څه هڅو په دې باوري شي چې دوی نشي کولای د هغه بل غوندې واوسي. نو په دې ډول دوی ددې توپیر په وړاندې ماتیږي او دا ماتې باید دوي وزغمي، او په دې ډول به دوی هیڅکله ددې تکل ونکړي چې په کومه لوبه کې ځان وازمویی، ځکه دوی فکر کوی چې دوی دا وړتیا نه لري او په لوی لاس دا چانس له لاسه ورکوي چې دوی به بریالي وي.
- ماشومان په توپیر سره لويېږي: ماشومان ټول په یو ډول نه لوییږي، ځوک له فکری اړخه ژر ورده کوي او څوک له فیزیکي اړخه، نو د اندېښنې خبره نه ده چې تاسې باید د دوي د ژوند په هره برخه کې دوی له یو بل سره پرتله کړئ. کېدای شي دا تاسې لیدلې تجربه وي چې ځینې ماشومان ژر خبرې کوي او ځینې یې بیا وروسته په خبرو راځي.
- د ځان غوښتنې احساس: برعکس د ماشومانو تر منځ پرتله په یوه کې د ځان غوښتنې سبب هم ګرځي. او ماشوم مو فکر کوي چې دوی تر نورو ښه دي او د غرور احساس کوي. په دې ډول دوي پرتله شوي ته هم یو منفي سګنال ورکوي، چې کېدای شي دا دوي په منځ کې د جګړې سبب شي او دا کرکه په یوه دوه اړخیزه کرکه بدله شي.
د ماشومانو ستایل ښه کار دی، ولې دا هرڅه په ډېره ځیرکتیا سره باید وشي، تر څو دوي له حقیقت څخه لېرې نه کړي او په راتلونکې کې ددوي د سرتمګي سبب ونه ګرځي.