لیکنه: قاسم امیري
ساینس دې پوښتنې ته ځواب وایي
اوس نو دا د حیرانتیا خبره نده چې ځمکه، د ځمکې اړوند اټموسفیر، او ټول هغه محسوس او غیر محسوس څیزونه چې د ځمکې په کُره کې شتون لري، پخپل چاپېر را څرخیږي. د استوا کرښې په چاپېر د ځمکې د تاویدو سرعت (شت) ۱۶۷۵ کیلومټره په یو ساعت کې اټکل شوی. دا پدې مانا ده لکه همدا شېبه چې تاسو په یوه نقلیه وسیله کې د ۴۶۵ (متره واټن په یو ثانیه) سرعت سره په یو معین طرف او معین سرعت په حرکت کې یاست. که فرضاً د استوا کرښې څخه په لږ څه لېرې واټن کې موقیعت ولری، نو دا سرعت (شت) به تر دې لږ را ټیټ وي، او چې هر څومره د قطبینو پخوا ورنږدې کیږی دا سرعت (شت) به لاپسې کمیږي. په همدې سبب دي چې د ځمکې په قطبینو کې د ورځې او شپې اوږدوالی آن تر ۶ میاشتو رسیږي، یعنی هلته شپږ میاشتې ورځ او شپږ میاشتې شپه وي.
اوس نو دا پوښتنه پیدا کيږي چې ولې دا حرکت نشو احساس کولئ؟
د دې پوښتنې ځواب د ځمکې د حرکت په میخانیکیت کې پروت دی، چې د ښه وضاحت لپاره په لاندې ډول مثال وړاندې کوو: د یوې شیبې لپاره فکر وکړئ چې تاسو پداسې یوه الوتکه کې سفر کوئ چې د ځمکې څخه په معین لوړوالي (ارتفاع) او سرعت (شت) په فضا کې الوتنه کوي، د سفر په درشل کې د خپلې څوکۍ ایمني تسمې (کمربند) را خلاص کړئ! او د خپلې څوکۍ څخه را پاڅئ! اوس نو د الوتکې د څوکیو تر مینځ واټن کې شاته یا مخ ته څو ګامه ولاړ شئ! په الوتکه کې شاوخوا ناستو کسانو ته او د الوتکې چاپېر کې سترګې وغړوئ او داسې سوچ وکړئ، چې غواړئ د الوتکې حرکت پخپله احساس کړئ، پداسې حال کې چې خپله هم په همدې الوتکه کې سپاره یاست. چې هرې خواته سترګې اړوئ، نو د الوتکې د ننه د مساپرو، څوکیو، کبینونو او هر څه موقیعت به تر پایه پخپل ځای کې وینئ. دلیل یې دا دی چې الوتکه، تاسو، او هر هغه څه چې په الوتکه کې شتون لري په معینه فضا کې په معین سرعت (شت) او معین مستوي کې په معینه خوا په حرکت کې یاست. مخکې لدې چې د الوتکې له حرکت منکر شئ، د الوتکې له کړکیو څخه د باندې ورېځو ته وګورئ! چې کله مو سترګې په ورېځو ولګېږي، نو وبه وینی چې ورېځې تېریږي را تېریږي. سمدلاسه به پوه شئ چې الوتکه او پکې سپاره ټول مسافر په حرکت کې یاست. ځکه چې الوتکه نسبت ورېځو ته په حرکت کې ده. دا پدې مانا نده چې ګواکې ورېځې د خامخا د سکون په حالت کې وي. بلکه ورېځې هم حرکت لري خو ښایي د حرکت سرعت، طرف او وضعیت یې د الوتکې سره توپیر ولري. همدا حالت په روان موټر کې د موټر د څنګ ښيښو څخه د باندې ځمکې یا تيریدونکو نورو موټرو ته په کتو کې هم لیدلی شی.
د ځمکې حرکت هم کټ مټ د الوتکې حرکت ته ورته دی. ځمکه پخپل چاپېر یو بشپړ دوران په ۲۳ ساعتونو او ۵۶ دقیقو کې پوره کوي، چې دا دوران غیر منقطع دی او تقریبا په معین سرعت ترسره کېږي. ستاسو په مخ لګېدونکې د باد څپې هم د ځمکې د حرکت نښه بللی شو، خو په یاد ولرئ چې د ځمکې اټموسفیر هم زمونږ سره په عین سرعت او عین مسیر د حرکت په حال کې دی، همغسې چې په الوتکه کې د الوتکې د ننه هوا چې ستاسو سره په عین سرعت او ارتفاع کې جوخت حرکت کوي.
که چېرې د ځمکې د حرکت سرعت (شت) تغیر موندونکي وی او وخت په وخت پکې زیاتوالی یا کموالی راتلی نو هله به د ځمکې د حرکت درک هم هوسا وئ. فرض کړئ که چېرې د ځمکې حرکت ناڅاپه راکمېږي، نو تاسو به له کوم بدلون او حالت سره مخ شئ؟ د دې پوښتنې ځواب لپاره به په لاندې شرح یو مثال راوړو: خامخا به مو یو وخت په موټر کې د سپرلۍ پر مهال د موټر چلوونکي له ناڅاپي برېک نیولو سره په موټر کې د ننه د سپرلیو حالت احساس کړی وي. کله چې موټرچلوونکی په لوړ سرعت او ډاډ موټر چلوي، په ناڅاپي ډول یې سترګې په مخامخ را روان موټر لګيږي چې په خورا زیات تېزوالی د ده په لور را روان دی، یا په سړک کې د نوي جوړې شوې کندې لیدل، یا د سړک څخه د تېریدونکي کس ناڅاپي د سړک مینځ ته را د ننه کېدل، دا او دیته ورته پېښې موټر چلوونکی دیته اړ باسي تر څو موټر ودروي یا يې په سرعت کې د پام وړ کمښت راولي، تر څو د موټر د چپه کېدو او د سپرلیو د خوږېدو څخه مخنیوي وکړي. خو په موټر کې ناست سپرلي د موټر په سمدلاسه کرارېدو پر یو بل د ورلوېدو یا د مخ څوکيو سره د لګېدو حالت سره مخ کيږي په تېره بیا که په موټر کې سپاره مساپرو د څوکیو ایمني تسمې (کمربندونه) نه وي تړلي، یا دا حالت پخپلو سترګو ونه ویني چې مخامخ یو بل موټر په خورا تیزی د دوی د موټر په خوا را روان دی. ځکه مخکې له مخکې خبرتیا د دې سبب کیږي چې هره سپرلۍ خپل ځانونه پخپلو څوکیو کې ټینک ونیسی یا د ځان ژغورنې لپاره احتیاطي تدبیرونه ونیسی. نو د ځمکې په سرعت کې کمښت یا زیاتوالی هم ځمکه او پکې میشت ټول موجودات له ورته حالت سره مخ کولي شی. د ځمکې د حرکت په ناڅاپي کمښت سره به د اټموسفیر تیز سرعت په ځمکه کې په تېره بیا د ځمکې په سطح د وایپینګ wiping عمل سبب شي، ځکه چې دلته د اټموسفیر او د ځمکې د حرکت تر مینځ ثبات او ورته والی له مینځه ځي او همدا سبب کیږي چې اټموسفیر پخپل تیز سرعت د ځمکې په مخ تخریبات وکړي یا د لویو طوفانونو او نړیدونکو بادونو سبب شي.
نو ولې ځمکه ثابت حرکت لري؟
دا ځکه چې د ځمکې د حرکت د زیاتوالی او را کمیدو لپاره هیڅ خارجی قوه تاثیر نلري.
د ساینسی د Dust Cloudتیوري په بنسټ: کله چې لمریز نظام تشکیل شو او په معین او پلن مدار یې را تاوېدل پیل کړل، سمدلاسه نورو سیارو هم په عین سمت په معینو مدارونو د لمر په شاوخوا او پخپل محور حرکتونه پیل کړل چې له هغو راهیسې تر نن چې بېلیونونه کلونه تېريږي پدې نظام کې هېڅ داسې بې ثباتي او نا انډولي نده را مینځته شوې چې د دې نظام د نړېدو سبب وګرځي. د دې ثبات او انډول یوازینی لامل په لمریز نظام کې د انرشیایي قوې شتون دی چې ټول چاپېره سیارې یې د جاذبې او دافعې قواوو په انډول کې پخپلو مدارونو کې پر ځای ساتلي او له مرکز (لمر) څخه د تېښتې (فرار) یا سقوط (جذب) څخه یې مخنیوی کړی.
که چېرې د لمریز نظام څخه د باندې یوه بهرنۍ کتله په لمریز نظام کې په هجومي ډول د ننه شي نو د لمر او ترې چاپېره سیارو تر مینځ تعادل، د دافعې او جاذبې قوې شتون او په ټوله کې د دوي تر مینځ ثبات به له مینځه ولاړ شي او ښایي د لمر چاپيره سیاري د جاذبي قوې له مخې ټول د لمر په خوا سقوط وکړي یا د فرار قوې له مخې د لمر له حریم څخه د باندې ووزی او په لایتنهی فضا کې د کومې بلې سیارې سره ټکر وکړي او له مینځه ولاړې شي.
نو لکه څنګه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه ځمکه تقریبا په ثابت سرعت پخپل مدار را څرخي، دا چې ولې تقریباً ثابت سرعت وایو دلیل یې دا دی چې د ځمکې سرعت هره ورځ د راکښته کېدو په خوا دی خو دا ورځنی کمېدونکی د سرعت تغیر د کمی لحاظه خورا لږ دی. د ساینس نویو موندنو له مخې د ځمکې سرعت (شت) هر ورځ ۱۰۰۰/۱ مه برخه د یوې ثانیې را کمیږي، نو د دې کمښت کمیت ته په کتو پوهانو ويلی چې: “ځمکه ثابت سرعت لري.”
درنښت