لیکوال: روتن رید
ژباړه: شفیق امیرزی
تاسې پوهېږئ چې ولې لیکل کوئ؟ ښايي دا ستاسې په ژوند کې تر ټولو مهمه پوښتنه وي، خو ښايي تر اوسه مو ځواب هم نه وي ورکړی ولې؟ زه پوهیږم چې یوه ورځ به دا پوښتنه یو څوک له تاسې وکړي؛ کېدای شي پخپله دا پوښتنه له ځانه وکړئ، چې ولې لیکل کوئ؟ هغه وخت به دا پوښتنه ستاسې لپاره حیاتي وي؛ نو ښه به وي چې اوس له ځانه دا پوښتنه وکړو؛ ولې او څه لپاره لیکل کو؟
د دغې پوښتنې ځواب چې ( ولې لیکل کوې؟) ښايي ما ته آسانه وي، په مقابل کې ښایي یو کس له ما پوښتنه وکړي چې ولې څښاک او خوراک کوې؟ ولې به دا پوښتنه نه کوي ځکه د رښتني لیکوال لپاره لیکل همدومره اړین دي، په همدې پایي. نو تاسې به هم ووایی چې لیکوالي د ژوند اړتیا ده؛ که دا پوښتنه څوک له ځانه و نه کړي داسې ده لکه په یوه نامالوم لوري چې وزرې وهي. خو دا ځوابونه ښايي یو څه سم وي خو پوره نه دي.
لیکوالي ستاسې په وجود کې د ننه د یوه دوست او ملګري په څېر ده، خو دا دوستي هله پر یوه بمب بدله شي کله چې ستاسې به وجود کې شته اډېټر له تاسې پوښتنه وکړي (دا دې ولې لیکلي؟) دغه وخت به مو هغه بم په مغز کې انفجار وکړي او هر څه سر به ګډوډ کړي.
د لیکوالۍ په اړه ترخه او ساړه حقیقتونه
یوه ورځ به راځي چې خپل فکرونه او سوژې درته وحشي او حیواني ښکاره شي، خپل سبک به داسې درته ښکاره شي لکه په زور یې چې پر خلکو منې، کېدای شي خپل لیکل درته عجیبه ښکاره شي، یا داسې فکر هم ستاسې مغز ته لارې کولی شي چې ستاسې لیکنې لا تر اوسه ځوانې نه دي، یو وخت به مو په ذهن کې یو څوک دا خبر زمزمه کړي چې هسې دې وخت لګوې، یوه ورځ به څه لیکئ تاسې به له ځانه پوښتنه وکړئ دا به څوک ولولي که نه؟ ستاسې په ذهن کې یو څوک درته وایې، (نه) ایسته یې غورځوئ.
په شاوخوا کې مو ښايي هر څوک ستاسې د لیکوالۍ ملاتړي نه وي، کله چې مور او پلار ستاسې د لیکوالۍ پر وړاندې درېږي دا یو بل بم دی چې چوي، کېدای شي ورور، خور یا بل نږدې کس مو هم په دې پوه نه شي چې لیکوالي ستاسې لپاره څومره ارزښت او مانا لري.
تاسې ته به شک پیدا شي چې ښايي زما دوستان او ملګري زما لیکنې خوښې نه کړي خو د نورو لیکوالانو به خوښوي؛ دا هر څه یوه (شک بم) ته ورته دي چې د هرې پوښتنې په را پیدا کېدو یې د چاودنې امکان شته او هرڅه ورانولی شي.
نو په هغه وخت کې د دغې پوښتنې ځواب تاسې ته اړین دی، کله چې دا شک بمب چاودنې ته نږدې شې ښه ده څو پر دې پوه وئ چې ولې لیکل کوئ نو په دې توګه به د دغې شک بمب تارونه شنډ کړئ او مخکې له دې چې تاسې له منځه یوسي د هغه شنډولو ته به مو لاره چاره موندلې وي.
دا چې ولې لیکل کوو ۶ دلیله دي.
دا شپږ دلیلونه بسنه نه کوي کېدای شي نور هم وي خو دا یو څه له تاسې سره مرسته کولی شي څو پوه شئ چې ولې لیکل کوئ.
1. د نورو لپاره لیکل کوو
ژوند یوه لیوني سرک ته ورته دی، څاګان، کوږ کیڼ والی، ګرزندي، او د وختونو اوږدوالی د سرکونو اوږدوالي ته ورته دی چې ډېر کله د دې امکان شته چې د لارې په اوږدو کې ټیرونه وچوي، خو کېدای شي تر یوې کچې دا لارې او کږلیچونه موږ تجربه کړي وي او د ژوند له سړو تودو راتېر شوي و، نو دا چې زموږ له تجربو نور خلک ګټه واخلي او دا اوږده لاره په آرامه ووهي د هغوی لپاره لیکل کوو، خپلې تجربې دوی ته لېږدوو، په دې توګه به دوی هم له دې تجربو کار واخلي او لاره به پیدا کړي زموږ تجربې به دوی ته د لارښونې ترافیکي اشاره وي.
دا یو دلیل شو چې موږ لیکل کو، ځکه موږ فکر کوو چې زموږ لیکلي شیان نورو ته مهم دي او کېدای شي هغوی ته د لارې مشال وي.
2. د ځان لپاره لیکل کوو
لیکل لکه د ژوند هر ګټور عادت ستاسې وجود او روان ته ګټه لري، دا چې لیکل کوی لکه څښاک، خوراک او خوب ستاسې وجود ته آرام بښي.
• لیکل استرس کموي
• په لیکلو کولی شي خپل احساسات قوي کړئ او هغوی ته ارزښت ورکړئ
• لیکل له تاسې سره مرسته کوي چې په خپل وجود کې له ځينې وحشي فشارونو او دروغو خلاص شئ او یو ډول سکون پیدا کړئ.
• لیکل ستاسې سره مرسته کوي چې د ژوند په زړه پورې او خواږه اړخونه ووینئ.
• لیکل ستاسې سره مرسته کوي چې په خپل وجود کې شته کانونه را وباسئ، له هغې کار واخلئ، او د وجود له تیاره ځایونو داسې ډېوې را وباسئ چې ستاسې او نورو لپاره د لارې مشال وي، له خپل وجود نه ګران بیه مرغلرې را وباسئ څو هلته پاتې نه شي.
جوزف ګوردن لویت وايي:
لمر د یوازیتوب ستوری دی، کله چې د خپلو ملګرو لیدو ته سر را ښکاره کړي، هغه ټول ورک شي.
3. د کیسه جوړونې
موږ ډیر وخت د دې لپاره لیکل کوو چې به خپل ذهن کې خیالي نړۍ د یوې کیسې په بڼه نورو ته ورسو، که دا کیسه حقیقي هم وي خو کومه ستونزه نه ده؛ مهمه دا ده چې موږ غواړو هغه ولیکو، د لیکلو تر څنګ باید موږ په دې باوري وو چې کولی شو پخپل ذهن کې شته احساس نورو ته ولېږدو، نو کار پیل کوو او کیسه لیکو.
ستاسې په اړه نه پوهېږم خو زما ژوند د کیسو تر مستقیمې اغیزې لاندې دی، کله چې ځوان وم کیسو راباندې اغیز کاوه، خپل هر څه مې د کیسو تر اغیز لاندې و، زه عجیب شی وم، وزن مې ډیر و، ښه ملګري مې نه لرل، ویلی شم چې منفور وم، تر ډیره وخته مې هیڅ کوم ملګری نه لاره، خو د کیسو په لوستلو مې قوت پیدا کړ، د کیسو په لوستلو ما وکړئ شول خپله خفه نړۍ له خوشالیو ډکه کړم، او خپل تیاره ژوند له رڼاوو ډک کړم ځکه ما ځان د کیسې تر اغیزې لاندې راوستلی او د کیسې لوستل ما ته خوند راکوي، ما او د هغو کیسو اتلانو چې ما لوستلې وې یو ډول ژوند لاره له خوښیو او اتلولیو ډک ژوند و.
نو ډیر کله موږ غواړو خپلې تجربې د کیسو په وسیله نورو ته ولېږدو، دوی ته مثبته روحیه ورکړو، په دې توګه موږ غواړو درمل او دولت له نورو سره وویشو.
4. د ښکلا لپاره لیکل کوو
هنر ښکلی دی، کلیمې هم ښکلې کېدای شي، آن که له ډیرو بدرنګیو هم خبرې کو، خو ښکلې کلیمې پر غوږونو ښې ولګي، کله چې د غم او خفګان تر څنګ تېرېږو همدا کلیمات او ښکلاوې له موږ سره مرسته کولی شي چې هر څه وزغمو، نو کلیمي ګرانبیه دي، ارزښتناکې دي.
لیکوال ځينې کلیمات راوړي، دا کلیمات چې ولیکي زړه یې سپک شي؛ کله کله داسې هم کېږي چې یو څوک ورته د کومې کلیمې د بدلولو وړاندیز وکړي خو دی وايي چې په دغه جمله کې همدا کلیمه خوند راکوي، دا هغه څه دي چې د کلیمات ښکلا ښيي او مالومېږي چې کلیمې سړي ته آرام بښي.
په دې توګه غواړو د ښکلا ټولې غوښتنې چې زموږ په ذهن کې دي پخپلو لیکلو آثارو کې پیدا کړو، او هلته یې تر یوې کچې کابو کړو.
5. له غمونو خلاصون غواړ
لیکوالي ستاسې سره مرسته کوي چې پر خپلو ټپونو پټۍ ولګوئ، غمونو او دردونه یوې خواته کېږدئ (ارواپوهنې ثابته کړې ده، څوک چې لیکل کوي خفګان او په تېره بیا په ژور خفګان نه اخته کېږي، خو شرط یې دا دی چې په خپل وجود کې رښتنې دردونه د قلم په ژبه ولیکي).
لیکل موږ د خپلو احساساتو له تیارو اړخونو راوباسي، دا زموږ تر احساساتو پورې اړه لري چې څنګه یوه کیسه یا ناول لیکو، کېدای شي له مینې ډک وي، خو کېدای شي له وحشته ډک ناول ټولنې ته وړاندې کړو. خپل روان ته قلم په لاس کې ورکړئ پرېږدئ چې ستاسې د زړه خبرې ولیکي.
6. د آرامتیا لپاره
ځينو ته ارزښت نه لري چې تاسې په لیکلو ځان بوخت کړي او د زړه له تله هغه څه ولیکي چې پوهېږي په لیکلو ارزي، لږ تر لږ نیمايي هغه کسان چې یو څه لیکي په بیا لوستلو کولی شي خپل ځان په لیکنه کې وګوري، کېدای شي ورته په زړه پورې وي. دا اړینه نه ده چې تاسې دې د پیسو لپاره لیکل وکړئ، ځنې موخې تر پیسو او مادیاتو هم لوړې وي.
نو ښايي ډیر داسې کسان وي چې یواز د تفریح لپاره لیکل کوي ځکه له هغه خوند اخلي، د یوې ټولنې لیکوالانو له هغمې ټولنې راپورته شوي خلک دي، نو دخپلې ټولنې خوښۍ او دردونه ښه لیدلی شي، دا چې څنګه غواړي ځان خوشاله کړي همداسې لوستونکي هم خوشاله کولی شي.
دې ته وګورئ چې یو چا کلیمې څنګه څنګ تر څنګ اېښې دي، په دې کلیمو کې څومره لویه مانا، احساس، پيغام یا نور څه شته هر څومره چې د یادو کلیمو ارزښت ډیر وو په همغه کچه دا کس لوی لیکوال دی. (لنوکس ستیفن)
که له ما پوښتنه وکړئ چې ولې لیکل کوې زه به ووایم چې لیکل ما ته هیله بښي، ژوند ته قوت راکوي، ځکه پرته له لیکلو ځان داسې احساسوم لکه د (بخار دیګ) چې په هغه کې د خواړه بار کړي وي، خو د هوا د وتلو لاره یوازې یوه وي، هم د حاظرو کسانو تلوسه وي چې په دې دیګ کې به څه وي او هلته به د دیګ بخار زړه چاودلی وي چې څه وخت به دا هوا وزي.
زما لپاره لیکوالي هماغه یو سوری دی چې هوا ترې راوځي که هغه بند شو نو د دیګ بخار په څير به مې زړه ترک وچوي. (روتن رید)
غواړم په دې توګه تفریح وکړم، ولس ته مې پيغا ولېږدوم، د پيسو لپاره څه نه لیکم، د څوکۍ لپاره څه نه لیکم؛ غواړم وده وکړم، غواړم لیکوالي مې د څو کسانو زړه خوشاله کړي.
تاسې هم کوښښ وکړئ چې دغې پوښتنې ته ځواب پیدا کړئ، ځکه زړه به مو ډاډه او په لیکوالۍ کې به هم خپله لاره پيدا کړئ.