ليکنه: شېرشاه تسل
د افغانستان جغرافې موقعیت د مقتدرو هیواد لپاره د همیش لپاره توجو وړ وه،او دا زړه راښکونکې موقعیت بلاخره د نړیوالو قدرت لرونکو هیوادونو توجه ځانته واړوله نو په همدې اساس په طول د تاریخ کې دنړۍ زبرځواکونو په افغانستان حمله وکړه لکه سکندر مقدوني ، انګلیس او اوس داده امریکا هم په دې هیواد تجاوز وکړ او دغه مهمه سیمه یې د خپل ولکې لاندې راوستله ترڅو وکولي شي د دې مهم استراتیژیک او جیوپولتیک موقعیت نه په استفادي خپل شوم اهداف ترلاسه کړي او خپل شومو اهدافو ته ځان ورسوي او خپل استعماري سیاستونه په سیمه کې پلي کړي نو په همدي اساس افغانستان ده چې افغانستان په طول د تاریخ کې د سیمې او نړۍ د زبرځواکونو د جنګ ډګر ګرځیدلی ده . وروسته د ۹۰ لسیزی څخه د امریکا پلان داوه چې ترڅو افغانستان تر خپل ولکې لاندې راولي او خپل دایمې حضور لپاره زمینه مساعده کړي ترڅو وکولی شي په سیمه کې خپل منافع وساتي او هم سیمه تر خپل کنترول لاندي راولي .
خو متاسفانه چې زمونږ بعضې پوچ مغزه مسلمانان او سیاسون پدې فکر کې دي امریکا راتګ افغانستان ته د تروریستانو د نابودی په خاطر دي او امریکا غواړي چې په هیواد کې سوله او ثبات ټینګ شي ، خو بدبختانه چې امریکا په افغانستان او سیمه کې ځانګړي اهداف لري که چیرې د امریکا هدف د تروریزم له منځه وړل وي نو داکار امریکا ته ډیر اسانه وه او په څوارلسو کلونو کې به یی د تروریزم خو لا پریږده حتی د هغوی ریښي به یی هم له منځه وړای وایی، بله خبره داده چې د افغانستان نیول د امریکا هدف نده چې ګواکې دا هیواد ونیسي بلکې هدف یې داده چې دا هیواد وسیله ګرځوي او خپل اهداف په سیمه او منطقه کې لاسته راوړي ځکه زمونږ ګران هیواد افغانستان د آسیا په زړه کې پروت هیواد دی چې د اسیایې ا و اروپایې هیوادونو لپاره د څلورلارې حیثیت لري ، امریکا به هیڅکله په افغانستان کې ډاډمنه سوله او ثبات رانولي ځکه که په افغانستان کې ډاډمنه سوله او ثبات راشي او اقتصاد پرمختګ وکړي نو نړیوال به امریکا ته مخ راوګرځوي او د افغانستان څخه د وتلو غوښتنه به وکړي چې د ا د امریکا په زیان ده نو امریکا هیڅکله نه غواړي چې په افغانستان کې د سولی د ټینګیدو په اساس د نړیوالو ګوته ځانته راواړوي .
د دغه پورته مشکلاتو سره سره ځینې نور مشکلاتونه هم شته چې د نمونې په ډول یو څو یې په لاندې ډول ذکر کوم .
بیسوادي: زمونږ په هیواد کې یوه لویه ستونزه هغه بیسوادي ده چې تقریباً ۹۰ سلنه زمونږ وګړي بیسواده دي چې زمونږ جابرو ګاونډیو هیوادونو زمونږ ددې ضعیفې نقطې څخه استفاده وکړه او او خپل هیواد یې راباندې په خپل لاس ویجاړ کړ هغه په پښتو کې یو متل ده چې وایې بې علمه انسان د ړوند په شان وي نو مونږ هم د ړندو په شان د خپل شخصي ګټو په خاطر ګاونډیو په لمسون خپل ګران هیواد په خپل لاس وران کړ ،
تحمیل شوی جنګ: بله لویه ستونزه هغه تحمیل شوی جنګ ده چې دا جنګ د افغانانو نده بلکې په افغانانو تحمیل شوی ده لکه مخکې مو چې یادونه وکړه افغانستان د خپل جغرافیوي او استراتیژیک موقعیت له مخې د سیمې د هیوادونو د جنګ ډګر ګرځیدلی ده چې هریو هیواد هڅه کوي ترڅو په سیمه کې خپل ګټې خوندي کړې او سیمه د خپل ولکې لاندې راولي او دسیمي هیوادونه د خپل نظر لاندې وساتي ، دا جنګ د سیمي د هیوادونو د استخباراتو جنګ ده چې بدبختانه مونږ افغانانونه د اور د لرګیو په شان استفاده کوي .
خودخواهي بله لویه ستونزه زمونږ هغه خودخواهي ده چې همیشه مونږ کینو همدا خبره کوو چې پنځه زره کلن تاریخ لرو مونږ افغانان یو مونږ هیچا ته ضرورت نلرو مونږ همیشه په نورو ځان اوچت ګڼو سره ددې چې تر نصوارو پورې مونږ ته له خارجه راځي ، همیشه مو د هوش پرځای د جوش نه کار اخیستی ده نور هیوادونه بیا برعکس دي هغوی چې کوم کارکوي دډیر هوش نه کار اخلي ولي متاسفانه مونږ همیشه د هوش په ځای جوش نه کار اخیستۍ ده چې نتیجه یې همدا ده چې شپیته کلن ګاونډي مو ضروریات راته پوره کوي او که یوه ورځ یې د طورخم ترانزیتي لاره وتړله نو دډیرو ستونزو سره به مخامخ شو .
بي ثباته سیات او ځوړ اقتصاد : کامیابه سیاست او دیپلوماسي داده چې د خپل هیواد ګټې د نورو په ګټو کې او د نورو ګټي د خپل هیواد په ګټو کې تثبیت کړې د دیپلوماسۍ په ژبه نورو هیوادونو ته دا وروښایی چې ګټې مشترکې دي او باید چې په مشترک ډول هڅه وکړو ، ولې بدبختانه زمونږ هریو ولسمشریا رهبر چې واک ته رسیدلی کوشش یې کړی چې په خارجې ساست کې خپل ګټې ولټوي یا خارجې سیاست د خپل د بقا په خاطر قربانې کړي لکه مونږ او تاسې چې د کرزی په حکومت کې په خپلو سترګو ولیدل چې د یو څو اشخاصو د خوشحالولو لپاره مو خارجي سیاست قرباني کړ او خارجي سیاست مو دداسي افرادو په لاس کي ورکړ چې ددیپلوماسۍ ژبه خو لا څه کوی حتی په خپلو ملي ژبو هم نه پوهیده نو داسي اشخاص به څنګه وکولی شي چې بهرني اړیکي پیاوړې کړي او زمونږ هیواد د سیالانو سره سیال کړي . بله داچې په دادومره کلونو کې هیڅ یو مشر د یو پیاوړي افغانستان لپاره څرنګه چې لازمه وه هغسې ونکړ سره ددومره ډالرو چې افغانستان ته راغلل هیڅ یو بینادي کار ونشو فقط یو څو سړکونه تور کړای شول او داسې برق خاوندان شوو چې ګروپ زمونږ په کورکې او بټنه د بل هیواد په لاس کې چې هروخت یې خوښه وه برق په مونږ قطع کولی شي ، داچې افغانستان د اقتصادي پرمختګ او پیاوړتیا لپاره ښه فرصتونه لرل او لري ولې زمونږ د پرديپاله او خپلو شخصي ګټو ته ژمن چارواکو او مشرانو د شخصي ګټو او منافعو په سر د کشمکش له امله هیواد په داسي یو حالت کې قرار لري چې لوستي ځوانان مو د هیواده څخه خپی سپکوي او په دسترخوان کې مو یوه مړۍ ډوډی نه لیدل کیږي .داچي داسې ډیر زیات لاملونه شته خو ما د مطلب د لنډیز او دوخت دکمښت له امله داڅو یواځی د نمونې په شکل تاسو محترمو ته وړاندې کړل.
نو په اخر کې دا وایم چې د یوموټي ، باثبات او په خپلو خپو ولاړ افغا نستان لپاره سره یو ځای شی شخصي ګټي شاته واچوی لاسونه سره یو کړی خپل هیواد په خپله جوړ کړی .
ومن الله توفیق
د یو ارام سوکاله او ازاد افغانستان په هیله
شیرشاه( تسل )
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.