ژباړه: کوچۍ
زموږ دا خوښیږي چې په شاوخوا، خپلوانو او دوستانو کې هغه خوښ خلک چې ډیر خاندي وي، مګر ولې یو تن د نورو په پرتله ډیر خاندي؟ ایا دا د کرکټر، ښوونې او روزنې موضوع ده که دا د ژوند ډول دی؟
ولې موږ خاندو؟ دا اسانه ده: موږ د خلکو په طنزیه کړنو او شیانو خاندو او بیا یې له ځان سره ارزو. زموږ په اننګو اوښکې راتوې شي، موږ خاندو یا لس پنځلس دقیقې کینو او بیا خاندو؟ نا دا نو ډیر توپیر لري، ښکاره ده چې موږ د خندا وړ څیزونو په لیدو او اوریدو خاندو، خو په ډیرو مواردو کې موږ په خندا وړ ټوکو او څیزونو نه خاندو، د امریکايي څیړونکو پراخې څیړنې دا ښيي چې زموږ له لس نه تر شل سلنې وګړي په دې څار کې دي چې د خندا وړ څیزونو او کړنو په لیدو او اوریدو وخاندي، موږ ډیری وخت ( له اتیا تر نوي سلنه موضوعاتو کې) هغه مهال خاندو چې موږ یې په لومړي ځل لیدو د خندا دلیل و نه لرو. دا څنګه ده؟ خندا یو ټولنیز عمل دی، خندا د اړیکو په جوړولو او د اړیکو په منځ کې د نرموونکو غوړویو په شان کار کوي، همدا خبره ده چې موږ د لومړي ځل هغه مهال چې د دریو میاشتو ماشومان اوس خاندو. موږ دا هر څه نه کوو، دا ځکه چې موږ یوه ټوکه وکړه. دا له مور او پلار سره د تعامل یو ډول دی، نو په دې بنسټ خندا یو ارتباطي کړنه او زموږ د پاتې ژوند یو ارتباط یا اړیکه ده. تاسو غواړئ له نورو سره یو مثبت او ښه احساس رامنځته کړئ، خندا هغه چاپیریال ته وده ورکوي، چیرې چې تړون او یا اړیکه شته.
خندا روغتیا ته ګټه رسوي
ـ خندا د مخ، نس او د وجود دننۍ عضلې یا شلۍ په خوځښت راولي، او په ډول د وجود ډیرو ارګانونو ته ماساژ ورکوي، په نورو عضلاتو یا شلیو کې فشار کم دی او خندا ورته د ارامۍ احساس ورکوي.
ـ کله چې تاسو خاندئ، تاسو ژوره ساه اخلئ، په دې ډول ستاسو د وینې فشار او د زړه ضربان تنظیمیږي یا سمیږي، د وینو بهیر ګړندی کیږي او د مغزو په لوري ډیر زیات خوړنیز توکي او اکسیجن لیږدوي.
ـ د خندا په مهال مغزي اندورفین brain endorphins تولیدیږي، څیړنو ښوولې ده؛ هغه وګړي چې نازک مزاجه دي، دوی هم د خندا په وسیله ولوکه یوه غیر معمولي خندا هم وي، ښه احساس کوي.
ـ اندورفین endorphins په وجود کې د درد ضد اغیز لري، دا ډول د سترس او اندېښنې په وړاندې کار کوي.
ـ خندا د وجود د مقاومت په سیستم او وینې فشار باندې ښه اغیز لري.
هغه غواړي هغه ته وخاندي
۵۷ سلنه وګړي چې ښه خاندي هغوی دي چې دی یا دا کومه میرمن پیژني، یا کومه میرمن یې ملګرې ده، ښځې د خندا بکسونه دي، خو سړي ډیر زیات ټوکمار دي، د هالنډ درې برخې وګړي په دې باور دي چې د دوی په دوستانو او خپلوانو کې ټوکار تن یو سړی دی، نارینو ته دا ډیره په زړه پورې ده چې ښځې وخاندي، خو په همدې وخت کې ښځو ته دا ډیره مهمه ده چې نارینه دوی وخندوي، ۶۲ سلنه میرمنې ځانونه د موسکو او یا په خندا شخصیتونو په حیث او سړي ځانونه د ټوکمارو او یا د داسې وګړو په حیث چې د ظنز احساس لري تعریفوي، کله چې یو نارینه د کومې ښځې په اړه په ټوکو خبرې کوي، په حقیقت کې د د موخه هغه میرمن وي چې د ده په ټوکو خاندي.
خندا یواځې د جنسیت په توپیر پورې اړه نه لري، بلکه خندا په ټولنه کې د یوه انسان په دریځ او ځای پورې هم اړه لري. خندا له قدرت او وضیعت سره ډیره یو ځای وي، هغهوی چې د واک په لوړ موقف کې دي، هغوی د هغو وګړو په پرتله چې د واک په ټیټ موقف کې دي، ډیر ټوکمار دي، د مشرانو، لوړ رتبه چارواکو او یا ریئسانو په ټوکو خلک ډیر خاندي، خو د کشرانو یا ټيت رتبه وګړو په ټوکو خلک دومره نه خاندي، نو ځکه د ټیټ موقف درلودونکي وګړي د خپلو ریئسانو په پرتله لږ خاندي، ټیټ رتبه وګړي ډیروخت په خپلو ریئسانو ډیر خاندي، دا ډول هغه څه چې تاسو تمه لرئ د هغو سر چپه وینا کوونکي د خپلو اوریدونکو په پرتله ډیر خاندي.
ټوکې یا طنز او دماغ
ـ د ټوکو یا طنز له پاره احساس د دماغ په برخو ځای لري:
دغه برخه کار کوي چې ایا دغه ټوکه مزه داره یا خندونکې ده او کنه، بل دا چې تاسو څومره ځواکمنه خندا کوئ.
ـ دا ډول د دماغ نیټورک یا د اړیکو شبکه په دقیق ډول کار کوي چې تاسو د ټوکو او طنز په وړاندې څه رنګه غبرګون ښه یاست، دا په جنیټیک ډول مشخص یا معین دی، لکه د هر انسان جنین له بل نه توپیر لري، نو ځکه هر انسان د ټوکو او طنز په وړاندې بیل او په توپیر سره احساس لري، پرته له هغه وګړو نه چې یو ډول جنین لري، څیړنو ښوولې ده چې که دوه غبرګوني ماشومان بیل بیل هم لوی شي، بیا هم یوشان وي.
ـ که چیرې یوه ټوکه وویله شي، د ښځو دماغ یا مغز د نارینو له مغز یا دماغ نه بیخي جلا او په توپیر سره کار کوي، میرمنې په ټوکې د پوهیدو له پاره (۰،۱ ثانیې ) وخت ته اړتیا لري، خو کله چې دوی یو ځل تصمیم ونیسي چې دا یوه ښه ټوکه ده نو بیا ترې ډیر خوند اخلي، یا د خوښۍ احساس ډیر وي، خو سړي بیا په خپل شاوخوا کې د بدې ټوکې په اوریدو د میرمنو په پرتله ډیر مایوسه کیږي.
د خندا اپېدمیک Laughter epidemic
خندا ساري یا لېږدیدونکې ده، ډیره زیاته لیږدېدونکې، په ۱۹۶۲ زیږدیز کال کې په تانزانیا کې د خندا اپېدمیک رښتنې کیسه پېښه شوه، دا پېښه هغه وخت راپیل شوه چې په یوه ښوونځي کې در جینکو خپله خندا بندولی نشوه، نښو نښآنو وښوده چې په شپږو اونیو کې دغه ستونزه ۹۵ نورو زده کوونکو ته هم ولیږدیده، چې په پاي کې ښوونځی وتړل شو، هغه ماشومان چې کورونو ته ولیږل شول، هغوی د خندا دغه ویروس نور هم خپور کړ، په یو نیم کال کې په زرګونو وګړي په دې ستونزې اخته شول، ناروغ تن به تر ۱۶ ورځو خندیده.