ژباړه: حمیدالله حمیدي
بشري، اعتقادي او مذهبي موندنو ثابته کړې، چې انسان یو څو بعدي موجود دی، چې له هغو مهم اړخ یې یو «روح» او بل اندیشه « تفکر » دی. په مادي ژوند کې د لمس وړ اړخ د انسان جسم دی. په حقیقت کې موږ پر نړۍ د مادي قوانینو سره د همغږۍ په موخه په یوه مادي وجود کې ژوند کو. خو په اصل کې زموږ پیدایښت تر دې هر څه لوړ دی. ولې ځینې انسان له دې سره سره ، چې لوړ فکري قدرت لري خو بیا هم په دې اند دي، چې د انسان ژوند او ټول کړه وړه مخکې له مخکې تعین شوي او د انسان لاس وهنه په کې کوم خاص ارزښت نه لري. دوي په دې فکر نه کوي، چې که خبره همداسې وي، نو بیا د انسانانو او نور ژوندیو موجوداتو ترمنځ توپیر په څه کې دی؟
ولې دغه ډله کسان د دې پر ځای، چې خپل فکر په کار واچوي ځان تقدیر ته سپاري؟ ځواب یې اسان دی، ځکه دغه کسان په خپل دې کار سره ځان له مسولیته خلاصوي. نو ښه ده، چې پوه شو زموږ مفکورې او افکار تل په جریان کې دي او دغه جریان خپله د جذب قانون رامنځته کوي. نو ولې بیا ځان په نا اګاهانه ډول دې جریان ته وسپارو په داسې حال کې، چې موږ خپله کولای شو، د ټولو مفکورو کنټرول په لاس کې واخلو. که دې باور ته ورسېد د تفکر نطفه مو په حقیقي نړۍ کې ځای نیسي، د دغه جریان په وړاندې باید خپل ځان مسوول وګڼو، خو د ډېری انسانو لپاره دا جمله ویل، چې « د ژوند د بازي کولو اصلي لوبغاړی زه یم) ډېره سخته ده.
زموږ د ټولو ژوند د یوه فلم سناریو ته ورته دی، چې موږ خپله د هغه لیکونکي یو او یوازې موږ کولای شو د دې فلم هېروګان اوسو. دا موضوع موږ د ټولو افکارو، رفتارونو او حساساتو پر وړاندې مسول کوي، په داسې حال کې، چې انسان تل د نور پر ځای ښه لوبېدلی شي او غواړي تل په هر چا باندې د انتقاد ګوته پورته کړي او هغوی متهم کړي، چې همدا ټکی د دوی د وروسته پاتې کېدو لامل ګرځي. ډېری انسانان هڅه کوي، چې خپل ځان بې ګناه ثابت کړي، ځکه د نورو رټل د ځان تر رټلو اسانه ورته ښکاري. خلک دا نه خوښوي، چې خپل مسولیتونه او کمیانې ومني او په غاړه یې واخلي، ځکه د دوی لپاره اسانه لار دا ده، چې خپلې ماتې او کمۍ د بېرونیو عواملو لکه: محیط، ټولنې او د ورځنیو بدو حالاتو زېږنده وبولي. په داسې حال کې چې له مسوولیته تېښته یوازې موږ له خپلو موخو لرې کوي، که موږ له مسوولیته تېښته کوو په دې سره موږ د جذب د قانون ټولې وړتیاوې هېڅ بولو، د خپلو تېروتنو او ماتو پړه پر نورو اچوو.
څه ښه وايي (( هر ځای ته چې رسېدل غواړې یوازې له ځانه وغواړه چې هغه ځای ته دې ورسوي.)) اوس که موږ دخپلو هیلو پوره کول له نورو غواړو او یا د خپلو ماتو پړه پر نورو اچوو دا بیا د طبعت خلاف عمل دی. دا د ژوند تر ټولو ستر راز دی چې په دې پېړۍ کې ډير خلک له هغې بې خبره دي.
ډیر خلک په نړۍ کې بریالي کسان نه دي، ځکه دوی د خپلو ستونزو، نیمګړتیاو او ماتو پړه پر خپله غاړه نه اخلي، دوی له دې وېرېږي چې ځان ملامت کړي (( ژوند د آینې مخ دی هر څه چې وینې ستا انعکاس دی.)) دوی د دغې خبرې د اورېدو توان نه لري چې هر څه په نړۍ د کې د ده انعکاس دی، ځکه له دې خبرې سره د هغه ټولو باورنه اوړي، دوی باید دا ومني چې که په فقر او بې وسۍ کې ژوند کوي پړه یې د دوی پر خپله غاړه ده، د دوی هره ستونزه یې د لیدلوري له وجې ده، که د دوی په شاوخوا کې حسود کسان را ټول دي علت یې دا دی چې د منفي کسانو د حسادت موجونه یې جذب کړي دي، که له نورو کسانو تاسې دروغ اورېدلي علت یې دا دی چې دوی ته مو د دروغ ویلو فرصت په لاس ورکړی دی.
رښتیا اوس نو زموږ له ډلې څو کسه د خپلو تېروتنو د منلو همت لري؟ څو کسه له خپلو تېروتنو د درس اخیستلو وړتیا لري؟ تل په یاد ولرئ چې ستاسې فکر او وړتیا کولی شي ستاسې د ژوند لوری بدل کړي هغه ستاسې د ژوند ځواک دی.
نور هر څومره زر چې کولی شئ خپل ځان و ارزوئ په خپل وجود کې ننوزئ او پر خپلو وړتیاوو باور وکړئ.
انسان متفکر او ټاکونکی موجود دی هیڅوک نشي کولی د هغه د لارې خنډ شي، څوک ستاسې ذهن ته مرز نشي ټاکلی، دا د ژوند د خپلواکۍ په رښتنې مانا ده، همداسې تاسې د خپلو غوښتنو په پوره کولو کې هم خپلواک یی خو دا بیا نو ستاسې په غوښتنه پورې تړاو لري چې هغه ستاسې له ټولنې او مذهب سره په ټکر کې ده او که نه انسان مقیده خپلواکي لري په دې مانا چې له الهي قانون سره سمې غوښتنې او هیلې به لري له هغه به نه اوړي.
هر هغه څه چې تاسې یې پخپل چاپېریال کې وینئ دا یو وخت د یوه کس په ذهن کې یوه خیال و خو اوس په حقیقت بدل شوی او ستاسې د چاپېریال یو ګټور شی ورځنې جوړ شوی دی.
ښارونه، موټر، الوتکې، په سپوږمۍ کې ګرځېدل، موبایل، انټرنټ او دې ورته سلګونو او زرګونه شیان زموږ په چاپېریال کې یو وخت یوازې خیال او خوب وو خو اوس دا هرڅه په حقیفت بدل شوي او د میلیونونه انسانانو ژوند یې بدل کړی دی، د انسان داخلي وجود تیاره او دلمس وړ نه دی، خو بهر نړۍ د لمس وړ ده او محسوسه ده، نو ښه ده چې په پوره قوت دا ووایم:
زموږ په جسماني نړۍ کې هیڅ حقیقت نشته هر څه چې دي زموږ په داخلي نړۍ او فکر کې دي.
همداسې زموږ بریا او ماتې زموږ د فکر په ډول پورې اړه لري او د جذب قانون را سره مرسته کوي که منفي افکار مو جذب کړ ژوند مو منفي که مثبت کسان او فکرونه مو جذب کړل هیلې مو مثتبې بڼې اخلي. لومړی باید د ټولو رفتارونو، فکرونو او تصمیمونو مسولیت، چې پر غاړه یې لرو ویې منو، او د دې لپاره، چې خپلې نمګړتیاوې جبران کړو په خپله مفکوره کې مو باید د مسیر بدلون را منځته کړو په داسې ډول چې:
۱- مثب فکر کول مو باید د زیاتو بدبینیواو شکایتونو مخه ونیسي.
۲- د کینې او حسادت پر ځای باید په خپل وجود کې مینې او بخشش ته ځای ورکړو.
۳- د دې پر ځای، چې تنګ نظره و اوسو د خدای پاک په دې لوی نظام کې فکر وکړو او ور سره خپل ذهن هم پراخ کړو.
۴- د هغه څه په اړه، چې په خپل ژوند کې یې لرو د خدای پاک شکر ادا کړو او له ناشکرۍ څخه ډه ډه وکړو، ځکه خداي پاک فرمایي، تاسو هېڅکله هم کفران د نعمت مه کوئ بلکې زما په درکړو نعمتونو شکر وباسي تر څو نور څه هم درکړم.
۵- خلکو ته په مینه وګورئ، تل مو باید په شونډو موسکا خوره وي، تر څو په ليدلو مو نور کسان هم مسکي شي.
د نړۍ لویه برخه ستا د افکارو په تل کې پرته ده. د دې حقیقت په درک کولو سره، کېدای شي نړۍ تر پښو لاندې کړې!
You also might be interested in
ژباړه: حمیدالله حمیدي-لومړی زده کوونکي) زه یوه عادي زده کوونکی[...]
لیکنه: آرش ننګیال د انسانانو یوه اساسي غوښتنه داده چې[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي له ډېرې پخوا زمانې راهیسې شات د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی