ژباړه: نورآغا حبیبي
دا افریقایي حکایت مونږ ته د دوستئ ارزښت او اهمیت را زده کوي او مونږ ته راښیي چې په نړۍ کې رفاقت څومره له منځه تللی دی ځکه خلک فکر کوي چې دوی یو له بل سره نشي ملګري کېدای.
یوه ورځ د څونګښې یو بچي د بوټو په منځ کې ټوپونه وهل. ناڅاپه یې له مخې سره یو اوږد او نری خزنده ولید چې د پوست رنګ یې لکه د زرغونې په شان ۷ رنګه وړانګې درلودې. د څونګښې بچي هغه ته غږ وکړ او ویې ویل: ٫٫ سلام، څه کوی چې په لاره کې اوږد شوې؟٬٬
خزنده اوږد را اوږد شو او ځواب یې ورکړ: ٫٫ په لمر باندې ځان ګرمه وم. زه د مار بچي یم، ته څوک یې؟٬٬
٫٫ زه د څونګښې بچی یم. آیا غواړې چې له ماسره لوبې وکړې؟٬٬
پدې ترتیب سره، د مار او څونګښې بچي پدې خاطر چې یو له بل سره معرفي شول خوښ وو او د هماغه ورځی په سهار یې یو له بل سره د بوټو لاندې ډیرې لوبې وکړې. د څونګښې بچي وویل: ٫٫ و ګوره چې زه څه کولای شم٬٬ وروسته یې په هوا کې ټوپ وهنې ته دوام ورکړ: ٫٫ که چېرې وغواړې، زه یې تاته هم در زده کولای شم، چې څنګه په هوا کې ټوپ واچوئ. ٬٬
څونګښې د مار بچي ته ټوپ وهل ور زده کړل او دواړو د بوټو په منځ کې پورته او ښکته ټوپونه واچول.
د مار بچي وویل: ٫٫ اوس وګوره،چې زه څه کار کولای شم، او که ته وغواړې تا ته یې هم در زده کولای شم. ٬٬ وروسته مار په غزېدلې سینې سره په لوړې ونې باندې پورته شو. هغه د څونګښې بچي ته ور زده کړل چې څنګه په سینې سره په ونو باندې پورته شي. له لوبې وروسته دواړه وږي شول پریکړه یې وکړه چې د غرمې ډوډئ خوړلو لپاره کور ته ولاړ شي. دوی یوله بل سره ژمنه وکړه چې راتلونکې ورځ به بیا یو له بل سره ملاقات کوي.
دا چې د مار بچي زده کړي وو چې څنګه ټوپ ووهي له څونګښې څخه یې مننه وکړه، او څونګښې هم چې له مار څخه یې د سینې په واسطه په ونې باندې پورته کېدل زده کړي وو له مار څخه مننه وکړه. دواړه په خوشحالۍ سره د کور خواته روان شول.
د څونګښې بچي په کور کې خپلې مور ته وویل: ٫٫ مورې! وګوره چې زه څه کوم. ٬٬ هغې په غزېدلې سینې سره حرکت وکړ.
مور یې ترې پوښتنه وکړه: ٫٫ دا کار دې له چا او چېرته زده کړئ؟٬٬
هغې ځواب ورکړ: ٫٫ د مار بچي ما ته دا را زده کړي. هغه زما نوي ملګری دي. نن مونږ دواړو ټول سهار د بوټو لاندې لوبې وکړې. ٬٬
مور یې وویل: ٫٫ آیا ته نه پوهېږې چې د مار کورنۍ، یوه بده کورنۍ ده! غاښونه یې زهر لري! نور له هغه سره لوبې ونکړې او نه هم د سینې په مخ باندې په لاره ولاړ شې! دا ستا لپاره وړ ندي. ٬٬
په همدې حال کې کله چې د مار بچی کور ته ولاړ، د خپلې مور د مخې سره یې ټوپونه وهل پیل کړل. مور یې ترې پوښتنه وکړه: ٫٫ دا کار چا درته زده کړی؟٬٬
هغه وویل: ٫٫ د څونګښې بچي، هغه زما نوی ملګری دی. ٬٬
مور یې وویل: ٫٫ څه احمق یې، لکه چې نه پوهېږی چې مونږد څونګښې له کورنۍ سره د اوږده وخت لپاره هیڅ اړیکه نلرو؟ که تا بل ځل د څونګښې له بچي سره لوبې وکړې هغه ونیسه او ویې خوره! اوس ټوپونه مه وهه، دا زمونږ رسم او رواج ندی. ٬٬
وروسته د بلې ورځې په سهار، کله چې د څونګښې او مار بچي د بوټو په منځ کې یو له بل سره مخامخ کېدل، د څونګښې بچی له مار څخه لرې شو او د ټوپ وهنې په حالت کې یې ورته وویل: ٫٫ زه نور نشم کولای چې په خپلې سینې او خیټې سره غزیدلې غزیدلې ولاړه شم. ٬٬
د مار بچي په چوپه خولې سره د څونګښې خواته کتل، او د خپلې مور خبرې یې په یاد راوړې. او له ځان سره یې فکر وکړ: ٫٫ که چېرې هغه مخکې راشي زه حمله ورباندې وکړم او وبه یې خورم. ٬٬
ولې وروسته یې په یاد راوړل چې دوی څومره یو له بل سره لوبې وکړې او د څونګښې بچي څومره په مینې او محبت سره هغه ته ټوپ وهل ور زده کړي وو.
هغه په ډېرې پریشانئ او آرامئ سره د څونګښې له بچې څخه لرې شو او د بوټو په منځ کې ننوت او ولاړ.
له هغې ورځې وروسته د مار بچي او د څونګښې بچي یو له بل سره لوبې ونکړې.
ولې ډېری وختونه به یوازې لمر ته کښیناستل او هر یوه به د خپلې یوې ورځې د رفاقت او ملګرتیا په اړه فکر کاوه.