• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ولې ډاروین او ھابز د «انسان فطرت» د جګړې لامل بولي؟

Home اروا پوهنهولې ډاروین او ھابز د «انسان فطرت» د جګړې لامل بولي؟

ولې ډاروین او ھابز د «انسان فطرت» د جګړې لامل بولي؟

لیکنه: زاهد صديقي

څوک جنګ او جګړو ته لمن وهي؟ د دې پوښتنې ځواب ډېر ساده دی. “انسان”
پوښتنې:
ولې انسان جګړه کوي؟
آیا جګړه د انسان په فطرت کې ده؟
آیا د انسان طبیعت بد دی؟
آیا انسان له تاوتریخوالي سره مل نړۍ ته سترګې غړوي؟
د یادو پوښتنو د ځوابولو او د جګړې د لامل په اړه پوهان دوه ډوله تيوري لري:
طبیعي تیوري
چاپېریالي او روزنیزه تیوري
د انګلستان د (۱۹مې پېړۍ) مشهور بیولوژیست او جیولوجیست چارلز ډاروین د خپلې «تکاملي تیوري» او د انګلستان د (۱۷ مې پېړۍ) بل مشهور فیلسوف توماس هابز د خپل غوره کتاب “لوایټان” له کبله په نړۍ کې ډېر مشهور دي.
ډاروین او هابز دواړه د طبیعي تیوري پلویان دي.
ډاروین د انسان فطرت او توماس هابز د انسان غرور، ځان غوښتنه او حرص د جګړې سبب بولي.
چاپېریالي او روزنیزه تیوري پر چاپېریال ور ټوله ده. همدا چاپیریال دی چې د جګړې زده کړه، د جګړې کلتور او جګړه مار رهبران زېږوي؛ نو ځکه چاپېریال د جګړې لامل دی.
ډاروین په دې اند دی چې انسانان د حیواناتو له نسل څخه دي. نوموړی دې باور ته په کتو وايي چې په انسانانو کې د حیواناتو غریزې او لېوالتیاوې دي. په انسانانو کې د تاوتریخوالي بنسټیز کېدل د حیواناتو له خوی او خصلت څخه اخیستل شوي دي. تاوتریخوالی په لومړنیو انسانانو کې پیدا او نورو ته لېږدول شوی دی؛ نو له همدې کبله تاوتریخوالی د انسانانو په فطرت کې نه بدلېږي او همدا سبب دی چې د انسانانو فطرت جګړه زېږوي.
هابز هم د ډاروین په څېر د طبیعي تیوري پلوی دی. هابز چې د انسان پېژندنې په برخه کې د باور وړ دی وایي، انسانان ذاتي جګړه ماران، یرغلګر، بد خویه او واک غوښتونکي دي. که یو څوک د تورې په زور پر خلکو قانون پلی کړي؛ نو زورواکي انسانان به پر کمزورو ظلم وکړي او وبه یې ځپي. د هابز په وینا، همدا د انسان غرور، ځان غوښتنه او حرص د انسانانو ترمنځ د جګړې سبب کېږي.
د چاپیریالي ـ روزنیزې تیوري او طبیعي تیوري ترمنځ پاراډوکس:
چاپېریالي او روزنیزه تیوري، په چاپېریال پورې تړلې ده. انسان له جګړې او تاوتریخوالي لرې او ښه بولي. واکمن چاپېریال بد ګڼي. د یادې تیورۍ له مخې باور پر دې دی چې انسان ښه طبیعت لري، خیر غوښتونکی دی، بد خویه نه دی، جګړه نه غواړي او ښه فطرت لري، خو هغه څه چې انسان جګړې ته اړ باسي، هغه د نړۍ حاکم چاپېریال دی…
د نړۍ د جګړې کلتور او دود، انسان ته جګړه ورښيي. د جګړې ځینې داسې کلتورونو شته چې په خپل زړه کې د جګړې زور لري، همدا کلتورونه د جګړې سرچینه بولي، په ټولنه کې جګړه مار رهبران زېږوي او بیا جګړې ته لمن وهي.
د نړېوالو نظریاتو پر وړاندې د نړۍ د تاریخ بې رحمه او غصه ناک انسانان:
اډولف هټلر: د نازي ګوند مشر.
ژوزف اسټالین: د پخوانې شوروي اتحاد مشر.
موسولیني: د ایټالیا د فاشیست ګوند مشر.
پل پوټ: د کامبوج د ډلې د کمونېست رهبر.
صدام حسین: د عراق پخوانی ولسمشر.
اسلوبردان میلوشویچ: د صربستان ولسمشر.
معمر قزافي: د لیبا پخوانی ولسمشر.
فرانسیسکو فرانکو: اسپانیا دیکتاتور.
اګوستو پینوشه: د چیلي هېواد پخوانی دیکتاتور.
عیدي امین: د اوګانډا پخوانی دیکتار.
پوښتنه: څه فکر کوئ؟
یاد انسانان ذاتي او فطري جګړه ماران وو او که له جګړه ییز چاپېریال څخه اغېزمن شول؟

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

آیا لوېدیځ پسې اقتدا د پرمختګ په مانا ده؟

Jan 22, 2018

لیکنه: زاهد صدیقي په لوېدیځ کې د نویو او مډرن[...]

“لېبرالیزم” په نړیوالو اړیکو کې مهمه نظریه

Jan 15, 2018

د “لیبرالیزم فکري مکتب” د ۱۸ او ۱۹ مې پیړیو[...]

په نړۍ وړه حاکمه کلیمه “سیاست”، یعنې څه؟

Jan 14, 2018

لیکنه: زاهد صدیقي په ورځنیو خبرو اترو کې سیاست، سیاسي[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022