ژباړه: محمود سعيد
کرت ونهګات (Kurt Vonnegut) مشهور معاصر امريکايي ليکوال دی چې په ۱۹۲۲ز کې زېږدلی او په ۲۰۰۷ز کې مړ شوی دی. هغه په ۱۹۷۷ز کال د MIT پوهنتون د فراغت په يوه غونډه کې د ژوند په اړه وينا وکړه چې په ټوله نړۍ کې مشهوره شوه. دلته د هغې وينا ژباړه ولولئ.
که غوښتي مې وای ستاسې د راتلونکي لپاره لارښوونه وکړم؛ د لمر ضد کرم کارولو سپارښتنه مې کوله! که څه هم د لمر ضد کرمو اغېز د پوهانو له لوري ثابت شوی دی خو زما نصېحتونه زما د ژوند د لوړو ژورو له تجربو پرته بل څه نه دي.
د خپلې ځوک، او د ځوانۍ د ښکلا قدر وکړئ. که دا کار ونه کړئ هم مهمه نه ده؛ ښايي يوه ورځ يې په ارزښت پوه شئ؛ هغه مهال چې تازګي مخ په ځوړ شي. باور وکړئ چې شل کاله وروسته به د خپلې ځوانۍ انځورونه ګورئ او وايئ به چې څومره ښه وئ. هغسې چې فکر مو کاوه؛ چاغ نه وئ؛ ښه احساس مو لاره.
راتلونکې ته اندېښنه مه کوئ. که زړه مو غواړي؛ اندېښنه وکړئ خو بايد پوه شئ چې اندېښنې کول هماغومره اغېزناک دي لکه د رياضي د يوې مسلې د حل لپاره ژاولې ژوول!
ستاسې د ژوند بنسټيزې ستونزې له شک پرته هغه څه دي چې کله يې هم ستاسې اندېښنو ته لار نه ده موندلې. د هغې بې ګټې منځنۍ (سه شنبې) په شان چې ناڅاپه بد احساس مومئ او د هر څه په وړاندې ناسم ليد پيدا کوئ.
هره ورځ يو داسې کار وکړئ چې تاسې ووېروي.
د نورو له زړونو سره بې رحمه مه اوسئ. ژوند مو په حسادت مه تېروئ. کله وړاندې او کله وروسته يئ. لوبه اوږده ده او په پای کې تاسې ياست چې له ځان سره لوبه کوئ.
د ځان په اړه مو ستاينې په ياد ولرئ او بد ویل هېر کړئ. که دا کار مو وکړای شو؛ لاره يې ما ته هم وښيئ.
د مينې پخواني ليکونه وساتئ.
د بانکونو پاڼې او نور لاسوندونه لرې مه غورځوئ.
که نه پوهېږئ چې له ژوند سره مو څه وکړئ؛ د ګناه احساس مه کوئ. ډېر په زړه پورې کسان مې ليدلي چې نه پوهېدل په ۲۲ کلنۍ کې له خپل ژوند سره څه وکړي. ځينې په زړه پورې څلوېښت کلن پېژنم چې لا هم نه پوهيږي.
څومره چې کولی شئ؛ کلسيم وخورئ. په خپلو ګونډو مهربانه واوسئ. کله چې د خپلو زنګنونو ځواک له لاسه ورکوئ؛ کمښت به يې ډېر زيات حس کړئ.
ښايي واده وکړئ؛ ښايي ويې نه کړئ. ښايي اولاد ولرئ؛ ښايي ويې نه لرئ. ښايي په څلوېښت کلنۍ کې طلاق واخلئ. ښايي په د واده په ۸۵مه کليزه کې لنډه ګډا وکړئ.
هر څه چې کوئ؛ له ځان سره زیاتی مه کوئ. ځان مه رټئ. په هر حال، احتمال او شونتياوې زموږ د ژوند نيمايي جوړوي.
تاسې ته رسېدلي لارښودونه تر پايه ولولئ؛ که څه هم له هغو پيروي نه کوئ.
د ښکلا د مجلو له لوستلو ډډه وکړئ. د هغوی يوازينی دنده دا ده چې په تاسې ومني چې بدرنګه ياست.
له خپلو وروڼو او خویندو سره مهربانه واوسئ. هغوی له پخوا سره ستاسې ښه اړيکه ساتي او په ښايي يوازيني کسان وي چې په راتلونکي کې تاسې ته ورسيږي.
په ياد ولرئ چې دوستان ځي او راځي خو هغه دانه، مانه نږدې دوستان چې له تاسې سره پاته کيږي؛ له ځان سره وساتئ.
د جغرافيايي اختلافونو او د ژوند د کړنلارو تر منځ د پل جوړولو له پاره سخته هڅه وکړئ.
هر څومره چې ستاسې عمر ډېرېږي؛ هماغومره زيات پوهېږئ چې هغو کسانو ته زياته اړتيا لرئ چې په ځوانۍ کې مو پېژندل.
سفر وکړئ.
ځينې نه بدلېدونکي حقایق ومنئ:
بيې لوړيږي.
سياستوال درواغ وايي.
تاسې هم زړېږئ.
او هغه مهال چې په خيال کې له ځانه سره فکر کوئ چې کله ځوان وئ؛ بيې مناسبې وې. سياستوال شريف وو او وړو، غټانو ته درناوی درلود؛ لويانو ته درناوی وکړئ.
تمه مه کوئ چې نور به تاسې ته ډوډۍ راوړونکي وي.
ښايي (پس انداز) حساب ولرئ.
ښايي شتمن خاوند/مېرمن مو په نصيب شوي وي خو هېڅ کله نه شئ کولئ د بل چا ځای ونيسئ.
له وېښتانو سره مو ډېر مه بوختېږئ.
د غاښونو تار وکاروئ.
د مور او پلار د پېژندنې لپاره هڅه وکړئ. هېڅوک نه پوهيږي چې هغوی کله د تل لپاره له لاسه ورکوي.
د نورو د لارښوونو په منلو کې ځير واوسئ خو د هغه چا پر وړاندې چې پر تاسې يې تحميلوي؛ صبر او زغم ولرئ.
نصېحت د غربت د غم بل ډول دی او وړاندې کول يې د غورځول شوو توکو له منځه د ځينو بېرته را اخيستل، ټک وهل، په نيمګړتياوو بدرنګيو يې لاس کشول او د هغو له ارزښت څخه په لوړه بيه د هغو بيا لګول دي.
خو که د دې مسایلو په اړه بې پامه ياست؛ لږ تر لږه د لمر ضد کرمو په اړه مې سپارښتنه ومنئ او په هغې باور وکړئ!!!