ووراویټ – Vooruit یا د ولامس سوسیال دیموکرات ګوند
ووراویټ – Vooruit په بلجيم کې سوسیال ديموکرات ګوند دی چې د فلندر په کچه د کارګرو له PVDA ګوند څخه وروسته لوی سیاسي ګوند ګڼل کېږي.
له دې وړاندې د تاریخ په اوږدو کې دې ګوند خپل نوم له سوسیالیست ګوند (SP) او (sp.a) څخه اوس یوازې Vooruit چې د مخ پر وړاندې یا راتلونکې مانا ورکوي بدل کړی.
دا ګوند په 1885 کې د بلجیم د کارګرانو له ګوند څخه رامینځته شوی چې د تاریخ په اوږدو کې یې د نومونو او ایډیالوژۍ په بدلونونو سره په بلجيم کې د فلندر او ولوانیا په څانګو ویشل شوی. د فلندر په پرتله ددې ګوند فرانسوي ژبې ګوند په فدرال او سيمه ایزه کچه ډېر واک او څوکۍ لري.
په وروستیو کلونو کې، Vooruit لپاره د بحث موضوعات د ښځو د حقوقو برابري، چاپیریال ساتنه او له دریمې نړۍ سره بشري مرستې وې چې دا یې د خپلې پاليسۍ برخې وګرځولې.
په داخلي کچه هم ګوند داخلي اصلاحات او ایډیالوژیکي بدلونونه تجربه کړل، له دودیز سوسیالیزم څخه راووتل. د لیبرالیزم او ټولنیز ډیموکراسۍ تر منځ یې منځلاری دریځ غوره کړ.
د سیاسي موقف له مخې Vooruit کیڼ اړخی ګوند ګڼل کیږي چې په مساوي فرصتونو او پیوستون تمرکز کوي. دا د پرمختللې مالیې ملاتړ کوي او د ټولنیز امنیت د رغښت او تقويې لپاره مبارزه کوي، په تعلیمي او د روغتیا د پاملرنې پر بنسټونو پر پانګوونې ټینګار کوي.
په نړیواله کچه په ټولنیزه برابرۍ تمرکز کوي او د دریمې نړۍ له کمزوریو هېوادونو سره پر مرستې او همکارۍ ټینګار کوي چې په دې ډول د کډوالو ستونزه هم حل کېدای شي.
همدا شان دا ګوند په اروپايي او نړیواله کچه له ديمکراتیکو او سوسیاليستي ګوندونو سره له نژدې اړيکې پالي او د یو بل همکاري کوي.
اوس مهال دا ګوند د اروپا په پارلمان کې یو ،د بلجيم په فدرال پارلمان کې ۹، په سنا کې ۴ د فلندر په پارلمان کې ۱۳ او د بروکسل په پارلمان کې ۳ غړي لري.
د تېر 2023 کال له نومبر څخه یې مېرمن ميليسا ډيپريټر ددې ګوند مشري کوي.