• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

ويښ ملتونه

Home ټولنپوهنهويښ ملتونه
شفیق الله امیرزی

ويښ ملتونه

ويښ ملتونه
ملتونه شته دي، فزیکي موجودیت لري، د ملتونو د موجودیت او تل پاتې والي څخه څوک منکر کیدلی نه شي، هغه ملتونه چې د فزیکي موجودیت تر څنګ خپلې معنوي اړخ هم څرګند کړي هغه ملتونه ورځ تر بلې خپل وجود ته وده ورکولی شي.
د تاریخ په اوږدو کې ډیر داسې ملتونه وو چې اوس نه شته خپل شتون یې د فرهنګي او معنوي اړخ د کمبود او ضعف له کبله ورک کړی دی.
خو ډیر داسې ملتونه شته چې په لومړی واړه وو، خو د هڅو او کوښښونو پایله دا شوه چې نن په نړۍ کې له پېژندل شوو ملتونه څخه دي.
وېښ ملتونه که هر څو واړه وي خو د دې وړتیا لري چې لوی ولسونه په خپل ځان کې را ټول او هضم کړي، ځنې ملتونه که هر څو لوی وو خو ډیرو وړو ملتونو وخوړل.
د وېښ ملت لویه ځانکړنه او بریا په دې کې وي چې خپل شتونه ته یو واحد تعریف پیدا کړي او د هغمه تعریف په اساس خپل فکر وټاکي خپله فزیکي سیمه پیدا کړي او د خپلو تعریف شوو موخو د رښتیني کولو لپاره هڅه وکړي.
هغه ملت چې په خپل منځ کې شړېدلی وي هغه ملت د خپل قدرت د کمېدو لپاره باید شېبې وشماري ځکه کوم مار چې سل سره ولري مرګ ورته غوره لاره ده، هغه ملتونه چې په یوه سر او یوه فکر را ټول نه شي دښمنان له داسې یوه ټکي په ګټه اخیستو د ملتونو رېښې وباسي.
موږ د نړۍ په تاریخ کې ډېر داسې بېلګې لرو چې ولس په یوه محور را ټول شوی دی په دې بریالی شوی چې خپلې موخې بریا ته ورسوي، داسې ملتونه نور ملتونه دخپل فکر او یا زور په واسطه خپل چاپیر ولسونه تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د داسې ولسونو ژبه عامه شي دومره قوت پیدا کړي چې خلک یې په مینه زده کوي د انګریز د استعمار یو ټکی هم په همدې کې وو چې خلک یې په یوه فکر راټول وو، چېرته به چې تللي هلته به یې خپل دود او دستور خپراوه.
د هغه ملت دودونه به یې لوستل او کوښښ به یې کوله چې د هغوی دودونو ته تغیر ورکړي چې تر ډیره په دې بریالی شو، آن تر دې چې خلکو به خپله ژبه بدلوله او انګیسي به یې ویله د انګلیسی د دومره ودې علت همدغه دی.
خو هغه ملتونه چې په خپل منځ کې واحد نظر او فکر نه لري هغو تل د نورو د غلامۍ کړۍ پر غاړه ګرځوي ځکه د چا چې فکر د ځان په ګټه و نه کارېد د هغوی فکر د بل په چوپړ کوي او استعماري قوتونه کوښښ کوي چې په داسې ملتونو کې رېښې وځغلوي.
له بده مرغه چې زمونږ ملت ډیر وخت په همدې حالت کې دی خپل فکري استقلال یې نه دی درلودلی، فکر یې نورو د دوی په وړاندې کارولی دی.
هر یوه ملت د دملت د خپل منځیو تشو په کار اخیستو د ملت ته لويي کندې کېندلې دي چې تر اوسه همغلته پروت دی.
هغه وخت کولی شو خپله ژبه او کلتور او فزیکي شتون په نړۍ کې ثابت او قوي کړو چې خپل ولس ته د یوه ملي فکر د اخیستو او د یوه ملي فکر لپاره مبارزې ته وهڅوو.
دملت د دومره بدمرغۍ سبب همدلته دی چې ولس یې د جنګ وړتیا لري د مبارزې وړتیا لري خو په نه لاره یې کاروي،دا ملت یوه ملي فکر ته اړتیا لري.
دا ملت د هیواد پالنې او دین پالنې جذبات لري خو د یوه ملي مشر د نشتون له کبله نورو د دوی له دې احساساتو کا اخیستی او دوی یې د داسې جګړو سنګرونو ته خېژولې چې موخه یې د دوی وژل دي.
[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د تجربو لیکل

د تجربو لیکل

Jul 11, 2016

لیکوال: جیف ایلکینس ژباړه: شفیق امیرزی ډېر خلک وايي لیکوالي[...]

په خپل ژوند کې مو نوښت وکړئ

په خپل ژوند کې مو نوښت وکړئ

Nov 16, 2015

ژباړن: حمیدالله حمیدي نوښت داسې یو استعدا دی، چې ټول[...]

مینه د پوهانو له انده

مینه د پوهانو له انده

Dec 26, 2015

حسب الرحمن نورمل مینه مو لومړی وژني تر څو د[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022