سیاسي ګوندونه او ګوندي نظامونه کتاب چاپ شو
په عمر او قلم يې برکت، ښاغلي نظيم سمون د (سیاسي ګوندونه او ګوندي نظامونه) کتاب خپلو خلکو ته وړاندې کړ، زحمت يې تېر کړی او خولې يې پرې تويې کړې دي. خدای ج دې په دې ټولنه کې نور هم داسې پياوړي ځوانان ډېر کړي.
ښاغلي سمون د سیاسي ګوندونو او ګوندي نظامونو په اړه دغه کتاب په دریو برخو او لسو فصلونو کې لیکل شوی دی.
د دې کتاب لومړۍ برخه د سیاسي ګوندونو په اړه لیکل شوې چې د ګوند له تعریف څخه نیولې بیا د هغه تر تشکیلاتي جوړښت پورې مسایل په کې څېړل شوي دي.
دویمه برخه یې د ګوندي او ټاکنیزو سېستمونو په اړه ده، په دې برخه کې په نړۍ کې مروج ګوندونه او ټاکنیز نظامونه د هغو له عملي مثالونو سره څېړل شوې دي.
همدارنګه د کتاب درېیمه او وروستۍ برخه عملي او تطبیقي بحث ته ځانګړې شوې چې په دې برخه کې په آسیا، اروپا، امریکا او اسټرالیا کې د یو شمېر ګوندونو پر ځانګړنو، ګوندي فعالیتونو او ټاکنو خبرې شوې دي.
د درېیمې برخې په وروستي څپرکي کې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر تاریخي شالید، فعالیتونو او په دې برخه کې پر ننګونو خبرې شوې دي.
کتاب همدارنګه په وروستیو پاڼو کې درې ضمیمې هم لري، چې د جدول په بڼه د نړۍ په ټولو هېوادونو کې مروج ګوندي او ټاکنیز سېستمونه په کې مشخص شوي دي.
د کتاب ليکوال او ټولو افغانانو ته د نوموړي کتاب مبارکي وايو. له لوی څښتن ج څخه يې قلم وران او ژوند يې خوشاله غواړو.
حبیب وقار